کور / تازه خبرونه / سوات: پاکستاني پوليسو يو وسله تون کشف کړ

سوات: پاکستاني پوليسو يو وسله تون کشف کړ

په سوات کښې د نا اشنا وسلوالو په ډزو کښې يو تن پوليس ووژل شو ، بلخواته په جنوبي وزيرستان کښې امنيتي ځواکونو د بم جوړونې کار خانه کشف کولو سره په لوړه کچه وسله ونيوله ، د پوځ لخوا په خپره شوې اعلاميه کښې وئيل شوى دى چې د سوات په سيمه ګرين چوک باندې  نابلده وسلوالو کسانو ډزې وکړي او يو تن پوليس يې وواژه ، او امنيتي ځواکونو د سهيلي وزيرستان په سيهم سپينکۍ کښې د پلټونکو عملياتو په ترڅ کښې د وسلو زيرمتون کشف کړ ، په دغه عملياتو کښې چاوديدونکي مواد څلور بمونه ، څلور پنځوس کيلو بارود ، دولس ماشينګڼې ، او لاسي بمونه تر لاسه کړو ، خو څوک پدغه تور نيول شوى ندى ، بلخواته په شانګله کښې د پلټونکو عملياتو په ترڅ کښې دوه تنه شکمن کسان نيول شوى دى .