کور / z_buitenland_news -- 5 / 25 خپلواک وکيلان له مسلم ليګ سره يو ځای سول

25 خپلواک وکيلان له مسلم ليګ سره يو ځای سول

 د پنجاب اسمبلۍ پنځه ويشت خپلواکو غړو په مسلم ليګ ( ن ) کښې د ګډون اعلان وکړ ، لاهور کښې د مسلم ليګ ( ن ) صدر ميا شهباز شريف مطبوعاتي کنفرانس ته د وينا پر محال ووئيل چې مونږ د خپلواکو کانديدانو ملاتړ تر لاسه کړيدۍ ، د شهباز شريف مطبوعاتي کنفرانس په وخت په لوۍ شمېر خپلواک غړي موجود وه ، شهباز شريف په خپلو خبرو کښې زياته کړه چې په پنجاب اسمبلۍ کښې مسلم ليګ ( ن ) بشپړه اکثريت لري په نوو ګډون کوونکو کښې چودري جاوېد ، فيروز جويه ، اصف سعيد ، عباس سعيد ، سيد على رضا، عباس کوکر او نور شامل دى.