کور / تازه خبرونه / د صوابۍ سيمي په ټاکنو کي عثمان خان بريالی سو

د صوابۍ سيمي په ټاکنو کي عثمان خان بريالی سو

د پښتونخوا د صوابۍ څخه د قومي اسمبلۍ پر حلقه دولس باندې د صوابۍ قومي محاذ غړۍ عثمان خان ترکۍ ګوند د رايو په دوواري شمېرنه کښې يو ځل بيا بريالۍ شو ، د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفنديار ولى خان پر دغه حلقه باندې له ماتې سره مخامخ شوى دۍ، پر دغه حلقه باندې اسفنديار ولي خان د دوواري شمېرنې لپاره درخواست ورکړۍ وو او دويم ځل شمېر نو کښې هم اسفنديار ولى بريالۍ نه شو ، د صوابۍ قومي محاذ غړي عثمان خان ترکۍ نهه څلوېښت زره اتۀ سوه دوه اويا رايې تر لاسه کولو سره بريالۍ شوى دى ، د عوامي نېشنل ګوند مشر پر دغه حلقه باندې نهه څلوېښت زره پنځه سوه نهه اويا رايې تر لاسه کولو سره دويم مقام تر لاسه کړيدۍ ، د يادونې وړ ده چې د عوامي نېشنل ګوند مشر له دوو حلقو څخه په انتخاباتو کښې ځان کانديد کړى وو چې د چارسدې پر حلقه باندې بريالۍ شو.