کور / تازه خبرونه / په پښتونخوا کي د امنيت د تامين لپاره جرګې جوړيږي

په پښتونخوا کي د امنيت د تامين لپاره جرګې جوړيږي

 په پښتونخوا کښې امنيت تامينولو لپاره به خپلواکه جرګې جوړې کړل شي ، د عوامي نېشنل ګوند سکرتر جنرل حاجى عديل په يوه مرکه کښې ويلي دي چې عوامي نېشنل ګوند په ټولو سيمه او په ځانګړې توګه په پښتونخوا کښې به د امنيت لپاره جدي ګامونه اوچت کړل شي ، د ترهه ګرۍ مخنيوى به د خبرو اترو دلارې وشي ، حاجى عديل زياته کړې ده چې په صوبه سرحد کښې د پيپلز ګوند او مسلم ليګ ( ن ) سره په ګډه حکومت جوړوو، په مرکز ،سهيلي پښتونخوا او سندهـ کښې د پيپلز ګوند ملاتړ کوو.