کور / تازه خبرونه / محمودخان:د پارلمان له لاري د عدليې فعاله کولو ته چمتويو

محمودخان:د پارلمان له لاري د عدليې فعاله کولو ته چمتويو

له راستې خوا:همايون جوګيزی،اسفنديارولي خان او محمود خان اڅګزی


د  اې  پي ډي  ايم  مشر او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند چئيرمين محمود خان اڅکزي ويلي دي چې موږ د پارلمان د لارې د عدليې د بحالۍ لپاره وخت ورکولو ته چمتو يو ، اسلام آباد کښې مطبوعاتي کنفرانس ته د وينا په ترڅ کښې محمود خان اڅکزي زياته کړه چې نوى پارلمان بايد د عدليې د بحالۍ ژمنه تر سره کړي ، اې  پى ډى ايم غواړي چې په پاکستان کښې غښتلې ډيموکراسي راشي ، جرنيلان او کرنيلان بېرته خپلو پوستو ته ولاړ شي ، د سياست څخه لاس واخلي ، آئين دي په بشپړه توګه بحال شي ، اې پى ډى ايم کومې ځاني موخې نه لري ، محمود خان اڅکزي زياته کړه چې د اې پى ډى ايم تګلاره صفا ده ، او هېڅ کله بيا هم پداسې انتخاباتو کښې برخه نه اخلي چې کوم د غير آئيني ولس مشر تر مشرۍ لاندې کېږي او په سلو کښې شپيته قاضيان نظر بند دي ، محمود خان اڅکزي خبردارى ورکړ که چرته قاضيان بېرته په خپل کار نکړل شول نو يو ځل به بيا په نوي غورځنګ لاس پورې کړو او بيا به دغه غورځنګ تر هغه وخت پورې روان وي تر څو جنرالان واک پرېښودلو ته اړ شي ، مطبوعاتي کنفرانس ته قاضي حسين احمد وويل که چرته نوى حکومت د عدليې په بحاله کولو کښې پاته راغلۍ نو ورسره به مرسته وکړو ، موږ د پيپلز ګوند او مسلم ليګ ( ن ) تر منځ پرشوې لوظنامه خبرې نه کوو ، پر نهم مارچ د عدليې ورځ جوړوو ، په مطبوعاتي کنفرانس کښې عمران خان ، ډاکټر عبدالحۍ بلوڅ او قادر مګسى هم موجود و.