کور / نثر / دښې ملګرتیاپه لټه

دښې ملګرتیاپه لټه

کله، چې یو ماشوم پیداشي نو تر ټولو لومړی یې، چې له کومې هستي سره روحاني مینه او دوستي پیداکیږي، هغه مور ده او بیاپلار.
په دویمه مرحله کې د خپلو خویندو او ورڼو له روحاني مینې او دوستۍ نه برخمن شي
په درېیمه مرحله کې، چې کله ماشوم دکور دچارديوالویونه بهر کیږي دمدرسې او ښونځي پرلوري ګام اخلي، نو دغه وخت ماشوم یو نوي ماحول ته دننه شي، د لته ماشوم له یونوي کیفت سره اشناکیږي دغه وخت دده لپاره ډیرپه زړه پورې وي، دی له نوې تجربواو خوښیوسره اشناکیږي نوي ملګري ځان ته غوره کوي، دغه مینه دته اوس یوبل ډول احساس ورکوي، اوس ماشوم له یو بل ډول مینې نه برخمن کیږي.
پردې اساس ورو ورو وختونه تیریږي ۱۲ ټولګي نه خلاص شي پوهنتون ته لار پیداکړي دغه وخت دده لپاره هم نوی او په زړه پورې وي، ځکه، چې دغه وخت ماشوم نه وي دغه وخت ښه تکړه ځوان وي دغه وخت خوایله دژوند عملي ډګرته ور داخل شي، دغه وخت له یوشمېرنوې کسانوسره یی پېژنګلوي جوړیږي، همدا ډول دژوند، حالاتو خواږه ترخه تجربه کوي او مخ پرواړاندې ځي او پخواني ځینې ملګري، چې دخپل وخت پیداواروي، هغه ترې هیرشي او ځینې نوي ملګري رښتني ملګري له سړي سره پاتې شي دا ملګري بیاداسې وي، لکه خپل وروڼه یاله هغې نه هم خواږه چې تل لکه روح اوجسد له یوبله سره جدایی نه شي زغملی، ښه ملګری له خپل ورور نه هم سړي ته ګران وي.
ځکه خویی ویلي: چې څوک ملګری نه لري هغه مفلس دی.
دا دانساني فطرت غوښتنه ده، چې انسان په ټولنه کې یواځې ژوند نه شي کولی انسان ته دژوند په اوږدوکې ښه دراز ملګروته اړتیاوي، دنن مفادپرسته او مادیات پرست دور کې خوبیخې ورته ډېره اړتیاده.
په نن زمان کې خو ښه پواومخلص ملګری سترنعمت دی
ښه وفادار، دیندار او ایمانداره ملګري خو د ژوند رڼا وي ستونزې له ژوندسره تړلي وي دژوندپه اوږدوکې انسان له مختلفوستونزسره مخ کیږي په دغه وخت کې دملګرو مشوره، پوه، تجربه او لارښونو ته ډېره اړتیاوي ملګري کولی شي ملګري ته لاس ورکړي او له ستونزو نه یی راوباسي.
سپیڅلی او رښتینی دین اسلام مسلمانانوته دجتماعي ژوند داسې لارښوونه کوي، چې بنسټ یی په مینه ولاړدی.
الهي فرمان دی:
مومن نارینه په خپلوکې سره دوستان دي او همدارنګ مومنې ښځې په خپلوکې سره دوستانې دی (توبه)
تنهايي یوه اروایی ناروغي ده کوم کسان چې په ټولنه کې یواځې ژوند کوي او له چاسره ناسته ولاړه نه لري دهغوی ژوندبه ډېر بې خونده ژوند وي دژوند په سفرکې به دوی له ټولونه روسته پاتې وي دا ډول خلک په ژوند کې هېڅ ډول پرمختګ نه شي کولی، تنهايي، خودپسندي او خود بینې ددوی د ذهني پریشانیو اودناکامیوثبب جوړیږي.
که تاسې دکمترۍ احساس کوئ که تاسې ناهیلي یاست او دې ورته داسې نور…
نو وګوره ستاسې په کلي کوڅه مسجدکې څومره کسان دی، چې ته یی هره ورځ یونظروینې له دوی سره اړیکې وساته ستا اړیکه له دوی سره په یوه سلام سره جوړیږي له چاسره چې مخ کېږې لومړی پرې سلام اچوه له هغه نه وروسته ورسره په ډیرادبانه ډول حال احوال وکړه له چاسره، هم چې میلاویږې په مسکراهټ سره یی خبرې ځوابوه او یاخپلې خبرې پیلوه په همدا ډول ملګرتیاپیلیږي په دوی کې به څومره مخلص ایمانداره کسان وي چې یو وخت به دې په درد وخوري او ته به یباورباندي ویاړې هم.
خاندان او مرتبې دښې ملګرتیامیعار نه شي جوړېد ی ( سړی په رنګ نه سړی کیږي ـ سړی هغه وي چې یی خوی دسړي وینه)
څوک دچاله مال او دولت سره مینه نه کوي که یی کوي هغه مطلبي ملګرتیاده ریښتنې ملګرتیامال دولت پورې اړه نه لري.
په یاد ولرئ که په دغه مرحله کې ته دیوچا دتنقید نښانه هم شوې پروانه کوي حوصله وکړه.
حضرت محمد(ص) فرمایی: هغه مسلمان چې په ټولنه کې له خلکوسره یوځای ژوند کوي او په غم ښادي کې ورسره شریک وي او صبرناک وي له هغه مسلمان څخه ښه دی چې دهیچاپه غم اوښادي کې نه دی شریک او یواځې ژوند کوي.(ترمذی).
ملګرتیا په انسان کې جرت پیداکوي، دښوملګرو په لرلوسره له ژوندسره دانسان مینه پیداکیږي،
دمخلصوملګرو په مټ ناهیلي له ځانه شړلی شې او دهرډول ستونزوسره په هرډګرکې مقابله کولی شې دښه ملګرو په نه لرلو سره نه له ژونده خوند اخستی شی او نه دژوندپه خوندسړی پوهیدی شي..
یو ښه رښتنی اوبې لوث ملګری ستاسې روح ته خوشحالي در بښلی شي دهغه په لیدو ستاسې روح تازه کیږي، ښه ملګری تاسې په هیڅ وخت کې یواځې نه شي پرېښودی ښه ملګری دملګري په غم غمجن اوپه خوشحالیویی خوشحالیږي.
حضرت ابوبکرصدیق رض او دانسانیت لا رښود حضرت محمد(ص) سپېڅلې ملګرتیامینه او وفا یی یوښه مثال دی چې موږ ورنه ډېرڅه زده کولی شو.
کله چې دوه رښتني ملګري دیوبل په غم غمجن او په خوښیوخوښ وي او چاته یی زیان نه رسیږي په دغودواړو ملګرو باندې دالله سبحانه وتعاله درحمت سیوری وي.
د حضرت محمد(ص) ویناده فرمایی:
ښه او نېک ملګري چې یوبل ته په زړونوکې پاک وي الله (ج )دهغو حمایت او ساتنه کوي (قدس)
دوستي او ملګرتیایو ډول فن دی، خو په یوه داسې ماده پرسته او مفادپرسته نړۍ کې انسان اکثره له خودغرض او مطلبي دوستانوسره مخ کېږي خو بیاهم دښو مخلصو او رښتینو انسانانو څه کمی نه شته.
سړی، لږ له دیقت نه کار واخلي اوکوښښ وکړي چې دیوچاشخصیت، عادات او خصایل چې ترمطالع لاندې ونیسي نوسړي ته په خپله مالومات کیږي چې سړی په څومره اوبوکې دی.
د انساني نفسیاتو ماهراعظم حضرت محمد(ص ) فرمایی:
ځینې کسان به له تاسې سره ستاسې دمنصب په وجه له تاسې سره ملګرتیاته زړه ښه کوي باید
له ملګرتیانه وړاندې بایدښه فکروکړئ چې تاسې له چاسره ملګرتیاکوئ )
دښې تلپاتې او شفافې ملګرتیابنسټ په تحمل او اعتماد باندې ولاړ وي یواړخیزه مینه او ملګرتیاعارضي او دشخصي ګټوپه خاطروي.
دښه مخلص ملګري ځانګړنه:
۱ چې لالچي نه وي
۲ چې شریی نه درسیږي
0 چې بې ځایه شکایتونه نه کوي
1 ۴ چې الزامونه تورونه په چانه لږوي


ملګرتیا باید دالله (ج)لپاره وي منافق انسان هرچېرته ناکام او بدنام وي د ښونیکوخلکوسره ملګرتیاوګړئ
دښو بې لوثه او د با ذوقه ملګرو محفل له مسکا، خندا،خوشحالیو او د ښه ګټورو مشورو سرچینه وي.
دښوملګرو بنډارونه داسې وي، چې بې له کوم فیس څخه په کې دزړه دغم او زخمونو وړیادرملنه کیږي
حضرت علی شېردخدای فرمایی:
کله کله خپل زړونه ازاد پرېږدئ دخوشحالۍ خبرې خپل ذهن ته راولئ ځکه، چې دجسم په څېر زړه هم ستړی کېږي)
اقبال څه ښه وایی:
اچهاهې دل کې پاس رهې پاسبان عقل
لیکن کبهی کبهې اسې تنها بهي چوړ دې
نوي نوي ملګري پیداکړئ خو هغه پخواني هم له لاسه مه ورکوئ او مه هغوی خپه کوئ دهغوی خپګان ستاسې لپاره مشکل پیداکولی شي ځکه چې هغوی ستاسې له پټورازونونه ښه خبردي.
په ۱۸ پېړۍ کې یو ماهر اروا پو ډاکتر سمویل جانسن ویلي، چې ملګرتیابایدهروخت تازه یانوې شي خو نومړي د ملګرتیا دتازه کولوکومه طریقه نه ده بیان کړې،خو ۱۴ پېړۍ وړاندې دانسانیت لارښود حضرت محمد (ص) موږ ته دښې مضبوتې تلپاتې او تازه ملګرتیا لپاره، چې کومه اسانه فطري طریقه ښودلې ده که ورباندې عمل وشي نوزموږ تاسې کورونه به له مینې مالامال وي.
مبارک فرمایی:
کله، چې له یوبل سره میلاوېږئ نویوبل ته سلام اچوئ
خپل فکرونه اوتحایف سره تبادله کړئ
سلام روغبړ ستاسې ترمنځ مینه لا پسې غښتلې کوي او د تحایف په تبادلې سره ستاسې ملګرتیاله استحکام نه برخمنه کېږي او مینه موسره زیاتیږي، دخپل ملګري ښه تود هرکلی کوئ او دهغه دجذباتو احترام کوئ اوتل یی منندوی اوسئ، الزام شک ملګرتیاوژني له خپلوملګرسره تل ښه اخلاق کوئ او دیوبل خامۍ یوبل ته په ګوته کوئ او هرکار،چې کوئ له خپلومخلصوملګروسره مشوره کوئ
خپل ملګری دموثیبت پروخت تنهامه پریږدئ له خپل ملګري سره ترپایه رښتنې ووسئ
ځکه چې ښه ملګری نعمت دی تل له مهربان الله (ج) شکرکوئ .