کور / راپور / د حمزه بابا د زوکړي سلمه کليزه ونمانځل سوه

د حمزه بابا د زوکړي سلمه کليزه ونمانځل سوه

د۲۰۰۸ كال دفبرورئ ۲۲ نيټه دلندن دايدجوار دسايكلون افغانې رستورنت كې دپښتو غزل پلار امير حمزه شينواري دزيږيدو سلمه كاليزه دمقالو شعرونو اودموسيقى دمحفل په ترڅ كې ونمانځل شو .


غونډه دكلام الله دڅو ايتونو په قرائت سره پيل شوه اوبيا دغونډي چلوونكي پښتوليكوال وكيل شينواري دافغان ليكوالودټولنې دهدفونوپه باب رڼا واچوله خو مخكې تر هرڅه يې دټولنې دموسس غړي خداى بخښلې سليم تايب دمړينې اودهغه روح ته ددرناوي په خاطر يوه دقيقه سكوت اعلان کړ .


بيا دټولني هدفونه اعلان شول همدارنگه له افضل ټكور نه غوښتنه وشوه چې دروانو فعاليتونو په اړوند اومالي ستونزو اولگښتونو په اړوند رپوټ وړاندې کړي ، ورپسې شاعر ديپلوم انجنير نظيف الله تكل  غونډه  پر مخ وړه .
دغونډي په سر كې دپښتو ژبې داستاد پوهاند دوكتور مجاور احمد زيار ته بلنه وركړل شوه چې خپله وينا واورې ، زيار دامير حمزه شينواري په باب اودهغه دهنري شخصيت په باب خپله وينا واوروله ،  زيار دخپلې مقالي په ترڅ كې وويل : داستاد حمزه داتيايمې كاليزې په نمانځنغونډه كې مرحوم معتمد شينواري وويل چې له حمزه دمخه شينوارو له دې شعر بل څه نه درلودل .
 چې توره تيگه توره ده سپينې له بكر وايې خو حمزه دا طلسم مات كړ  زيار دخپلې وينا په ترڅ كې دحمزه سره دخپلو خاطرو يادونه وكړه .
همدارنگه دوكتور پوهاند زيار صيب په خپله مقاله كې په بې سابقې توگه دحمزه دشعر دښكلا ييز هنر په اړوند ډيره ښه شننه وكړه .
وروسته بيا استاد اصف صميم دتيليفون په ليكه دغونډي گډون والو ته خپله وينا واوروله ،  استاد اصف وويل چې زه داستاد حمزه سره دپښتنې ټولنې دحساسو شيبو شاهد يم ، زه ستاسو گډون والو بري غواړم په خپله دوعا كې  يې دپښتنو دبدمرغي دپاى له پاره دوعا وكړه .
داستاداصف صميم نه وروسته اكبر كرگر ته وار وركړ شو ، هغه د استاد حمزه دتصوف په اړه خبرې وكړې ، هغه وويل چې حمزه بابا په داسې وخت كې راپورته كيږي چې پښتنې ټولنه يو ډول سياسي اوفرهنگي بحران  سره مخامخ ده  اواودغه دول يې  په دريو برخوو ويشله ٠ حمزه بابا ددغو شرايطو مولود دى هغه دخدايې خدمتگارو دتحريك په اړه وويل چې دا يو داسې ملي نهضت و چې داستعمار په وړاندې يې   مبارزه پيل كړى وه خو دا يوازې سياسي نه بلكې فرهنگې اودذهنونو دروښنايې له پاره مبارزه وه  ٠
خو حمزه موږ له پاره  ارزښت دى ستر فرهنگي ادبي اوپښتنې ارزښت ٠
له اكبر كر گر نه وروسته دشمشادتلويزيون مشر ريس ښاغلي فضل كريم چې دې غونډې ته را بلل شوي وو دپښتنو دفرهنگي ستونزو په اړوند خبرې وكړي ٠ هغه دشمشاد تلويزيون  په اړوند وويل : زموږ تلويزيون په پښتو خپرونې كوي  خو دا چې په پښتو خپرونې كوو موږته دالقاعده  طالب ٬ فاشست ٬ اوپاكستاني په نوم يادوي ٠ خو دوولس تلويزيونونه دايران په مرسته اولگښت چليږي ٠
موږ بايد كلتور ته بدلون وركړو ٠
 له ښاغلي فضل كريم دشمشاد تلويزيوندموسس  له وينا وروسته كامه وال دخيبر دشاعرانو په باب خبرې وكړي اودلعل زاده ناطر شينواري مصري خان خاطر اونورو په باب يې  يادونه وكړه ٠
له ښاغلي كامه وال وروسته ښاغلي شهسوار سنگروال  دحمزه بابا په اړوند چې دخوشحال خان په يوه شعر يې كښلي وه  اودوحدت الشهود اووحدت ا لوجود په اړوند دخوشال بابا اورحمان بابا تصوفي اشعار كره كړي و  خبرې وكړې ٠
دافضل ټكور له وينا وروسته عاشق غريب په اروپاكې  دگډې فرهنگې جرگه گې پيغام واوراوه ٠ بايد وويل شي چې دغه غونډې ته ناروې سويدن المان هالند اوبلجيم څخه پيغامونه رارسيدلي وو ٠
وروسته بيا طارق بزگر ددعوت دټولنې په نماينده گئ دټولني موجوده غونډه وستايله ٠
په پاى كې نورالله اتل  خپله وينا واوروله  اوديونسكو له خوا دمورنۍ ژبې باندې دزده كړې دنمانځنې په مناسبت يې  خبرې وكړې ٠
دنورالله اتل نه وروسته پنځلس دقيقې تفريح اعلان شوه 
غونډه دمشاعري اوبيا كنسرت په وړاندې كولو پاى ته ورسيده