کور / تازه خبرونه / په خوست کې چاودنې ١٢ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

په خوست کې چاودنې ١٢ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

د خوست ولايت په يعقوبيو ولسوالۍ کې د يوه چاودنې په پايله کې يو تن مړ او يوولس نور  ټپيان شويدي .
 د يعقوبيو ولسوال لطف الله بابکرخيل وويل چي چاودنه د زمبر په سيمه کې رامنځته شويده او  ټپي شوي کسان ټول ملکي وګړي دي  ده زياته کړه  چاودنه د ريموټ کنترول په واسطه رامنځ ته شويده او د ټپيانو روغتيايي حالت د انديښنې وړ ده


 د ده په وينا چاودنه دخلکو او وطن دښمانانولخوا رامنځ ته شويده
خو تر اوسه ددې پيښې پړا چا پر غاړه نده اخستي .