کور / تازه خبرونه / هلمند: د کرکيټ پسرلنی ټورنمنټ پېل شو

هلمند: د کرکيټ پسرلنی ټورنمنټ پېل شو

۲۰۰۸فبرورۍ -۲۷


په هلمند ولايت كي تيره ورځ  د كركيټ ټورنمنټ پيل سو چي پكي اته لوبډلي برخه لري او پنځه ورځي به دوام ومومي .


د ورزش چارواكي وايې دا پسرلنى ټورنمټ دى چي لوموړۍ سيالي يې بست او لمر لوبډلو تر سره كړه چي لمر بست له ماتي سره مخ كړه .


او دوهمه لوبه آريانا او اتحاد لوبډلو تر سره كړه چي آريانا په دې وتوانېدل اتحاد له ډګره وباسي .



تېره ورځ په لښكرګاه ښار كي د كركيټ يو پنځه ورځنى ټورنمټ پيل سو چي اته لوبډلي به يې په سياليو كي برخه واخلي .


د هلمند ولايت د ورزش امر غلام غوث داوري وويل چي دا پسرلنى ټورنمټ دى او لومړۍ سيالي يې د بست او لمر لوبډلو تر منځ په خورا جوش تر سره سوه . چي په پايله كي لمر يو سل او څلوېښت اوبست يو سل او دېرش رنزونه جوړ كړه چي لمر په پنځو رنزونو او شپاړسو آورنو بست له ماتي سره مخامخ كړه .


دوهمه سيالي د آريانا او اتحاد لوبډلو تر منځ  پيل سوه چي آريانا يو سل او دېرش او اتحاد سل رنزونه جوړه كړه چي په پايله كي آريانا په دېرشو رنزونو او شپاړسو آورونو اتحاد له ډګره و ايستله .


ښاغلي داوري وويل چي دغه ټورنمنټ  د نشيې توكو پر وړاندي پيل سوى دى او مشري يې  په نوموړي ولايت كي د كركيټ فدراسيون  مشر محمد طاهر آبشار پر غاړه لري .


دغه سيالۍ په كرزي سټډيم كي هره ورځ دوې دوې لوبډلي تر سره كوي چي سبا به لوموړۍ سيالي د ځلاند او النور او دوهمه به د روشن او افغان لوبډلو تر منځ تر سره سي .