کور / تازه خبرونه / د کورنيو چارو پر وزير وسله وال بريد شوى

د کورنيو چارو پر وزير وسله وال بريد شوى

د پژواک خبري اژانس د خبر له مخې دغه بريد نن سهار د کابل د سروبي په ولسوالۍ کې ترسره شوى دى.


د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند زمري بشري بريد مني خو وايي چې،د وزير پر گاډي نه د پوليسو پر رنجر موټر ترسره شوى دى.


د ښاغلي بشري د وينا له مخې د دوى کاروان په خوندي توگه لغمان ته رسيدلى او په دغه بريد کې هپچا ته هم زيان نه دى رسيدلى.


بشري پژواک ته نه دي ويلي چې،دوى د کومې موخې لپاره لغمان ته تللي.


د کابل جلال اباد لويه لاره وخت ناوخت د اسې پيښو شاهده وي په دغه سيمه کې د طالبانو سربيره ډيرى د دولت مخالف گوند حزب اسلامي کسان هم فعاله شتون لري.


تراوسه د دغه بريد مسوليت چا نه ده منلى.