د غزې په شاوخوا کښي بیا خړپړتیا خپره ده
د اسرائیلي رسنیو د یوه راپور له مخي “غزې” ته نژدې د فلسطین د جنګیالیو سره په شخړه کي لږ تر لږه ۴ عسکر زخمي سوي دي .
راپور زیاتوي چي دوه تنه زخمي عسکر د انديښمن حالت له کبله په روغتون کښي تر درملني لاندي دي، خو د پاته دوو عسکرو حالت ډېر زیات د اندېښنې وړ نه دئ بلل سوئ .
عیني شاهدان خبري آژانسونو ته د ذکر سوي شخړي حالت په بېل ډول سره بیانوي، نوموړي وايي چي د غزې سرحد ته نژدې یوه درنده چاودنه وسوه او ورپسې تقریبا ۲۰ دقیقي ډزي او ټکان اورېدل کېدل.
دیادوني وړ ده، چي د غزې د سرحد په شاوخوا کښي دغه میاشت حالاتو بیا بدلون خوړلئ او په تکراري توګه سره حملې او شخړي رامنځته سوي دي او رامنځته کیږي .