سیلابونو ۵۰ تنه وژلي او په سلګونو نور یې بې کوره کړي دي
د “جنوبي – افریقا”د حکومتي چارواکو په وینا دسیلابونو له کبله لږ تر لږه ۵۰ تنه له منځه تللي او په سلګونو نور بې کوره سوي دي . همداډول سیلابونو کورونه، بېلابېل تعمیرونه او پلونه هم وران کړي .
راپورونه زیاتوي، چي د ورانیو د ودانولو لپاره بیلیونو رېنډس (جنوبي-افریقايي پیسې) ته ضرورت سته .