کور / تازه خبرونه / *د غنمو ګدام : د كوكنارو د له منځه وړلــو كمپاين روان دئ

*د غنمو ګدام : د كوكنارو د له منځه وړلــو كمپاين روان دئ

۲۰۰۸فبروري۲۷


چارواكي وايې په هلمند كي  د كوكنارو د له منځه وړلو د كمپاين د پيلېدو را په دېخوا تر دا مهاله نژدې درې زره هكتار ځمكه د كوكنار د كښت څخه پاكه سوې ده .


د كوكنار د اړولو كمپاين د هلمند په لښكرګاه ، نادعلي ، مارجې ، ګرشك او ناوې سيموكي روان دى .



كابو يوه مياشت كيږي چي د هلمند ولايت په بيلا بيلو سيمو لكه لښكرګاه ، نادعلي ، مارجې ، ګرشك او ناوې سيموكي د كوكنار و له منځه وړلو  كمپاين روان دي .


د هلمند د پوليسو مشر وايې چي تر دا مهاله په يادو سويو سيموكي نژدې درې زره جريبه ځمكه د كوكنار له كښت څخه پاكه سوې ده .


د پوليسو مشر وايې ښايې سږكال په هلمند كي تر پخوا د كوكنارو كچه ډېره راكښته سي .



په هلمند كي د كوكنار كروندګر وايې چي دوئ ځكه سږكال هم د كوكنارو كرولو ته اړسول چي په سيمه كي يې نور كرنيز توكي بازار نه لري او نه هم  دولت ورته داسي كار كړى چي ددوئ اقتصادي ستونزي ورسره اواري سي .


* هلمند د افغانستان په سويل كي پروت ولايت دى چي د اعلى حضرت محمد ظاهر شاه په وخت كي د غنمو د ګدام په نوم يادېده او ترڅنګ يې پكي په پراخه كچه پنبه او وريجي هم كرل كېدلې خو په دې وروستيو كلونو  كي نوموړي ولايت  په نړيواله كچه تر ټولو سيمو ډېر تارياك ، هيروئين ، او چرس تولېدوي چي د خپروسويو شميرو له مخي اوس پكي تر اتيا زرو پوري پكي په نشيې توكو روږي كسان سته .