کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د پاکستان د لنډمهاله ژغورلولپاره يو وړانديز

د پاکستان د لنډمهاله ژغورلولپاره يو وړانديز


په افغانستان او سيمه کي  نومول شوي تروريستي ځواکونه او د هغو په وړاندي مبارزې او مجادلې ته راغلې بهرني پوځونه ورځ تر بلي د جګړې  ژورو ته درومي . په افغانستان او قبايلي سيمو کي د توپير پرته په زياته اندازه اولسي وګړي  په شهادت رسيږي  او کله نا کله د دواړو خوا جګړه ماران  هم و ژل کيږي . په دې ليکنه کي د دې جګړه ايز بهير د لړۍ په اړه څه نه ليکم ، يوازي غواړم دا ټکۍ ياد کړم چي نړيوال بايد د پاکستان دژغورلولپاره ځانګړي موخي وټاکي .
 د پاکستان د ژغورلو اړتيا ځکه لومړۍ ده چي  د دې  رواني  جګړې يوه خوا ( ترورستي  ډلي)  له همدې پاکستانه زور اخلي ، زڼۍ او ريښه يې هم هلته ده ، که  د دې مُضر بوټي ريښه ونه ايستل شي ، د څانګو او پاڼو له منځه وړل  يې نه يوازي دا چي ګټه نه رسوي بلکي د لا توان  ورکولو لا مل  يې هم ګرځي . د هغه مُضر بوټي په پنځولو ، وده او پراختيا کي بېلا بېل لاملونه اغيزمن وه اولا تر اوسه  يې هم  د  و دې ، ملاتړ او پايښت لپاره يو شمير  ادارې  او منابع کارنده پاتي دي .
 د دې ټکي سپيناوۍ اړين ګڼم چي په دې جګړه ايز چاپير يال کي  زيات ميشت وګړي پښتانه دي  ، خو دا بايد بلکل په ډاګه وويل شي چي ، پښتني سيمي د دې مضُر بوټي د پنځولو او ودي ورکولو لاميل نه دۍ ، بلکي د دې ناوړه  بوټي روزونکۍ  او جوړونکۍ ځواک  هغه اداري سيستم  دۍ چي د پاکستان په نوم  د دې هیواد لارښوونه کوي  . د هغوۍ  باور دا دۍ چي د پاکستان ستراتيژيکو ګټو ته د چوپړ يوازنۍ لار د همدې  بنسټپالو روزنه او په خپله ګټه د هغوکارول  دي او بس  .
څرګنده خبره دا ده چي پښتنې سيمي او په هغو کي ميشت اوسېدونکي  د يرغمل په توګه د سياسي موخو بلهاريان ګرځول کيږي . او دا هم   د يادولو ده  ، هسي چي پښتانه د دې بنسټپالو جوړونکي او روزنکي نه شو منلای ، په سيمه کي نور ميشت  اولسونه هم د هغو زيږونکي نه دي ،بلکي  هغه اداري سيستم دا بنسټ پالي  زيږولې ، روزلۍ او پاللۍ ده  چي د پاکستان په نوم  ديوه هېواد پر برخليک واکمن دۍ .
د دې لپاره چي د دې مرګوني بوختيا رښتنۍ حل تر لاسه شي ، اړينه ده چي هغه سيستم ړنګ کړل شي  چي داډول ستونزي   زيږوي   او لا وده ورکولو ته يې  ژمن دي  . د پاکستان په نوم هېواد د همدې بنسټ پالني پر ساده ، خو ډير موخيز  جوړښت  تکيه کړې ده . اوس نړيوال او د سيمي اوسېدونکي دې ته اړ دي چي د تعصب او بنسټپالني داناوړه بوټۍ ليري کړي .


دې موخي ته د رسېدلو لپاره تر پوځي او جګړه ايزو فعاليتونو زيات  سياسي  درک او د هغه  رښتينوالي ته اړتيا شته .کېدای شي د پاکستان د ژغورلوتر نوم لاندي  په سيمه کي د بنسټ پالني  د له منځه وړلو  لپاره  بيلا بيل وړانديزونه يادکړو . په دې برخه کي  يوه بيلګه يادوم  : 
په ډيره لنډه موده  کي  د پاکستان  د مرکزي دولت ټول واک او ځواک ته د پای ټکۍ ايښودل  . د څلورو صوبو لپاره د صوبو د ميشتو اولسونو په خوښه  نوۍ جوړښت  او کورنۍ خپلواکۍ ته زمينه برابره ول ،   د صوبو په د ننه کي غوره شويو ادارو ته د سياسي ، اقتصادي کلتوري او پوځي چارو دسمبالولو د ټول واک سپارل  ، او په پای کي د پخوانۍ يوګسلاويا په څير  د پاکستان برخليک  ته د رنګ او ډول ورکول ،  هغه رښتينې لار ده چي په سيمه کي  د بنسټ پالني مرکزي سيستم ماتولې شي ، همدا سيستم دۍ چي   تر اوسه يې  د پاکستان تر نوم لاندي  په سيمه کي بې ثباتيو او جګړو ته لمن وهلې ده .