کور / سپورټي / د افغان زونوكركيټ دوه ورځنۍ سيالۍ كي بست زون اتل سو

د افغان زونوكركيټ دوه ورځنۍ سيالۍ كي بست زون اتل سو

په ننګرهار كي د زونونو تر منځ دوه ورځينۍ سيالۍ پاي ته ورسېدلې او د افغان كركيټ ۵ زونونو لوبډلو څخه د بست زون لوبډله د سيالۍ اتله لوبډله سو ه.
د دې سيالۍ پاى لوبي ته د بند امير او بست زون لوبډلو لاره پيدا کړې وه چي لومړۍ لوبه د بند امير لوبډلي پېل کړه، په لومړۍ پاڼۍ كي د بست لوبډلي ته د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو ۱۲۳ منډي وکړې.
بست په لومړۍ پاڼۍ كي په توپ وهنه پېل وکړ او د بن امير لوبډلي ته يې په ۶۰ اورونو كي ۲۵۲ منډي وکړې، په دې اساس د بست لوبډلي د لومړۍ پاڼۍ ټولي نمرې خپلي کړې او ۱۶۹ منډي د بند امير لوبډلي څخه مخكي سو ه.
په لومړۍ پاڼۍ كي د بست د لوبډلي توپوهنكي حافظ خان ۱۲۳ منډې وکړې، همداراز د توپ اچوني په ډګر كي قيام خان ۴ او عزت الله خان ۳ ويکټې واخستلې.
په دويمه پاڼۍ كي د بند امير لوبډلي ۱۲۲ منډې وکړې چي په دې شکل سره د بست زوون لوبډلي ته د بند امير زوون لوبډلي د يوې پاڼۍ هدف په دوو پاڼيو كي پوره نه سو كړاى او د بست زون لوبډلي د افغان دوه ورځينۍ سيالۍ اتلولي خپله کړه.
د پايلوبي غوره لوبغاړي د بست زون لوبډلي لوبغاړي حافظ خان سو چي په لومړۍ پاڼۍ كي يې ۱۲۳ منډي جوړي کړي وې.
د زونونو ترمنځ په دې سياليو كي ، د ختيځ زون د سپين غر لوبډلي ، د مرکزي زون د بند امير لوبډلي ، د سوېل ختيځ زون د مس عينک لوبډلي ، د سوېلي زون د بست لوبډلي او د شمال زون د امو لوبډلي ، برخه اخيستې وه.
دا لومړي ځل دئ چي په افغانستان كي د كركيټ دوه ورځينۍ سيالۍ ترسره کيږي، په دې سيالۍ كي چي هر لوبغاړي ښه ځلېدلي وي د افغان كركيټ ملي اکاډمۍ لوبډلي ته به لاره پيدا کوي.
د دې سيالۍ څخه د افغان كركيټ موخه د کورني كركيټ پياوړي کېدل دي ، که چيري موږ پياوړي کورنى كركيټ ولرو نو ټولو افغان لوبډلو ته تکړه او با استعداده كركيټ لوبغاړي ورکولاي سو .