کور / علمي / د پښتو ژبې ګرامرونو ته كتنه

د پښتو ژبې ګرامرونو ته كتنه

د پښتو ژبې ګرامرونو ته كتنه
د ژبې په تعريف كې ويل شوي دي چې، د انسانانو د پوهولو او راپوهولو يوه وسيله ده، دغه وسيله له يو لړ كوچنيو او سترو توكو د منظْم او منطقي ترتيب پر بنسټ ترسره كېږي ،دغه توكي ، لكه څنګه چې تر اوسه د ژبيوهانو له خوا پېژندل شوي دي، عبارت له غږ ،مورفيم ،كليمه، عبارت ،جمله او داسې نورو څخه دي ، بياهم اړتيا پيداكېږي چې ددغو توكو د لاعلمي ترتيب ،كارونې او ښې مفاهيمې لپاره قواعد جوړ شي، انسانان له ډېرې پخوا زمانې په دې هڅه كې دى چې د ژبې د ساختمان د پياوړتيا او ترتيب لپاره قواعد رامنځ ته كړي او تر يوې اندازې يې يو لړ اصول وضعه كړي هم دي ،چې د ژبې دګرامر په نوم پېژندل كېږي . د لومړي ځل لپاره د يونان نامتو فليسوف اپلاتون ۴۲۷- ۳۴۷ ق . م . پيړۍ كې د ژبپوهنې بنسټ رامنځته كړاو د ژبې د حقيقت په باب يې څيړنې وكړې له هغه وروسته ارسطو هم پخپل وار پر ژبه څيړنې كړى او نظر يې وركړى چې ژبه يو ټولنيزه، نه فطري پديده ده . ارسطو لومړنۍ سړى ده، چې الفاظ يې په دريو ډلو( اسم ، فعل، حرف) باندې ويشلي دي . دغه ډلبندې په ترتيب سره رومي ، بيا عربې اوورپسې پښتو او درې ژبوته ننوته .
دانيوس، تراكس Dionysius Thorax په ۲ق. م. پيړۍ په اروپا كې دوديزګرامر وليكه او بيا په ۴ق.م. پيړى كې په لاتيني ژبه كې د دوناتوس Conatus ګرامرد يادولو وړده او هغۀ كليمه په اتو برخو (اسم ،فعل، فعلي صفت، ارتيكل ، ضمير، حرف اضافه، قيد او ربط) سره ويشلې ده . د دوناتوس د ګرامر پربنسټ د ګرامر ليكنې پوهه اروپا ته لاره وموندله او له هغه وروسته په سانسكريت د پانيني ګرامر د مقايسوي ژبپوهنې Comparative linguistics لاره پرانستله . ګرامر د ژبپوهنې هغه برخه ده، چې پر بنسټ يې د يوې ژبې صرفي او نحوي جوړښت ،ساختمان ، ديوې ژبې د لغاتو بدلون ، تاريخ او نور بېلابېل څرنګوالى ترڅېړنې لاندې نيول كيږي ، دغه ګرامرونه بيا د خپلې موضوع له مخې په څانګو وېشل شوي ،چې عبارت له دوديزو ،پرتليزو ،تاريخي، او تشريحي ګرامرونو څخه دي ، مرحوم پوهاند صديق الله رښتين بيا له دغوڅانګو څخه د دوديز ګرامرڅانګه اېستلې او په دريو نورو څانګو : تشريحي ، ، تاريخي او پرتليز باندې يې وېشلې ده، لكه پورته چې وويل شول ، غږ، مورفيم، كليمه، عبارتونه، او جملې ديوې ژبې ساختماني نظام جوړوي ، نو د يوې ژبې مطالعه په لاندې پنځوڅانگو سره وېشل شوې ده:
۱:فونولوژي
۲: مورفولوژي
۳: سنټكس
۴:مورفو فونيمكس
۵: سيمانټكس يا د ژبې د معنوي برخې مطالعه .
كورنيو ، او بهرنيو پښتو څېړونكو څوپېړۍ وړاندې ، دپښتو ژبې د مطالعې د اصولو او قواعدو د رامنځ ته كېدا لپاره هڅې پيل كړي دي او هر يوه يې په خپل، خپل وخت كې د پښتو ژبې په بېلابېلو برخو كې قواعد او اصول وضع كړي ،چې هر يو يې پخپل وخت او اوسمهال کې د ارزښت وړ وو او دي ، د دغو ګرامري قواعدو ډېره كۍ برخه د پښتو ژبې پر صرف او نحوه ليكل شوې ،خو د غږ پوهنې په برخه كې يې د پام وړ كار نه دى شوى ، په ټوليز ډول پښتو ګرامرونه د دريو مېتودونو له مخې ليكل شوي .
۱: د عربي پوهانو د مېتودونو پربنا ګرامر ليكنه :
د اسلام د سپېڅلي دين له خپرېدا سره سم د اسلامي فرهنګ او څېړنو لړۍ چټك پر مختګ پيل كړ، دغه لړۍ په ځانګړي ډول په هغو هېوادونو كې د پام وړ ده ،چې په اسلام مشرف شوي وو. په افغانستان كې پوهانو د اسلام له راتګ سره سم ، په داسې حال كې چې د فتواوو او نورو علومو زده كړې په عربي ژبې كېدلې،د پښتو ژبې ګرامر ليكنه هم د عربي ژبې د مېتود ليكنې تر سيوري لاندې وه، اودعربي ژبې د صرف او نحوې كتابونه يې د ګرامر ليكنې بنسټ ګرځولى وو، دا په داسې حال كې ده ،چې عربي ژبه بېل قواعد لري، هغه ځكه چې عربي د سامي فرضي ژبو او پښتو د هندو اروپايي ژبو له كورنۍ څخه ګڼل شوې ده .
۲:د غربي پوهانو د مېتود پربنسټ ليكنه:
پردغه مېتود د پښتو ژبې ګرامر ليكنه په معاصره دوروه كې پيل شوې او دا هغه مهال و، كله چې پښتو څېړونكي د غربي تمدن او فرهنګ سره اشنا شول نو په پښتو ګرامر ليكنه كې هم غربي مېتود ځاى وموند.
۳: د ژبپوهنې د اساساتو پربناء ګرامرليكنه:
دغه قواعد د اوسمهاله ژبپوهنې د نويو نظرياتو او كشفياتو پر بنا د شلمې پېړۍ له پيل څخه وروسته راغلي او تر دم ګړۍ يې څه ناڅه دوام موندلى دى . د دغې دورې پلويان عقيده لري چې هره ژبه ځان ته اوصول او قواعد لري او بايد د هغوى پر بنسټ مطالعه او تشرېح شي.
ويلى شو چې د پښتو ژبې د ګرامر ليكنې له پاره پورتني لومړني دوه مېتودونه دوديزه بڼه لري، د عربي او غربي ژبو د ګرامر ليكنې چوكات د پښتو لپاره يو تقليد او دود و. خو درېيم ډول يې علمي يا اساسي لاره ده ،دا هم بايد له ياده ونه باسو چې پرتليزه ګرامرليكنه هم شتون لري، دغه ګرامر ليكنه له مېلاده څلور پېړۍ وړاندې په سانسكرېت ژبه كې د پاڼېني ګرامر و، دغه كتاب كله چې سر ويليم جونز ته په لا س ورغى نو نظر يې وركړ، چې دغه ګرامر د اوستا ،هندي او نورو اريايي ژبو سره اړيكې لري . ځينې پوهان د مقايسوي ګرامر ليكنې بنسټ اېښودونكې سر ويليم جونز يادوي. د ژبو د پرتليز ګرامر سره د هغوى تاريخي څېړنه هم پيل شوه د تاريخي مطالعې په پايله كې د ژبو درې ګونې ( كلاسيك، منځنى او اوسنى) دورې تشخيص شوې. د ژبې مطالعه د شلمې پېړۍ په پيل كې يو نوي پړاو ته ورداخله شوه.هغه داچې ژبې د تاريخي او مقايسوي پلوه وڅېړل شوې د دوو دورو تر منځ د يوې ژبې د بېلابېلو بدلونونو څېړنه د تاريخي ژبپوهنې په نوم ياده شوه او په يوه ټاكلې دوره كې د ژبې د اصولو څېړنه د تشريحي ژبپوهنې په نوم ونومول شوه نو ګرامر د تشريحي ژبپوهنې يو څانگه ده.
پښتو پوهانو د پښتو ژبې په اړه د اتلسمې پېړۍ په نيمايي كې په ګرامر ليكنه پيل كړى او د دې تر څنګ له پښتو پوهانو پرته بهرني پوهانولكه : روسانو،انګريزانو،جرمنيانو،ناروېږانو،چكيانو،امريكايانو،فرانسويانو او نورو) د پښتو ژبې له پاره ډېر كار كړى دى؛ پښتو ګرامرونه يې ليكلي او د همدغې ژبې په بېلابېلو برخو يې د ارزښت وړ څېړنې كړې دي . موږ لومړى د هغو افغاني ليكوالو د ګرامرونو لنډه يادونه كوو چې، د پښتو ژبې له پاره يې اصول او قواعد جوړ كړي دي .موږ دا نه وايوو چې د چا ګرامر د كوم مېتود له مخې ليكل شوى دى ؟او يا يې د پښتو پښويې د كومې برخې اصول وضع كړي دي؟ يوازې د ګرامر د نوم ، مهال ، او ليكوال د نوم په اخيستلو بسنه كوو، او ترهغه وروسته د بهرني پښتو څېړونكو له ګرامرونوڅخه په ورته ډول يادونه كوو.
پښتو پوهانو له خوا د پښتو ليكل شوي ګرامرونه :
۱- معرفة الافغانې: دغه كتاب د آتلسمې پيړۍ په نيمايي يعنې په ۱۱۹۵ ه.ق . كال كې په لاهور او په ۱۳۵۶ ل.ل. كال په كابل كې چاپ شوئ. دغه كتاب دوه برخې لري چې يوه د پښتو ګرامر او بله يې د پښتو ژبې د ساده او تركيبي لغتونو په اړه ده.
۲- رياض المحبت : دغه كتاب په ۱۸۰۶ ز. كال په هند كې د نواب محبت خان بړېڅ له خوا ليكل شوى او درې برخې لري، لومړۍ برخه يې د پښتو لغتونو ،دويمه يې پښتو قواعد دي او درېيمه يې د تاريخى اصولو بيان ده . يوه قلمي نسخه يي په ليننګراد او بله يي په لندن كې شتون لري .
۳- د پښتو ژپې يو وړوكي ګرامر د نواب انشاءاله خان له خوا په هند كې ليكل شوى نواب انشاء اله خان ۱۲۲۳ ل.س.كالو په شااو خوا كې ژوند درلود.
۴- تحفة الامير: دغه كتاب په ۱۲۸۰ ل. او ۱۲۷۹ل. كال كې د نورمحمد افغان قندهاري لخواپه پارسي ژبه ليكل شوى ، د بحث موضوع يې د پښتو ژبې صرف او نحوه ده. او د پښتو ژبې د آوازونو په اړه د پام وړ څه نه لري. د دغه كتاب يوه نسخه په پښتو ټولنه كې ده .
۵- ګلدسته معاني : دغه كتاب د ميرمحسن قندهاري له خوا ليكل شوې ده. كه څه هم د بحث موضوع يې د افغانانو د نسب په اړه معلومات دي خو د پښتو ژبې د الفباء په اړه هم څرګندونې لري. د دغه كتاب د ليكلو نېټه نه ده معلومه خو ويل كيږي چې د امير شيرعلي خان په وخت كې ليكل شوى دئ .
۶- وافيه : يو كوچنى ګرامر دې ،چې په اردو ژبه د مير احمد شاه رضواني له خوا ليكل شوى او په ۱۳۵۴ ل.س. كال په لاهور كې چاپ شوى دى ، يوه نسخه يي د پخواني شوروي د تاجكستان د علومو اكاډمۍ په كتابتون كې خوندي ده .
۷- پښتوصرف او نحوه : دغه كتاب د پښتو ژبې يو ګرامر دى، چې په ۱۲۸۰ل.س.كال كې د مولوي نورمحمد افغان له خوا په فارسي ژبه ليكل شوى او قلمي نسخه يې په پښتو ټولنه كې ده.
۸- اتاليق پښتو:دا درسي كتاب په ۱۳۱۶ل.س. كال كې د مولوي محمد اسماعيل له خوا ليكل شوى ده او په ۱۸۹۶ز. كال كې په پنجاب كې خپور شوى، په دې اثر كې د اسمونو ، فعلونو او نورو معمولي محاورو استعمال راغلى ، د دغه اثر يوه نسخه د پخواني شوروي تاجكستان د علومواكاډمۍ په كتابتون كې خوندي ده .
۹- پښتو پښويه : دغه اثر د پښتو مركې له خوا په پارسي ژبه ليكل شوى او په ۱۳۴۲ ل.س. كال په كابل كې چاپ شوى دى ، په دغه كتاب كې د پښتو ژبې د صرف اونحوې برخې موجودې دي.
۱۱- خود اموز پښتو: يو كوچنى درسي ګرامر دى ،چې په ۱۳۱۳ ل.ل. كال كې د پښتو ټولنې له خوا چاپ شوى دى.
۱۲: معلم پښتو : دغه كتاب په كندهار كې د پښتو د تاليف د مجلس له خوا په پارسي ژبه ليكل شوى او ۱۳۱۴ ل.ل. كال كې چاپ شوى.
۱۳: پښتو ښوونكى : دغه كتاب محمدعثمان باركزي ليكلى او په ۱۳۱۶ ل. ل. كې د پاكستان په لاهور كې چاپ شوى دى.
۱۴-د پښتو ژبې لياره : دغه كتاب هم د صالح محمد خان له خوا ليكل شوى ،چې په ۱۳۱۶ل.ل. كال كې په كندهار كې چاپ شوى او مولف يې مولوي صالح محمد كندهارى دى.
۱۵- عجايب الغات : دغه اثر په ۱۸۱۳ز.كال كې د الله يارخان لخوا ليكل شوى .
۱۶- همدارنګه په پښتو ژبه كې د ( كتاب خيالات زمان درلغت و زبان افغاني ) په نوم هم د پښتو ژبې يو څيړنيز اثرلرو، چې د ليكوال او د ليکنې نيټې په اړه يې څه نه دي ليكل شوي .
۱۷- ګنجينه افغاني : د قاضي رحيم الله پيښوري لخوا په پارسي ژبه ليكل شوى او په ۱۹۳۸ ز. يا ۱۳۵۸ ل.س. كې په لاهوركې چاپ شوى. همدارنګه قاضي رحيم الله يو بل پښتو ګرامر په ۱۹۶۶ ز. كې په پيښوركې ليكلى دى.
۱۸- قواعد پښتو: دغه كتاب په ۱۳۱۸ ل.ل. كال كې د پښتو ټولنې لخوا په كابل كې چاپ شوى او ليكوال يې محمد اعظم ايازي دئ.
۱۹- د پښتو شپږمه كيلي :دغه كتاب د مرحوم پوهاند صديق الله رښتين له خوا تاليف او په ۱۳۱۸ ل.ل. كال په كابل كې چاپ شوي .په پښتو ګرامر ليكنه كې د استاد رښتين دا يوازينى ګرامر نه دى، بلكې تر دې وروسته يې هم د پښتو ژبې قواعد په بيلا بيلو څيړنو شاربلي ،هماغه مهال د پښتو ژبې ډېر څيړونکي د عصري او لوړو تحصيلاتو خاوندان نه و نو د دۀ اثار د لومړي ځل له پاره د پښتو ژبې له پاره علمي منځپانګه ګڼلى شو.
۲۰_ دپښتو لومړى ښوونكى : دغه كتاب يو تطبيقي درسي ګرامر دى،چې د پوهاند صديق الله رښتين له خوا ليكل شوى او په ۱۳۲۶لمريز كال په كابل كې چاپ شوى دى.
۲۱_ پښتوګرامر لومړى جز: دغه ګرامر هم پوهاند صديق الله رښتين په پارسي ژبه ليكلى او په ۱۳۲۷ لمريز كال د پښتو ټولنې له خوا چاپ شوى او په دويم ځل د يونيورسټي بك ايجنسي له خوا په ۱۳۷۶ لمريز كال چاپ شوى دى.
درښتين صاحب دغه ګرامر د پښتو ژبې په څلورو (غږ پېژندنې،صرف،نحوه،او املا) كښل شوى دى.
۲۲_دپښتوصرف او نحوه: دغه كتاب په پښتو ژبه د پښتوګرامر دى. ليكوا ل يې محمد عظيم خيال دى او په پېښور كې چاپ شوى دى. د ليكنې او د چاپ د نېټې په اړه يې معلومات نشته.
۲۳- پښتوقاعدې :دا د پښتو ګرامر دى .په اردو ژبه حافظ محمدادريس او عبدلحليم ليكلئ او په پېښور كې چاپ شوئ .
۲۴- د پښتو قاعدې په نوم يو بل كوچنى پښتو ګرامر هم لرو ،چې د سيد راحت زاخيلي ليكلى او په ۱۹۵۴ ز.كې په پېښور كې چاپ شوئ.
۲۵- پښتو قواعد : دا هم په پېښور كې ليكل شوئ او چاپ شوئ ،ليكوال يې مرحوم سيد تقويم الحق كاكا خېل دئ.
۲۶- د پښتو ژبې لنډ ګرامر : د دغه ګرامر مولف فضل محمد كندهارى دئ او په ۱۳۲۴ل.ل. كال په كندهار كې چاپ شوئ.
۲۷- ژبښودنه : دغه كتاب هم پوهاند صديق الله رېښتين په ۱۳۴۱ ل.ل. ليكلئ او د ۱۳۴۷،۱۳۴۲،۱۳۴۱،ل.ل.. كلونو تر څنګ په روانه لسيزه كې د دوه ځلې چاپ په ګډون شپږ ځلې چاپ شوى دئ. دغه كتاب ښونيزه بڼه لري او دصرفي قواعدو سربيره د املا او رسم الخط په اړه هم درسي مواد لري .
۲۸- د پښتو مصدرونو لارښود: يو كوچنى پښتو ګرامر دى، پوهاند صديق الله رېښتين ليكلى او په ۱۳۴۳ل.ل.كې چاپ شوى.
۲۹- دغه كتاب مولوي شېرګل ليكلى،چاپ شوي نه دئ ،قلمي نسخه يې په پښتو ټولنه ( په اوسنۍ عولومو اكاډمۍ) كې خوندي ده .
۳۰- امد نامه : د پښتو ژبې يو كوچنى ګرامري كتاب دئ،چې يوازې د پښتو ژبې مصدرونه او فعلونه يې څېړلي ،يوه قلمي نسخه يې، چې ۱۰۸مخه لري،د لندن د برټش په موزيم كې ساتل شوې او د هندوستان د رامپور په ښار كې د ۱۹ پېړۍ په پيل كې ليكل شوې ده .
۳۱- پښتو ګرامر: دا د هربرت پنزل د پښتو ګرامر پښتو ژباړه ده . دا په پښتو ژبه كې لومړنٰى علمي اثر دٰ چې د پښتو ژبې اوازونه يې د معاصرې ژبپوهنې د علمي اصولو او مېتودونو پر بنسټ څېړلي ،دا كتاب پوهنيار محمد رحيم الهام په پښتو ژبه ژباړلٰى دى .ويلى شو چې د دغه ګرامر په پښتو كېدنې سره پښتو ژبې ته نوې ژبپوهنه ننوتلې ده .
۳۲- اتاليق پښتو(پښتو كونكى): دغه كتاب هم د غونډولو(جملو) او لغتونو د څېړنې په اړه مولوي محمد اسماعيل په ۱۹۶۹ز.كال كې ليكلى .
۳۳- پښتو ګرامر: دغه كتاب د ډاكټرې زرغونې زيور له خوا ليكل شوى او په ۱۳۶۰ل.ل.كې د كابل پوهنتون له خوا چاپ شوى .
۳۴- د پښتو نوى مصدر: دا د پښتو ژبې د ګرامر يو څېړنيز اثر دى،چې د عبد الرزاق پالوال له خوا ليكل شوى او په ۱۳۵۰ل.ل. كال په كابل كې چاپ شوى.
۳۵- نوې ژبپوهنه او ژبني مساېل: دغه ګرامر پوهاند حبيب الله تږي ليكلى او په ۱۳۴۴ل.ل. كال په كابل كې د پښتو ټولنې له خوا چاپ شوئ.
۳۶-ژبنۍ څېړنې: دا د پوهندوى نور احمد شاكر له خوا ليكل شوى،چې يوه برخه يې په ۱۳۵ ل.ل. كال كې د وږمې مجلې له خوا خپره شوې .
۳۷- معياري پښتو: دا هم د عبدالرزاق پالوال ليكل شوى ګرامردى،چې په ۱۳۸۴ل.ل. كال د پېښور په يونايټېډ پريس كې چاپ شوى.
۳۸- وييپوهنه::داد پوهاند مجاور احمد زيار پښتوګرامر دى او د پښتو ژبې د علمي ژبپوهنې د مېتود پربنسټ يې، د پښتو ژبې د ويونو بېلابېلې خواوې څېړلې دي. دغه کتاب په لومړي ځل په ١٣٦٠ لمريز کال په کابل کې د لوړو زده کړو په چاپخونه کې چاپ شوى دى .
۳۹_پښتو ليکلار ښود : دغه کتابښود هم د پښتو ژبې د مورفولوژي د څانګې، غني معلومات لري چې، په ١٣٦٠او ١٣٨٦ لمريزکالو کې دوه ځلې چاپ شوى دى. ليکوال يې پوهاند مجاوراحمد زيار دى .
۴۰_پښتو پښويه: دغه ګرامر تر اوسه د پښتو ژبې يو پياوړى ګرامردى چې هم د پښتو ژبې د فونولوژي او هم مورفولوژ ي څخه بحث کوي . دغه کتاب په لومړي ځل په ١٣٦٢ لمريزکال كې په كابل چاپ شوى او په روانه لسيزه کې دوه ځله بيا هم چاپ شوى دى او د پوهنتون ډېر زده کونکي له همدغه کتاب څخه ګټه اخلي.
٤١_پښتو نحوه : دغه کتاب د پښتو ژبې يو نوى علمي ګرامر دى ،چې د پښتو ژبې د نحوې او جملې پېژندنې په بېلابېلو برخو بحث لري . دغه کتاب په ١٣٨٢ لمريز کال کې په پېښور کې چا پ شوى دى او ليکواله يې اغلې ډاکټره پوهندوى زرغونه رښتين زېورده . د يادونې وړ ده چې د پښتو ژبې د نحوې په برخه کې تر دم ګړۍ دا يو بشپړ ښوونيز اثر ګڼل كيږي .
٤٢_پښتو مورفولوژي او فونولوژي: لکه څنګه چې يې له نوم څخه څرګندېږي دا هم د پښتو ژبې يو علمي ګرامري اثر دى ،چې ليکوال يې پوهنوال محمد صابر خويشکى دى .دغه کتاب د لومړي ځل لپاره په ١٣٨٠ لمريز کال کې په پېښور کې چاپ شوى دى او بيا په ١٣٨٦ او ١٣٨٧ لمريز کالو کې په کابل کې دصميم ادبي ټولنې له خوا درې ځله چاپ شوى دى .
٤٢_دپښتو ژبې فونولوژي: دغه کتاب درې فصله لري او د ښاغلي ډاکټر سرمحقق عبدالحکيم هلالي اثر دى او په ١٣٧٠ لمريز کال کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ له خوا چاپ شوى دى .دغه اثر تر دم ګړۍ يوازينى کتاب دى چې د پښتو ژبې د فونولوژى برخه پکې په علمي ډول په ډېره ښه توګه څېړل شوې ده.
٤٤_جامع القواعد د پښتو: مولف يې عبدالکريم بريالى دى او په بلوچستان کې د کوټې د پښتو اکاډمۍ له خوا چاپ شوى دى .
٤٥_سوچه پښتو يوه جايزه: دا په ١٩٨٨ زېږديز کال په بلوچستان کې د پښتو اکاډمۍ له خوا چاپ شوى دى او د ډاکټر خدايداد له خوا ليکل شوى دى .
٤٦_د پښتو مفصله صرف او نحوه: دا غلام جيلاني خان جلالي ليکلى په پښتو ټولنه کې دى او تر اوسه پورې چاپ شوى نه دى .
۴۷- د پښتو ژبې مورفولژي ( ګړپوهنه ):دا د پښتو ژبې يو ګرامر دى ،چې درې برخې لري ،جانداد الكوزي ليكلى او په ۱۳۸۵ل.ل. كال د پټان ادبي ټولنې لغمان له خوا چاپ شوئ.

ديادونې وړ ده چې له دې پرته ښايي د پښتو ژبې په اړه نور ګرامرونه او مقالې هم کښل شوي وي خو زه يې په پيدا کولو بريالى نه شوم.
د بهرنيو پوهانو له خوا ليکل شوي پښتو ګرامرونه:
١_کلاپ ورټ په نوم يو بهرني، د پښتو ژبې يو ګرامر ليکلى ، دغه اثر په ١٨١٠ زېږديز کال کې چاپ شوى دى. استاد صديق الله رښتين کلاپ ورټ المانى راپېژني خو ډاکټره زرغونه زيور يې روسى بولي .
٢_په ١٨٢٣ زېږديز کال په برلين کې (ا،اورسمين) يو پښتو ګرامر چاپ کړى. دغه اثر د پښتوژبې د نومونو ،عددونو،ضميرونو او فعلونو نوملړ لري چې پارسي ،تاتاري ، جرمني او روسي ژبوته هم ژباړل شوى دى.
٣_ په ١٨٣٩ زېږديز کال د مېجر.ر.ليچ د پښتوژبې د ګرامر په برخه کې يوه وړه رساله ليکلې ده.
٤_د ١٨٤٢_١٨٤٥ز. کلونو په موده کې پروفيسور ډورن د پښتو ژبې ګرامر ليکلى او په کلکته کې چاپ شوى دى . د ختيځ پوهانو په ډله کې لومړنى سړى دى ،چې د پښتو ژبې د علمي مطالعې له پاره يې هلې ځلې کړې دي . د پروفيسور ډورن له مړينې د اکتوبر تر انقلاب پورې په روسيه کې د پښتو ژبې څېړنه درېدلې وه.
٥_ د پښتو ګرامر يو کوچنى کتاب ذى چې په ١٨٥٤ په کلکته کې چاپ شوى او د واګن له خوا ليکل شوى دى .
٦_ د پښتوژبې ګرامر يا د افغانانو ژبه: دغه ګرامر د انګرېز جارج ميجر راورټي له خوا ليکل شوى اودوه ځله چاپ شوى دى. لومړى ځل په ١٨٥٥ زېږدي کال په کلکته کې او دويم ځل په ١٩٦٠ زېږدي کال په لندن کې چاپ شوى دى . د دغه کتاب عمده برخه د پښتو ژبې د صرف برخه ده.
٧_ ډاکټر ايرنست ټرومپ (Dr. Ernest trump) د راورټي له ګرامر ١٢ کاله وروسته د (پختو، پښتو ګرامر ، pukhtu, Pashto grammar تر سرليک لاندې ګرامر ليکل شوى دى. دغه ګرامر يوه انګرېز( هنري والټر بېليوH.W.Bellew) ليکلى، لومړى ځل په ١٨٦٧ زېږدي کال په لندن کې او بيا په ١٩٠١ زېږديز کال دهغه وخت د هند د لاهور په ښارکې چاپ شوى دى. دغه کتاب په ١٣١٨ لمريز کال د پښتو ټولنې ( اوسنۍ علومو اکاډمۍ ) له خوا په پښتو ژباړل شوى دى خو لاتر اوسه پورې چاپ شوى نه دى.
۱۸-(Grammar of the Pashto of the language of the Afghanistan) دغه کتاب د جرمني ختيځ پوه ډاکټر ايرنست ټرومپ Dr. Ernest trump له خوا په جرمني ژبه ليکل شوى دى. دغه کتاب په ١٨٧٣ زېږديز کال په لندن کې چاپ شوى دى ،کوم پښتو ګرامرونه چې خارجي پښتو څېړونکو له خوا ليکل شوى د ټرومپ ګرامر يوازينى اثر دى، چې د پښتو ژبې کانسونېنټونه يې د ژبپوهنېزو اوصولو په رڼاکې د فزيولوجيکي خصوصياتو له پلوه پر بېلو، بېلو ګروپونو ويشلي اوهم يې د پښتوژبې اوازونه د همدغو ځانګړتياوو پر بنست په يوه جدول کې بېل ،بېل کړي دي ،که څه هم دريو انګرېزو پښتو پوهانو (کوکس،لاريمر، راس کېپل) د ټرومپ تر ګرامر وروسته ګرامرونه ليکلي خو هغو‌ى د ټرومپ تر کچې د پښتو ژبې فونيمونه(غږونه) نه دي څېړلي .
٩_ سي ،اى بېدولف ( C I bedolf) د پښتو ژبې په اړه يو کوچنى ګرامر ليکلى دى ، ګولډن شټېټ لومړنى جرمني ختيځ پوه دى، چې د پښتو ژبې په باب يې څېړنې پيل کړې دي . د معاصر روسي ختيځ پوهـ( برتلس) په قول د پښتو ژبې په اړه يو اثر ليکلى دى. په دغه اثر کې د ګرامر او لغتونو نوملړ موجود دى . دغه کتاب په ١٧٩١ زېږدي کال په سن پيترز بورګ(ليننګراد) کې چاپ شوى دى او داسې معلومېږي چې تر دم ګړۍ هغه د (برټش لرغونتون) په کتابتون کې ساتل شوى وسى.
١١_ د روس کېپل او قاضي عبدالغني خان له خوا په ګډه يو پښتو ګرامر ليکل شوى ، چې د چاپ په اړه يې درې بېلابېلې سنې ليکل شوې دي ، پوهاند رښتين يې د چاپ کال ١٩١٠ زېږديز ښودلى او ډاكټرې زرغونې زيور يې ١٩٠١ زېږدي کال او ډاکټر هلالي بيا وايي چې نوموړى کتاب په ١٩٢٢ زېږديز کال په لندن کې چاپ شوى دى ، ښايي دا کتاب تر پنځو ځلو پورې چاپ شوى وي او پورتيى هره کال يې يو، يو ځل ښودل شوى ده.
١٢_ فرانسوي ختيځ پوه جيمز ډارمسټټر په ١٨٨٨ زېږديز کال د ايتمولوژي( افغانانوژبه) تر نوم لاندې يو علمي او ګرامري اثر ليکلى دى او په پاريس کې چاپ شوى دى .
١٣_ د پښتو ژبې د فلالوژي په برخه کې يوه رساله ده دا الماني ختيځ پوه کايګر ليکلى. دغه رساله په ١٨٩٣ زېږدي کال ليکل شوى دى د چاپ او يا نه چاپ په اړه يې معلومات نشته، دۀ په دې رساله کې د پښتو،سانسکرېټ،او اوستا پخواني او اوسني پاړسي لغتونه سره پرتله کړي د ي.
١٤_د پښتو ژبې لنډ ګرامر: د بېدولف له خوا په ١٨٩٠ زېږديز کال په لندن کې خپورشوى دى .
١٥_ لاريمر انګرېز (lorimer) پښتوګرامر چې د شلمې پېړۍ په اوايلو کې خپورشوى. په دغه ګرامر کې لومړى د پښتو فونولوژي باندې شرحه راغلې او د پښتوژبې واولونه يې (٧) ښودلي دي. دغه کتاب په لومړي ځل په ١٩٠٢ کې په لندن کې چاپ شوى له دې پرته د وزيرو د لهجو په اړه پکې بحث شوى دى. دغه ګرامر دويم ځل په ١٩١٦ ز. کال د لندن د اکسفورډ په ښار کې چاپ شوى دى.
١٦_ پښتو ترجمان: دا د پښتوګرامر دى. ٣٨ کوچني مخونه لري (.ا . پفيمف) روسي ليکلى او په ١٩٠٧ زېږدي کال په تاشکند کې چاپ شوى دى. له يوه زيات فصلونه لري . وروستى فصل يې پښتو نومونه او فعلونه دي.
١٧_ د پښتوژبې لنډقاموس او ګرامر : دغه کتاب هم (ا. پفيمف ) له خوا ليکل شوى ٢٧ مخونه لري، لومړنى ٢٢ مخه يې قاموس او وروستي پنځه مخونه يې د پښتو ژبې ګرامر په اړه دي . دغه کتاب لومړى ځل په ١٩٠٨ ز. کال په تاشکند او بيا په ١٩٥٥ ز. کال په ماسکو کې چاپ شوى دى .
١٨_ په ١٩٠٨زېږدي کال په تاشکند کې د پښتو ژبې ګرامر او لغتونو په باره کې يوه کوچنۍ رساله ده، په روسي ژبه خپره شوې چې ليکوال يې روسى( تومانويچ) دى.
١٩_ د پښتو ژبې د ګرامر يادښت : دغه ګرامر د انګرېز( اې. ډي. ميجرکوکس) له خوا ليکل شوى او په ١٩١١ ز. کال په لندن کې خپور شوى دى .
٢٠_ د (ډي ،ايل، ار، لار يمر) له خوا يوبل پښتو ګرامر د( پښتو نحوې )تر نوم لاندې ليکلى او په ز.١٩١٥ کې د انګلستان له اکسفورډ څخه خپور شوى ، دغه کتاب ٣٧٧ مخه لري او په پاى کې يې د پښتو لغتونو په انګرېزي ژباړل شوي ، د لاريمر نحوه په ١٣١٩ لمريز کال د پښتو ټولنې له خوا په پښتو شوې ده.
٢١_ ناروېژي جورج مارګنسټرن (George Morgenstern) د هندو ارياني سرحدي ژبې (Indo – Iranian frontier language) په نوم يو کتاب، چې پراچي، اورمړي ، پاميري اونورستاني ) ژبو بېلابېلې خواوې پکې څېړل شوې، ليکلى ، دغه کتاب د پښتو ژبې د ايتمولوژي په باب يو ښه علمي اثر دى . دغه کتاب په ١٩٢٧ ز. کال د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې چاپ شوى دى.
٢٢_ اى ،اې بيرټلس د روسي ختيځ پوه له خوا په ١٩٣٥ زېږدي کال د پښتو ژبې د کندهارۍ لهجې تر سرليک لاندې يوه رساله ليکلې او په ليننګراد کې خپره شوې ، نوموړې رساله په ١٣٥٦ لمريزکال په پښتو ژباړل شوې ده. همدارنګه برتلس په ١٩٣٦ ز. کال او ١٩٥٠ ز. کالونو کې دوه نور ې مقالې په ترتيب سره د ( پښتو ژبې ترکيب اوساختمان او د پښتو ژبې فونيمپوهنه ) تر سرليک لاندې ليکلې چې دويمه مقاله يې د ( پ ، ب زودوين پښتو روسي قاموس) په وروستۍ برخه کې په ماسکو کې چاپ شوې ده.
٢٣_ د پښتو ژبې لنډ ګرامر : دغه اثر د روسي ختيزپوه اسلانوف لنډ درسي ګرامر دي چې په ١٩٣٦ ز. کال په ماسکو کې چاپ شوى دى ، اسلانوف دوه نور ګرامرونه هم ليکلي. لومړى يې د (د پښتوژبې د اصواتو ترکيب) چې په ١٩٥٠ ز. کال په ماسکوکې خپور شوى دى او بل يې د پښتو ژبې معاصر ګرامر دى .
٢٤_ (د ک . ا. ليبديف) درې ټوکيز پښتو ګرامر ليکلى ،چې هر يويې په ترتيب سره په ١٩٤٥ ، ١٩٥٦ ، او ١٩٧٠ز. کالونو کې چاپ شوى دى.
٢٥- (پښتو ژبه) تر دغه عنوان لاندې ګرامر روسي پوهـ (ن. ا . دوريانکوف) ليکلى او په۱۹۱۰ز. کې په ماسکو کې چاپ شوى دى، په دغۀ کتاب کې لومړى د پښتو ژبې په فونولوژي، بيا په مورفو لوژي اونحوه خبرې شوې دي او د پښتو ژبې ډيفټانګونه يې اووه ښودلي.
٢٦_ دوکتورا.م. ارانسکي د پښتو ژبې د ګرامر په نامه يوه وړه رساله ليکلې چې د چاپ کال يې نه دى څرګند .دغه رساله د فعل د شکلونو د تکرار په اړه يوه علمي رساله ګڼل کېږي .
٢٧_ د پښتو ژبې لنډ ګرامريا دپښتو ژبې د ګرامر ځينې اساسات : دغه ستره مقاله د روسي ختيځ پوه د.ا ښفميف د پ .ب زودين روسي پښتو قاموس په پاى کې ليکل شوى ده او په ١٩٥٥زېږدي کال په ماسکو کې چاپ شوې . دغه ګرامر د پښتوژبې په فونيمپوهنه، مورفولوژي او نحوه باندې ليکل شوى دى ، شافيف هم د پښتو ژبې ډيفټانګونه اووه ښودلي دي.
٢٨_ د افغانستان د کندهارۍ لهجې تشريحي څېړنه: (A descriptive study of the dialect of kandahar) دغه ګرامر د امريکايي پښتو پوهـ هر برت پنزل (H. Penzal) له خوا په افغانستان کې ليکل شوى دى او په ١٩٥٥ ز. کال په واشنګټن کې په انګرېزي ژبه خپور شوى . دغه کتاب د پوهاند محمد رحيم الهام له خوا پر پښتو ژباړل شوى دى، په دغه اثر کې د کندهارۍ لهجې ،فونيمکې ،ګرامري ، برخې څېړل شوې د ي او د ننګرهارۍ اوکندهارۍ لهجې تر منځ يې ځينې توپيرونه په ګوته کړي دي.
٢٩_ ډاکټر برژي بيچکا چکوسلواکي ختيځ پوهـ د پښتو خج (فشار) په نوم يوه وړه رساله ليکلې .
٣٠_ زويا مارتيانيونا ،کالينينا روسي ختيځ پوه د پښتو ژبې د ګرامر په اړه ډېرې خورې ورې ليکنې کړې دي ،کالينينا په شوروي اتحاد کې د ختيځ پېژندنې په انسټيوټيوټ کې د افغانستان د څانګې غړې وه. ليکنې يې په دې ډول دي: د معاصرې ادبي پښتو لغت پوهنه ، په ١٩٧٢ ماسکو چاپ . په معاصره ادبي پښتو کې مرکبې تابع جملې ١٩٢٦ ز. کال ماسکوچاپ. او په معاصره ادبي پښتو کې امريه ، شرطيه ، تمنايي ، جملو تر سرليکونو لاندې د نوموړې ليکنې دي .
٣١_ عبدالحفيظ غني يف : دغه اثر د روسي پوه پروفيسور (ا.ل ګريدنبرګ) يو ښوونيز اثر دى ،چې په ١٩٨٧ زېږدي کال د روسيې په ليننګراد کې چاپ شوى. دغه ګرامر د فونيم پوهنې ،مورفولوژي او نحوې درې برخې لري چې ډېر زور پکې په فونيم پوهنې اچول شوى د ى. د دغه ګرامر ځانګړتيا داده، چې د نورو ژبو د ګرامر ليکنې تر تاثير لاندې نه ده راغلې او هر څه يې د پښتو ژبې پر موادو څېړلي دي فونولوژي او مورفولوژي يې په علمي توګه تصنيف بندي کړې دي.
.
په پشتو ژبه کې د يادوو شويو ګرامرونو اومقالو پرته ښايي نورګرامرونه او ليکنې هم شوې وي خوماته يې کوم څرک ونه لګېدۀ ،اونه هم د هغو د موندلو لپاره کره مواد لرم ، پښتو، چې يوه ډېره کره او لرغونې ژبه ده ، دبهرنيو ژبپوهانو له خوا د غې ژبې ته هغه مهال پام شو چې د پاڼېني ګرامر پيدا او سر ويليم جونز له خوا وڅېړل شو .کېداى شي د يادوو شويو پوهانو تر څنګ پښتو ژبې د نړۍ د نورو هېوادونو د ژبڅېړونکو پام هم ځان ته اړولى وي او نور کتابونه اوعلمي مقالې پرې ليکل شوې وي ، ديادونې وړ خبره داده چې په روانه لسيزه کې د لرې پښتونخوا پښتو پوهانو چې کوم ګرامرونه ليکلي هغه په بشپړ ډول نه دي ذکر شوي او نه هم هغه ليکنې چې دم ګړۍ د نړيوال جال (انټرټ) په سينه کې د پښتو ژبې د ګرامر په اړه شوې ، دلته نه دي يادشوې ، که ژوند و، او وخت او وسايلو راسره ياري وکړه په راتلونکې کې به هم له هغو څخه يادونه وکړو، دا يادول غواړ م چې که په دغه ليکنه کې څه کمي او زياتوالى راغلى وي، له لوستونکو او ژبڅېړونکو بښنه غواړم. هيله ده چې د سمون په اړه وړ مشورې راکړي.
د دغې ليكنې په اوډنه (ترتيب) كې له لاندې كتابونو څخه ګټه اخستل شوې :
۱- رښتين زيور،پوهندوى ډاكټره زرغونه،پښتونحوه، د ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا مركز،پېـښور، پښتونخوا ، ۱۳۸۲ لمريز كال.
۲:رښتين، پوهاند صديق الله ،پښتوګرامر،يونيورسټي بك ايجنسي ،پېښور پاكستان ۱۳۸۲ ل.ل.
۳:زيار،پوهاند مجاوراحمد ،پښتوپښويه ،دانش خپرندويه ټولنه ،پېښور،پاكستان،۱۳۸۴ ل.ل .درېيم چاپ
۴:خويشكى ،پوهنوال محمد صابر،پښتوغږپوهنه او وييپوهنه (فونولوژي،مورفولوژي)،صميم ادبي ټولنه ،دويم چاپ ،۱۳۸۶ ل.ل.
۵: زيار،پوهاند مجاور احمد ،ويى پوهنه،كابل پوهنتون، د لوړو زده كړو چاپ خونه،۱۹۸۱ ز.كال
۶- هلالي،سر محقق عبدلحكيم، د پښتو ژبې فونولوژي،د افغانستان د علومو اكاډمۍ،كابل،۱۳۷۰ل.ل.