کور / علمي / پانی پت : د افغانانو هلاکت !

پانی پت : د افغانانو هلاکت !

د پانی پت په  دا میدان     شه د وینو رود روان
عجب ورځ وه د قیامت      پر میدان د پانی پت
( حافظ مرغُزی )


بسم الله الرحمن الرحیم


 [ د دې څیړنیزی لیکنی په تهیه کولو کی می یوازی د بهرنیو مأخذونو په تیره بیا پخپله د هندي آثارو څخه ګټه اخیستې ده ، تر څو د پانی پت د جګړو په هکله د افغانی او غیر افغانی اخځونو پرتله او مقابله وسی او هم د تاریخ قضاوت مشاهده کړو . دغه لیکنه د کندهار مجلې د ۱۳۸۸ لمریز کال په درېیمه او څلورمه ګڼه کی چی د زمری او لړم د میاشتو مربوط وه ، چاپ سوې ده . خو د موضوع د اهمیت او د ځینو دوستانو د غوښتنی له مخی دا ده اوس یو ځل بیا د پانی پت د درېیمی جګړې د ۲۵۰می کالیزی په مناسبت وړاندی کیږی . ( ن . صمد ) ]


داسی افغان خصوصأ پښتون به نه وی چی د « پانی پت » نوم یې نه وی اورېدلی . دا ځکه چی د پانی پت سره لږ او ډیر د هر افغان ماضی تړلې ده .
پانی پت د افغانی تاریخ مهم او د پیښو څخه ډک فصل جوړوی . دغه ځای د هند او افغانستان آینده ورټاکلې او د دواړو هېوادونو برخلیک یې تعین کړی دی . پانی پت د سلګونو زرو افغانانو خصوصأ پښتنو ککرۍ خوړلي دي . افغانانو د خپلو څو ملیونو لیټره وینو په نذرانه سره دغه پراخی خاوری ته باالکل سور رنګ وربخښلی دی . د پانی پت په ارت او پراخ میدان کی د افغانی وینو فوارې جاری سوي او ستري خونی څپې یې ایجاد کړي دي .
په بل عبارت ، پانی پت د لر او بر ، ځایی او پردیسو ، پُخلا او خپه اکثریت پښتنو د سرونو مېچن ثابته سوې چی هغوی په خپلو وړیا سرښندونو سره د بل تاریخ ګټلی خو ځان یې پکښی بایللی دی . بل یې آباد کړی خو ځان یې برباد کړی دی ، بل یې ګټمن کړی خو ځان یې زیانمن کړی دی ، بل یې درولی خو ځان یې اچولی دی ، بل یې په مراد کړی خو ځان یې نامراد کړی دی . لنډه دا چی بل یې پاچا کړی خو ځان یې ګدا کړی دی . بې ربطه به نه وی که ووایو چی پانی پت د افغانی ځلمیانو قتل ګاه ثابته سوې ده .


په هر حال ، دا زما لوی آرمان و چی د افغانانو د ککریو دغه عظیمه قربانګاه له نږدې ووینم . زه په هند کی د ۱۹۸۸ څخه د ۱۹۹۹ تر پایه ۱۲ کاله اوسېدلی یم څو چی  په ۱۹۹۳ کی می د دغه قتل ګاه لیدنه په نصیب سوه . زما دوه هندي ملګري ( چی دواړه هندوان وو ) او د پانی پت اوسېدونکي ول ، دغه ځای ته بوتلم او په هره برخه کی یې معلومات او زما پوښتنو ته ځوابونه راکول . کله چی د لوی ټولواک سلطان ابراهیم لودی د قبر او هم د اعلیحضرت احمد شاه بابا د خیمې څه نا څه ۱۰۰ ـ ۲۰۰ مترۍ ته ورنږدې سوم نو بوټونه می وکښل او لڅي پښې روان سوم . ځکه ، زما تر پښو لاندی زما د نیکونو د وینو حجرات پراته وو ، او د خاوري په ذره ذره کی یې د هغوی د ماتو زړونو مات ارمانونه ښخ وو او ما نه غوښته چی د هغوی ارواحونه په عذاب کړم . زما سره د دې خاورو له منځه د هغوی نامرادو هیلو خبري کولې او په کابل کی یې د خپلو بې وفا اخلافو د خپل منځی روانو جنګونو د بندښت پیغام راکاوه ( چی بېلابیلو جنګسالارانوهغه مهال جاری ساتلي وو . )
کوربه دوستانو مسلسل منع کولم چی ګرمی ده او وخت هم د ماپښین درې بجې وې ، خو ما په اشاره سره منفی ځواب ورکاوه او د خپلو سل زره شهیدو نیکه ګانو ارواحو ته می دعاوی کولې او ټول بدن می ریږدېدﺉ . نه می ګرمی احساسوله او نه هم د خپلو پښو سوځېدل ، حال دا چی تودوخه د سانتی ګراډ ۳۸ درجې وه .
ما د پانی پت دواړي ستري جګړې په ذهن کی انځور کړې او ټولي هغه صحنې او مانورې می یوه یوه مخی ته راتله چی د سلطان ابراهیم لودی او احمد شاه بابا قوماندانانو او پوځیانو به عملی کولې . دواړي جګړې می له نږدې لیدلې چی پوره بیان یې یو علیحده مبحث غواړی .
ملګرو می د سوچونو او خیالونو لړۍ راقطع کړه او مجبور یې کړم چی بیرته ستانه سو او د بل وخت راتګ قول یې راسره وکړ . کله چی کور ته راغلم څه باندی یوه میاشت روحأ پریشان او نا آرام وم او د پښو د سوځېدلو منفی تأثیرات می آن تر ننه هم راسره پاته دي .


په هر حال ، پانی پت عظیم ترینه پښتنی سرمایه وخوړله چی هغه پښتنی نفوس او بشری قوت و . پانی پت په سلګونو زره میرمني کونډي ، میندي بوري او خویندی وراري کړې . پانی پت د افغانستان او هندوستان پنځوس سلنه پښتانه په غم ولړل او د هغوی کورونه یې خراب کړل .


هو ، پانی پت چی د افغانانو قتل ګاه ثابته سوې ، د ډیلی د شمال لویدیځ په ۸۵ کیلو مترۍ کی د جمنا د سیند پر څنډه واقع دی . پانی پت یو افسانوی او لرغونی ښارګوټی دی خو نن د اوبدلو او نساجی د صنعت له مخی ډیر شهرت لری . پانی پت یو افسانوی نوم ، یو افسانوی اهمیت او یو افسانوی دریځ لری .
اوسنیً پانی پت د « کوروک شیترا » سیمی ته څرمه پروت دی چی د میلاد څخه تقریبأ دوه زره کاله پخوا د « مها بهارت » لرغونی لوی افسانوی جنګ همدلته پېښ سوی دی . د پانی پت لرغونی نوم د مها بهارت په زمانه کی « پانی پرشتا » یعنی یو د پنځو ښارونو څخه و . هغه مهال د مها بهارت اتل « ارجون » د دې ښار اساس ایښی دی . د پانی پرشتا یعنی پنځو ښارونو د جملې څخه د اوسني پانی پت نوم « پن پت » و چی د یوې لرغوني قبیلې نوم و او هغوی همدلته اوسېدل . دا نوم د تاریخ په اوږدو کی سَوکه سَوکه په « پانی پت » سره واوښت . دا یو د هغو پنځو ښارونو څخه و چی د « دراویدی » والو ( یعنی پن پت والو ) څخه « پنداوا » والو وروڼو غوښت او ځکه نو د دې دوو لرغونو قبیلو تر منځ بربادونکی جنګ همدلته پېښ سو .


په هر صورت ، نن د ډیلی څخه مخ پر شمال یوه لویه لاره ( های وې ) غځېدلې ده چی « شیرشاه سوری » سړک نومیږی . پر دغه لویه لار پسله پنځه اتیا کیلو متره واټن څخه د پانی پت ښار رارسیږی چی د « هریاڼه » ایالت یوه ولسوالي ده . اوسنی پانی پت د لاسی اوبدلو او نساجی صنعت له مخی ښه شهرت لری او مصنوعات یې ډیرو اروپایی هېوادو ، کاناډا او امریکا ته لیږل کیږی او هم د هندي پوځ لپاره لباس او یونیفورم اکثرأ همدلته جوړیږی . خو د دې څخه علاوه دلته نن د برقی سامان آلاتو ، خښتو او ښیښه ییزو شیانو صنعت هم ښه رونق لری .


اوسنی پانی پت ( ۱۲۶۸ ) کیلو متره مربع ساحه او څه باندی یو ملیون وګړي لری . اقلیم یې تود او مرطوب دی . په دوبی کی یې تودوخه د سانتی ګراډ ۴۴ درجې او په ژمی کی مثبت څلور درجې وی . د پانی پت د اوسیدونکو د سواد اندازه ( ۷۵٪ ) ده چی دا د ټول هېواد ( یعنی ۷۰٪ ) څخه لوړه ده . پانی پت د ننني صنعت او مدنیت د لرلو سره سره بیا هم د خپل تاریخی اهمیت څخه ښه برخمن او مستغنی دی .


د پانی پت پر زاړه ښار یوه لویه کلا را تاو سوې ده چی ۱۵ غټي دروازې لری او هره یوه پر مختلفو خواوو خلاصیږی . په پانی پت کی یو ډیر مشهور زیارت د « بو علی شاه قلندر » دی چی د « خضر خان » په درګاه سره شهرت لری . بو علی شاه قلندر د ۱۴۰۰ میلادی کال په شاوخوا کی ( د قطب الدین ایبک د امارت پر مهال ) همدلته زوکېدلی چی یو لوی صوفی و . اصلی نوم یې شیخ شرف الدین او د پلار نوم یې شیخ فخرالدین و چی په ۶۰۰ هجری کال کی د عراق څخه پانی پت ته راغلی او سلسله یې امام ابوحنیفه ته رسیږی . په بوعلی قلندر پوری یوه افسانه جوړه سوې چی وایی ده د خلکو په غوښتنه  د پانی پت ټول الوتونکي وشړل ، خو څه موده وروسته خلکو بیرته شکایت وکړ او ده هم تر پخوا څو چنده زیات الوتونکي راوستل . دغسی له افراطه ډکي نوری قصې هم ورپوری جوړي سوي دي . د ده زیارت ته د هري عقیدې خلک ( مسلمانان ، هندوان ، عیسویان او سیکان ) ورځی او هره پنجشنبه یې دربار پرانیستی وی .





 د بو علی شاه قلندر زیارت ، پانی پت


 د پانی پت نور مشهور صوفیان خواجه شمس الدین ترک او شیخ جلال الدین دي چی د سلطنت څخه یې آزادانه ژوند کاوه او د هر مذهب د احترام وړ شخصیتونه وو .
د پانی پت مشهور ادیب او لوی شخصیت « الطاف حسین حالی » دی چی نوموَر شاعر او په ۱۸۳۷ کی همدلته زوکېدلی دی . نوموړﺉ په ۱۹۱۴ کی وفات سو او د بوعلی شاه قلندر په درګاه کی ښخ دی . « حالی » د اردو ژبي تکړه شاعر او د میرزا غالب وروستی شاګرد دی . د ده دېوان « مسدس حالی » نومیږی چی شعرونه یې ډیر شهرت او محبوبیت لری .


خو د پانی پت تر ټولو مهم ، اغېزمن او له حسرته ډک زیارت هماغه د ستر ټولواک سلطان ابراهیم لودی قبر دی چی پر یوه نسبتأ لوړه برنډه باندی واقع دی او پوښلی نه بلکی سرخلاصی دی .



 د سلطان ابراهیم لودی قبر په پانی پت کی


 د شیرشاه سوری د ژوند آخری آرمان همدا و چی ویې نسو کړای د سلطان ابراهیم لودی پر قبر یوه لویه او هسکه ګنبده ودانه کړي . خو وروسته انګریزانو د ده مقبره په ۱۸۶۶ کی له سره جوړه کړه چی په اردو ژبه یې د ده د ماتی ماجرا ورباندی لیکلې ده .  سلطان ابراهیم لودی د خپل سلطنت پر مهال د ډیلی په « لودی باغ » کی د ځان لپاره یوه پرتمینه ګنبده جوړه کړې وه چی تر مړینی وروسته به همدلته ښخېدﺉ . خو هغه خبر نه و چی په پانی پت کی به د جنګسالار بابر لخوا په شهادت رسیږی او همالته به ښخیږی . د ډیلی په لودي باغ کی هماغه لویه او هسکه ګنبده همدا نن هم هماغسی  خالی ولاړه ده حال دا چی د ډیلی سلطان په پانی پت کی پر سپین میدان د خپلو لسګونو زرو پښتنو شهیدانو په منځ کی ښخ دی .





 د سلطان ابراهیم لودی ګنبده په نوي ډیلی کی چی تشه ولاړه ده


بابر پر ابراهیم لودی تر بریالیتوب وروسته د یادګار په توګه همدلته یو مسجد هم جوړ کړ چی نوم یې « کابلی باغ » پر کښېښود چی د خپلی میرمنی « کابلی بیګم » د نوم څخه مشتق و . دغه جومات همدا نن هم هماغسی پاته دی او ډیر خلک یې لیدو ته ورځی .



 کابلی باغ مسجد ، چی بابر په پانی پت کی جوړ کړ


په هر حال ، پانی پت درې لویی جګړې لیدلي یعنی د درو خورا سترو جګړو کوربه پاته سوی دی .  دغو درو واړو جګړو د درو لویو قومونو ، درو لویو قوتونو ، او درو لویو هېوادونو برخلیک وربدل کړی دی چی وروسته به یې وڅیړو . دا درې جګړې په دې ډول دي :
لومړنۍ جګړه د ۱۵۲۶ میلادی کال د اپریل پر ۲۱ د ډیلی د سلطان « ابراهیم لودی » او مغولی جنګسالار « ظهیرالدین بابر » تر منځ پېښه سوې ده .
دوهمه جګړه د ۱۵۵۶ د نومبر پر پنځمه د شاه عالم د هندو قوماندان « هیمو » او مغولی واکمن « جلال الدین اکبر » تر منځ سوې ده .
درېیمه جګړه د ۱۷۶۱ د جنورۍ پر ۱۴ د اعلیحضرت احمد شاه بابا او مرهیټه اییتلاف تر منځ پیښه سوې ده . تاریخپوهان په دې رایه دي چی د پانی پت لومړۍ جګړې په هند کی د پښتنو برخلیک د تل لپاره بدل کړ ، دوهمی جګړې د هندوانو تسلط د څلورو پیړیو لپاره بدل کړ ، او باالاخره درېیمی جګړې هم په مجموع کی د ټول هندوستان برخلیک بدل کړ او هغه یې د ۱۵۰ کالو لپاره د برتانوی استعمار منګلو ته برابر کړ . د هند لومړنی صدراعظم جواهر لال نهرو لیکي چی : « د هندوستان برخلیک څو څو واره د پانی پت پر میدان فیصله او ټاکل سوی دی . »
ښه به دا وی چی درې واړه جګړې وشنو ، خو لومړنۍ او درېیمه به یوڅه مفصلأ وڅیړو دا ځکه چی هغه د افغانانو د خواریو او قربانیو سره نېغ تړاو لری .


د پانی پت لومړۍ جګړه :
د پانی پت اول جنګ ۴۸۳ کاله پخوا ( یعنی د ۱۵۲۶ د اپریل پر ۲۱ ) پیښ سوﺉ دی . دا جګړه د ډیلی د سلطان « ابراهیم لودی » او په کابل کی د منځنۍ آسیا څخه د راتښتېدلی مغول پاچا « ظهیرالدین بابر » تر منځ وسوه . د ډیلی سلطنت چی مخ پر ځوړ او کمزورۍ روان و ، په دې جګړه سره عملأ پای ته ورسېد او هندوستان مغولو ته په لاس ورغی .
د بابر نوم ظهیرالدین دی خو د بابر معنا ( ببر ، یا پړانګ ) دی . د ده ټول ژوند په جګړو کی تیر سوی دی . بابر د پلار لخوا ګوډ تیمور او د مور لخوا چنګیزخان ته رسیږی . پلار یې « شیخ عمر میرزا »  د فرغانې مشر و . بابر د ۱۱ کالو و چی د پلار پر ځای کښېناست . په ۱۴۹۷ کی یې د عمر په ۱۴ کلنۍ کی سمرقند د خپل اکا تر مړینی وروسته ونیو . خو وروسته یې ورور دواړه ځایونه ( فرغانه او سمرقند ) ځنی ونیول . ده بیا هغه ونیول او بیرته یې د لاسه ورکړل څو چی باالاخره غرونو ته وتښتېد او هلته  د فراري په توګه  د چوپانانو سره اوسېدﺉ . وروسته یې څه کسان پیدا کړل او د هندوکش څخه راواوښت څو چی په ۱۵۰۴ کی یې کابل ونیو او د فرغانې څخه تر شړل کېدو وروسته آن تر هغه لا غټ واکمن سو ( خو په بله سیمه کی ) . کله چی په کابل کی د پاچا په توګه ټینګ سو ، نو بیرته مخ پر سمرقند ورغی او د ایرانی پاچا « شاه اسمعیل » په مرسته یې هغه ونیو او شیعه مذهب یې ومانه . وروسته یې بخارا او خراسان هم د اسمعیل په کومک ونیول ( ۱۵۱۱ ) . مګر د ازبکو مشر « عبیدالله خان » د شاه اسمعیل تر وتلو وروسته برید پر وکړ او دا ټول متصرفات یې بیرته ځنی ونیول څو چی بابر هم کابل ته راستون سو ( ۱۵۱۳ ) او صرف بدخشان ورپاته سو چی مرکز یې کندز و . د دې نفرت علت د ده لخوا د شیعه مذهب قبلول و ( چی وروسته بیرته  سُنی سو . )
بابر کرار پاته نسو او دا چی د منځنۍ آسیا څخه مأیوس او نهیلی سو ، نو خپلو جاه طلبیو ته یې مخ د هند پر خوا ادامه ورکړه تر څو د « پاچا » په عوض کی « امپراتور » سوی وای .
بابر د هند پر لور په خپلو جاه طلبیو کی هغو جنګی تاکتیکونو وهڅاوه چی  د ازبکانو ، ترکانو او پارسیانو څخه یې زده کړي وو .  د ازبکو څخه یې پر دښمن باندی په یو وخت کی د مخ او شا لخوا د حملو چمونه او فنون زده کړل . د پارسیانو څخه یې د باروتو استعمال او د هغه طریقې زده کړې . د ترکانو څخه یې د خوځنده سپاره نظام فن او تاکتیکونه زده کړل . دا چی دوه تکړه او مجرب توپچیان ( استاد علی او استاد مصطفی ) یې لرل ، نو دې کار نور هم تلولی او بېړنی کړ . بابر چی کله خپل پوځ په دغو تجهیزاتو او تاکتیکونو سره ښه سمبال کړ ، نو په ۱۵۱۸ کی د هند نیولو ته متوجه سو . په هند کی داخلی نفاق او شخړو هغه نور هم تشویق او پسی کامیاب کړ . د ډیلی سلطنت تر پخوا ډیر کمزوره او کوچنی ( محدود ) سوی و . سلطان ابراهیم لودی تر بل هر وخت ډیر تجرید او د مخالفتونو په غېږ ورغلی و . ده خپل تکړه خوانین او مخور خوابدي کړي وو . پنجاب چی والی یې « دولت خان لودی » و ، عملأ مستقل خو په نوم د ډیلی تابع و . په لویدیځ کی د سند او ملتان والیان او په ختیځ کی جېپور او بنګال هم همدغسی وو . د راجپوت کوچنیو حکومتونو د « میواړ » د راناسنګا په مشرۍ یو اییتلاف جوړ کړی و . ځکه نو د ډیلی سلطنت صرف په نوم چلېدﺉ . د دغو کوچنیو حکومتونو تر شا یعنی په جنوب ختیځ کی هم ( د بنډل کنډ او ګوند واڼه ) هندو سیمه ییز حکومتونه مستقر وو . په شمال کی ګجرات ، مالوه ، او کندیش د خپلواکو اسلامی سیمه ییزو حکومتونو په توګه  چلېدل . په دکن کی حالات تر دې هم خراب وو . ځکه نو هندوستان په مجموع کی پر څه باندی لسو محلی ځانځاني حکومتونو وېشل سوی و ، او د ډیلی سلطنت په دغسی یو ناوړه حالت کی واکمن و . له بلی خوا ، راناسنګا د راجپوتانه د ختیځی برخی په سر د ابراهیم لودی سره شخړه لرله ، نو ځکه ده هم بابر ته د ابراهیم لودی پر خلاف بلنه او د دوستۍ لاس ورکړ .
جنګسالار بابر د دې شخړو او نفاق څخه لویه ګټه واخیسته . پر پنجاب یې څو حملې وکړې . والی ( دولت خان لودی ) او حتی پخپله د ابراهیم لودی اکا ( عالم خان لودی ) په ۱۵۲۳ کی د ډیلی د سلطنت پر خلاف د بابر سره ودرېدل ( دولت خان د پنجاب د صلاحیت لرونکی والی کېدو په اسره ، او عالم خان لودی هم د خپل وراره څخه د ډیلی د سلطنت اخیستو په هوس بابر ته لاس ورکړ . )
بابر دولت خان لودی ته داسی وویل : « تا د دیرشو کالو راهیسی د سلطان ابراهیم او د هغه د پلار نمک خوړلی دی ، اوس ولی دغسی کوې ؟ » هغه ورته وویل چی دا صحیح ده چی پلار او نیکه می ډیر کلونه د هغوی په خدمت کی تیر کړي دي ، خو دغه سلطان خپل ډیر وفادار اتباع وژلي دي . ده بېله کوم دلیله خپل ۲۳ بهترین خلک له منځه وړي او د هغوی کورونه یې وران کړي دي . همدا علت دی چی مخورو زه تا ته رالیږلی یم تر څو رسمأ بیعت درته وکړو او هغوی په بې صبرۍ سره منتظر دي . نو هغه و چی بابر هم ژمنه ورسره وکړه چی د سلطان ابراهیم سره به جنګیږی او هغه به ماتوی . خو بابر چی کله پر لاهور حمله وکړه نو د دولت خان لودی سره یې خیانت وکړ او هغه یې له صحنې  وشړﺉ څو چی هغه هم په تجرید او حسرت کی پسی مړ سو . بابر د پنجاب تر نیولو وروسته مخ پر ډیلی وخوځېد او د پانی پت په ارت دښت کی مورچل بندی سو .
اکثره منابع د بابر د پوځیانو شمېر ۱۲ ـ ۱۵ زره او د سلطان ابراهیم لودی پوځیان د یو لک ( یعنی سل زره ) په شاوخوا کی بولی . څنګه چی زیاترو منابعو دا تعداد  د بابر د خپلو خاطراتو ( بابر نامه ـ تزک بابری ) څخه اخیستی ، نو ځکه مؤثق نه ښکاری او دا نن یو تریخ حقیقت ثابت سوی چی د جګړې سوبمن لورﺉ تل ملامت یا مجرم راپیژنی او تاریخ هم په دې هکله پټه خوله نیولې وی .


په هر صورت ، دواړه پوځونه د پانی پت په ارت دښت کی یو بل ته مخامخ ځای پر ځای سول . د بابر زوی همایون د ده پر ښیً خوا مورچل بندی سو ، او کیڼی خوا ته یې محمد سلطان میرزا سنګر ونیو . د هغوی دواړو هدف دا و چی د ابراهیم لودی پوځیان به محاصره کوی . تر نیمایی ډیر پوځیان په مرکزی برخه کی ځای پر ځای سول او پخپله بابر همدلته جنګ قومانده کاوه . د ټولو شا ته سامان آلات ، لوژستیک او هغه ښځي موجودي وې چی پوځیان به یې خوشاله او تازه ساتل . بابر په مرکزی برخه کی ارابه لرونکي ګاډۍ او نور عراده جات داسی ځای پر ځای کړل چی د ونو له څانګو یې ډک کړل او د هری ګاډۍ او کراچي تر منځ یې شپاړس متره واټن خالی پرېښود چی له هغه ځایه به توپونو او ویشتونکو آلاتو خپل ګوزارونه کول . بل دا چی له همدې برخو څخه به سپرو عسکرو پرغلیم یرغل هم کاوه .
د بابر دغه او هر جنګ د ګوډ تیمور او چنګیز غوندی علمی او د یو ځانګړې پلان له مخی طرح سوی و . د ده یو لوی تدبیر دا و چی د غشو ویشتونکو او توره لرونکو پوځیانو په قطار کی یې خپله عصری او مجهزه توپخانه هم پر یو وخت استعمالوله او دا د هند په تاریخ کی لومړنی جنګ دی چی باروت پکښی استعمالیږی .
خو د دې برخلاف ، د سلطان ابراهیم پوځونه په شمیر ډیر مګر د جنګی تاکتیک او منظم پلان څخه بی برخي وو . د هغوی اصلی شمیر پنځوس زرو ته رسېدﺉ لاکن توپخانه یې نه لرله حال دا چی څه نا څه زر پیلان یې لرل . د لودی پوځیان اکثره ناراضه او زړه نا زړه وو ، ځکه د پوځ اصلی قوماندانان قومی مشران وو او ابراهیم لودی ته یې د زړه له اخلاصه وفاداري نه لرله . حتی ویل کیږی چی ځینی هغوی موقع ته په انتظار وو ، څو چی پوځیان یې د جنګ پر مهال شا تګ ته هڅول .
د سلطان ابراهیم پوځیان ټول پښتانه وو خو د بابر پوځیان ازبکان ، ترکان ، عرب ، تاجک او لږ شمیر افغانان وو . د لودی پوځ صرف د ځانو د بقأ او د لودی لپاره جنګېدل حال دا چی د بابر پوځیان د ډیلی د سلطنت د نیولو په احساس راغلي او په کلک هوډ سره جنګېدل . بل دا چی سلطان ابراهیم لودی ته خپل پوځ په میراث رسېدلی و او هغه دونه وخت پیدا نه کړ چی له سره یې تنظیم او پر خپله طریقه  کارولی وای ، بابر دا مهلت ور نه کړ .


کله چی د اپریل پر یوویشتمه څاښت مهال جګړه پیل سوه نو د بابر پوځیانو په ډیر شدت او سرعت سره جنګ کاوه حال دا چی افغانانو په بطالت او تردد سره مقابله کوله . بابر داسی لیکی : « ابراهیم لودی یو بې تجربه ځوان و ، او د جګړې پر مهال بېله سنجش او بېله کوم خاص پلان څخه په زړه نا زړه ډول جنګېدﺉ او همدا تردد یې د ماتی علت سو . »  د ابراهیم لودی د هر پوځی د یو غشي په ځواب کی د بابر پوځی درې غشي ور خطا کول او درې واړه به په هدف کی لګېدل . ویل کیږی چی د بابر غشي ویشتونکي ډیر ماهر او ښکاریان وو چی غشو به یې د پیلانو پوست سورﺉ کاوه ، او هر ډول هدف یې د ۶۰ ـ ۷۰ متره واټن څخه په اغېزمنه توګه ویشتلی سو . دغه کار ابراهیم لودی بې حوصله کړ څو چی ډیر سخت یرغل یې وکړ او په څلور ساعته کی یې درې میله سیمه ونیوله او څه باندی دوه زره مغولی پوځیان یې ووژل . خو کله چی پوځیان ډیر مخته ورغلل نو د منظم پلان د نشتوالي له امله ځای پر ځای ودرېدل ، او نه پوهېدل چی څه وکړی ( آیا نور هم مخته ولاړ سی ؟ ځای پر ځای ودریږی او نیول سوې منطقه وساتی ؟ او که بیرته را پر شا سی ؟ ) بابر چی ډیره جنګی تجربه او سابقه لرله ، بېله ځنډه د دې تردد څخه ګټه واخیسته او د دوو خواوو څخه یې افغانان کلابند کړل او توپونو ته یې د غلیم پر مرکزی او مخکښه تجمع باندی د شدید ګوزار امر وکړ . څنګه چی دا په هند کی د باروتو لومړنی استعمال و ، نو د بابر د توپچی ځواک مسلسلو ګوزارونو د جنګ پر ډګر څلور غوڅي او ټاکونکی اغیزې وښندلې ، یعنی :
لومړی ـ د افغانانو پیلان د دې پرله پسې درنو او هیبت ناکو  ږغونو له امله وتورېدل ، له کنټروله ووتل ، بی اختیاره دوری هوری په ځغستا سول څو چی په سلګونو آن زرګونو خپل پوځیان یې تر پښو لاندی لټپیر کړل .



 د پانی پت لومړۍ جګړه


دوهم ـ د افغانانو د قوماندې او پرمخیون لړۍ یې وشلوله او یوه مطلقه ګډوډي او خپل سري په ګډه سوه .
درېیم ـ دې کار په زرګونو افغانان د پرشاتګ او درنو تلفاتو سره مخامخ کړل چی مغولو ته یې نور سېک او جرأت هم پسی ورکړ .
څلورم ـ پای دا چی د پانی پت میدان د شل زره پښتنو وینو پر سر واخیست او دې کار په هند کی د پښتنو د باالقوه واک پای راپیل کړ .


سلطان ابراهیم لودی تر پایه سخت وجنګېد څو  چی پخپله هم ووژل سو . د ده سر یې پرې کړ او بابر ته یې راوړ . بابر چی کله د سلطان ابراهیم لودی جسد ته راغی نو د اعتراف په توګه یې داسی مخاطب کړ : « ستا زړه ورتوب او میړانی ته د احترام مراتب ادا کوم . »
تاریخ پوهان په دې عقیده دي چی که ابراهیم لودی او پوځیانو یې فقط یو ساعت نور هم جنګ ته دوام ورکړی وای ، نو بابر به ډیره سخته ماته خوړلې وای او ممکن تر کابل پوری یې خپلي ټولي سیمی د لاسه هم ورکړي وای ، ځکه :
الف ـ بابر نور اکمالات نسول کولای او هر څه یې پای ته رسېدل ؛
ب ـ بابر نور زخیروی  یا احتیاطی پوځیان نه لرل او نه یې هم له بله ځایه تهیه کولای سول ؛
ج ـ هندوانو مغول یرغلګر بلل او د هغوی په پرتله یې پښتنو ته ډیره لوړتیا او ترجیح ورکوله ، او رانا سنګا هم د بابر سره خپل ملګرتوب ختم اعلان کړ ؛
د ـ د بابر پوځ د شا لخوا خپل ارتباط د لاسه ورکړی و ، بس په همدې پانی پت کی تجرید او ایسار پاته و ؛


په هر حال ، دا چی د بابر پوځیان په شمیر لږ وو ، خو بیا هم کامیابه سول ، خپل علتونه لری چی هغه عمدتأ شپږ دي ، یعنی :
لومړی ـ څنګه چی بابر د خپل ټول قوت سره پانی پت ته راغلی او پر میدان پاته و ، نو دا جنګ د هغوی لپاره د تباهۍ یا کامیابۍ جنګ و ، او هغوی طبعأ د خپل ژوند په بیه د « ناکامۍ » په پرتله « کامیابۍ » ته مجبورأ لومړیتوب ورکاوه . حال دا چی لودی پوځ د غلیم د اصلی ارادې او مجبوریت څخه بې خبره و . آن د ډیلی د بایللو هیڅ کوم تصور یې هم نه کاوه .
دوهم ـ د بابر پوځ عالی دسپلین ، اوسپنیزه تکل او خورا مجهز او ګوزاریز توپونه او مجرب ، ماهر او مسلکی پوځیان لرل . دا یو لاس پوځ و چی د هندوستان د نیولو ټینګه تلوسه یې لرله . حال دا چی د ابراهیم لودی پوځ ټوټې ټوټې و ، یعنی هر خان او سردار خپل خپل پوځ اداره کاوه او کومه توپخانه یې هم نه لرله .
درېیم ـ له یوې خوا بابر ته د دولت خان لودی او عالم خان لودی عملی کومک او بیعت او د بلی خوا د ډیلی په شاوخوا کی نفاق او د ټولو سره د ابراهیم لودی مخالفت او عداوت نوموړﺉ د خوږېدو او سولېدو وړ ګرځولی و .
څلورم ـ د هندو « راناسنګا » لخوا بابر ته بلنه او د هغه هڅونه ( چی وروسته بیرته پښېمانه سو خو نور نو ډیر ناوخته سوی و . )
پنځم ـ بابر شخصأ یو لوی جنګسالار او مجرب قوماندان و چی د کوچنیوالي څخه په جنګ جګړو کی را لوی سوی و ، حال دا چی ابراهیم لودی یو بې تجربه ځوان و ، سیاسی کمزوري او وچه دلاوري یې لرله او په میراثی ډول پاچهۍ ته رسېدلی و . ده لوی پوځ درلود خو د هغه په اغېزمن کنټرول نه پوهېدﺉ .
شپږم ـ ابراهیم لودی د مخکی څخه لا د دوو ډلو د مخالفت او عداوت سره مخامخ و چی لومړی بېلابېل سیمه ییز کوچني حکومتونه وو ( چی پورته ذکر سول ) او دوهم د ده په خپل ټبر او حتی کهول کی د مخورو ، عزیزانو او مشرانو د دښمنۍ په غېږ ورغلی و ( چی پورته اشاره ورته سوې ده ) . دغو نیمګړتیاوو ، ناخوالو او ګواښمنو څپو ابراهیم لودی زیان منونکی او ماتېدونکی کړی و ، څو چی د بابر لخوا پسی مات سو او په دې توګه د هند پښتنی حکومت هم د تل لپاره د هند په سمندر کی ډوب او غرق سو .


په هر صورت ، که څه هم په دې جګړه کی د افغانانو نفاق او د بابر د پوځ لوړ دسپلین په تیره بیا د هغه د اور غورځونکو ګلولو او سوځونکو آلاتو استعمال هغه عوامل وو چی افغانان یې مات کړل ، خو څنګه چی دغه تاکتیکونه او فنون وروسته شیرشاه سوری زده کړل ، نو په عین همدغو تاکتیکونو او چمونو سره یې د بابر زوی همایون ته سخته ماته ورکړه ( ۱۵۳۹ میلادی ) ، او په ډیلی کی یې یو ځل بیا ( د بابر تر مړینی وروسته ) د پښتنو حکومت قایم کړ . مګر له بده مرغه د ده په ناببره مړینه سره هلته د پښتنو د باالقوه زوال مخ را و نه ګرځېدﺉ .


بابر د دې جګړې څخه بریالی راووت او د ابراهیم لودی په شمول یې شل زره پښتانه ووژل چی د هغوی په وینو د پانی پت مځکه نن سور رنګ لری او د خاوري په ذره ذره کی یې د بدنونو حجرات پراته دي . بابر ته د ډیلی سلطنت ټول میراث ، خزانه او غنیمت په لاس ورغلل . دﺉ دوې اوونۍ وروسته اګرې ته ورسېد او هلته د « کوه نور » مشهور الماس ورکړه سو . په دې سوبه سره هندوستان د څه باندی دوو پیړیو لپاره د مغولو په قبضه کی راغی او همالته د پښتنو عملی زوال را پیل سو .


د پانی پت دوهمه جګړه :
دا جګړه د ۱۵۵۶ میلادی کال د نومبر پر پنځمه د عادل شاه سوری د هندو قوماندان ( هیمو ) او  بابر د لمسي ( جلال الدین اکبر ) تر منځ پیښه سوې ده . هیمو ډیر پوځیان او ۱۵۰۰ پیلان لرل . هیمو ( چی اصلی نوم یې هیماچندرا بهرګاوا دی ) کامیابېدونکی و ، خو ناببره یو غشی د ده پر سترګه ولګېد او د آس څخه راولوېد او بې هوښه سو څو چی تر نیول کېدو وروسته اکبر ته راوستل سو . اکبر هم د هغه د سر پرې کولو امر صادر کړ او په دې ډول ووژل سو او اکبر د ډیلی او اګرې واکمن سو .
عادل شاه سوری د شیرشاه سوری اووم لمسی او د دې کهول وروستی واکمن و چی د ډیلی د ختیځ پر یوه کوچنۍ سیمه یې واک چلاوه . نوموړﺉ د سکندرشاه سوری ورور و چی هغه په ۱۵۵۵ کی د بابر د زوی ( همایون ) لخوا مات سوی و . عادل شاه او سکندرشاه د اکبر مغولی پاچا پر خلاف د ډیلی د تخت دعوه کونکي وو .


کله چی په ۱۵۵۶ کی اکبر پاچا د ډیلی څخه د یو پوځی مأموریت لپاره دباندی تللی و ، نو « هیمو » د اکبر پر قوماندان « طرزی بیګ » باندی ناببره یو ه سخته  حمله وکړه او پسی مات یې کړ او هغه هم د ډیلی څخه وتښتېد . دا د « هیمو » دوه ویشتمه پوځی سوبه وه او سمدلاسه یې د عادل شاه سره خیانت وکړ او ځان یې د هغه پر ځای پخپله ( د راجا ویکرم جیت په نوم ) پاچا اعلان کړ . خو د ۱۵۵۶ د نومبر پر پنځمه د  مغولی اکبر  ځواکونو  د بیرم خان ( بهرام خان ) په قومانده د پانی پت په دوهمه جګړه کی هیمو مات کړ او مغولی سلطنت په دې ډول د ۱۵۰ نورو کلونو لپاره ټینګ سو . پنځه میاشتی وروسته ( یعنی د ۱۵۵۷ په اپریل کی ) د بنګال بهادرشاه د منګیر په جګړه کی عادل شاه سوری ته ماته ورکړه او هغه یې تر نیولو وروسته پسی ووژﺉ او په دې ډول د هند پښتنی سلطنت نور نو په نوم هم پای ته ورسېد .


د پانی پت دوهمی جګړې هم د زرګونو پښتنو ککرۍ وخوړلې ، ځکه د عادل شاه سوری د قوماندان « هیمو » او اکبر په ځواکونو کی بی شمیره پښتانه شامل وو . خو د دې سره سره بیا هم دغی جګړې د افغانستان سره مستقیم تړاو  نه  درلود بلکی صرف د هندوستان د جغرافیوی چوکاټ په دننه کی له اهمیته ډکه ده .


د پانی پت درېیمه جګړه :
دپانی پت درېیمه جګړه د ۱۷۶۱ د جنوري پر ۱۴ د اعلیحضرت احمد شاه بابا د پوځ او مرهیټه ایًیتلاف تر منځ پیښه سوه چی یو د شمال څخه او بل هم د جنوب څخه پانی پت ته راغلي وو . دغه جګړه د پانی پت د مخکنیو دوو جګړو څخه ځکه ډیره مهمه ده چی  د دواړو هېوادونو ( افغانستان او هندوستان ) معاصر تاریخ ته یې بدلونیزه لورﺉ ورکړ . په دې جګړه کی د افغانانو د سوبی ستراتیژیکی اهمیت دا دی چی نه یوازی یې د مرهیټه وو ستر ځواک پر ګونډو کړ ، بلکی دا د هندوانو او افغانانو یو داسی تن په تن شدید جنګ و چی تر هغه مهاله یې سارﺉ نه درلود ، حتی وروسته هم بی مثاله دی .


د پانی پت درېیمه جګړه د زمان په داسی  یوه تاریخی مقطع کی پیښه سوې چی په افغانستان کی مرکزی واک تازه راټوکېدلی او غښتلی سوی و خو برعکس په هند کی هغه کمزوره او سره پاشلی و . د ډیلی مغولي سلطنت ځکه صرف په نوم واکمن و چی د شمال لخوا نادر افشار او د جنوب لخوا هم مرهیټه وو هغه ځپلی او رټلی و .
ښه به دا وی چی د دې جګړې د پېښېدو عواملو ته یوه لنډه کتنه وکړو . ډیره مهمه او حساسه باریکی دا ده چی ځینی حاسدان او بد خواهان یا په بله ژبه د افغانی او پښتني تاریخ مسخ کونکي څېرې ادعا کوی ، تور لګوی او درواغ وایی چی احمد شاه بابا ګواکی صرف د هند مادی نعمتونو یا خزانې او یا هم د هغه ځای د استعمار هوس ور جذباوه او په دې ډول ګواکی د لسګونو زره افغانانو د هلاکت سبب سو او د هند اداري چاری یې ناحقه ګویا بیرته هندیانو ته وسپارلې .
دغسی له غرضه ډک تهمتونه ځکه بی اساسه او کاذب دي چی پخپله تاریخی اسنادو هغه درواغ او له حقیقته لیری ثابت کړي دي . ښه به دا وی چی لږ څه شاته ولاړ سو او ګام پر ګام د پانی پت درېیمی جګړې ته راسو چی هغه ولی او څنګه پیښه سوه .
په اصل کی څلورو لویو عواملو دا جګړه پیښه کړه چی هغه په لنډه توګه د مغولی سلطنت کمزوره کېدل ، د مرهیټه وو را مخته کېدل ، د مسلمانانو کړول او باالاخره د افغانستان لاندی کول وو . اوس به هر علت مختصرأ داسی وشنو :


لومړی  ـ د مغولی سلطنت کمزوره کېدل :
د ډیلی مغولی سلطنت د اتلسمی پیړۍ د پیل راهیسی ( یعنی په ۱۷۰۷ کی ) د اورنګزیب تر مړینی وروسته سَوکه سَوکه پر کوچنیو او سیمه ییزو حکومتونو ویشل سوی و . له دې نه پرته نادر افشار په ۱۷۳۹ کی مخ پر ډیلی وخوځېد او  د ډیلی دربار ټول جواهرات ، خزانه او د طاؤس تخت یې چور کړل ، اکثریت وګړي یې تر تېغ تیر کړل ، او مغولی واک یې په باالقوه توګه پای ته ورساوه چی نور نو یوازی په نوم او تشریفاتی ډول ژوندی و . دې کار هر یرغلګر په تیره بیا مرهیټه متعصبان تیري ته هڅول .


دوهم  ـ د مرهیټه وو یرغل :
د ډیلی سلطنت په شمال کی د نادر افشار تر وژلو وروسته له نور نښتېځلو څخه بېغمه سو خو د جنوب لخوا بیا مرهیټه متعصبو د هغه د دې کمزورۍ ، مفلیسۍ او بې کسۍ څخه ناوړه ګټه واخیسته او د یو جبری تړون له مخی یې د ډیلی په مغولی اداره او خزانه کی د ونډې امتیازات او حقوق تر لاسه کړل . مرهیټان د شمالی هند پر ډیره برخه مسلط او قابض سول چی له دې امله مغولی پاچا « دوهم شاه عالم » نور نو په ډیر حسرت او مشقت سره شپې سبا کولې او هیڅ صلاحیت یې نه درلود . علاوتأ ، مرهیټه وو بېله ځنډه ( په ۱۷۵۸ کی ) پنجاب هم پسی ونیو او مابعده هدف یې د نوي جوړ سوي افغانستان نیول و چی دې پلان یې په سیمه کی د ځواک د انډول ګړندﺉ بدلون رامنځته کړ .


درېیم  ـ د مسلمانانو ځورول :
هندو راجپوتانو ، جتانو او په تیره بیا مرهیټه وو په شمالی هند کی د اشغالی سیمو د ټولو هغو مسلمانانو خصوصأ پښتنو ځورولو او کړولو ته لاس واچاوه چی د دوی ملګرتیا به یې نه کول ، د دوی هدایات به یې نه منل ، د دوی بیعت او اطاعت به یې کاوه ، او د دوی مالی او پوځی امداد به یې نه کاوه . د دغسی ظلمت او وحشت لوی قربانیان د نجیب الدوله تر قوماندې لاندی پښتنی مسلمانان وو چی مرهیټه وو پسی اخیستی وو . دغو هندوانو په تیره بیا متعصبو مرهیټه وو په زرګونو مسلمانان بندیان ، فراره او یا ووژل چی دې مغرورانه اعمالو مسلمان مشران ( په تیره بیا شاه ولی الله دهلوی ) مجبور کړل چی احمد شاه بابا ته د اسلامی امت د ژغورلو او خلاصون دعوت ورکړی تر څو هغه په هره توګه چی وی هرو مرو ځان را ورسوی او خپل اسلامی مسؤلیت ادأ کړی . شاه ولی الله (رح) احمد شاه ابدالي ته داسی ولیکل : « د راحت ژوند پرېږده . توره راوباسه او تر هغو یې په تیګې کی بیرته مه ننباسه څو چی د اصلی ایمان او کفر تر منځ فاصله نه وی ایجاد سوې . »  له دې نه پرته ، د ډیلی واکمن دوهم عالمګیر او نجیب الدوله هم  کندهار ته لیکونه ولېږل او د هندی مسلمانانو د خلاصون او نجات لپاره یې احمد شاه بابا راوباله .


څلرم  ـ پر افغانستان د یرغل ګواښ :
مرهیټه یرغلګر د جنوب ختیځ هندوستان د « پونه » څخه تر ډیلی پوری مخته راغلل او پر مغولی واکمن « دوهم شاه عالم » یې ججه کښېښوول . مرهیټه متعصبین وروسته د ډیلی څخه نور هم مخ پر شمال وخوځېدل څو چی د ۱۷۵۸ په مارچ کی یې سرهند او یوه میاشت وروسته  یې لاهور هم پسی ونیول او د احمد شاه بابا زوی تیمور شاه یې هلته مات او د لاهور څخه وشړﺉ . دا لا څه ، مرهیټه وو غوښته چی خپل دغه پرمخیون ته پایښت ورکړی آن د افغانستان زړه یعنی کندهار ته ځانونه ورسوی او دا ټولی سیمی لاندی کړی . مشهور هندﺉ تاریخپوه « کوشیک روی » لیکی چی د دې جنګ مرهیټه قوماندان رګوبا د لاهور څخه د تیمور شاه تر شړلو وروسته په « پونه » کی خپل پیشوا ( یعنی واکمن ) ته د ۱۷۵۸ د مې پر څلرمه یو لیک ولیږﺉ او په هغه کی یې داسی ورته ولیکل :
« موږ د مخکی څخه لا تر ډیره حده لاهور ، مُلتان ، کشمیر او نور وطنونه چی د اټک پر دغه څنډه واقع دي ، نیولي دي . او هغه سیمی به هم ډیر ژر ونیسو چی دمګړﺉ زموږ تر واک لاندی نه دي راغلي . د احمد خان ابدالي زوی تیمور سلطان او جهانخان زموږ د پوځیانو تر تعقیب لاندی دي او د هغوی پوځونه په بشپړ توګه لوټ کړای سول . هغوی دواړه اوس د یوڅو ماتو ګوډو پوځیانو سره پیښور ته رسیدلي دي . . . موږ دا تصمیم لرو چی خپل واک تر کندهار پوری وغځوو . »


هو ، پر هند باندی باالعموم او پر مرهیټه وو باندی باالخصوص د احمد شاه بابا د یرغل یو علت د همدې مرګوني تهدید پای ته رسول و ، نه کوم استعماری هوس یا بل څه . د احمد شاه بابا دغه  یرغل تعرضی نه بلکی تدافعی او التزامی جنبه لرله ، یعنی یو بشپړ مجبوریت و .
احمد شاه بابا چی د خپل زوی تیمور شاه او ملګرو حالت ولید چی مرهیټانو او سیکانو د لاهور څخه وشړل او کله چی یې د هغوی دا بیانونه واورېدل چی د مرهیټانو او سیکانو ایًیتلاف پر جدیدالتأسیس افغانستان باندی هم د یلغار تصمیم لری ، نو ډیر وخښمېد . احمد شاه بابا د یو مجرب جنرال په توګه په ۱۷۵۹ کی د افغانانو یو لوی ( یعنی دیرش زره کسیز ) پوځ تهیه او سرښته کړ او د « روهیله » نجیب خان یوسفزي سره تر مشورې او مفاهمې وروسته د همدې کال په پای کی لاهور ته وخوځېد او تر ډیلی پوری یې د غلیمانو ټول پوځونه مات کړل او وروسته یې خپل پوځ د روهیله په ګاونډ کی « انوپ شهر » ته ورساوه او هلته یې د « اود » د مشر ( نواب ) شجاع الدوله سره تړون وکړ تر څو په ګډه به پر مرهیټانو باندی ورځی . نجیب خان او شجاع الدوله ځکه د مرهیټه وو سره جنګېدل چی د هغوی ظلمونه یې پر خپلو مسلمانانو باندی په سترګو لیدل .



 احمد شاه بابا په خپل محل کی


فلهذا ، څلور عمده عوامل وو چی د پانی پت درېیمه جګړه یې حتمی او لازمی کړه . که دا څلور لاملونه نور هم پسی وشنو ، نو موضوع به ډیره اوږده  سی . په هر حال ، په پانی پت کی د زرګونو افغانانو په تیره بیا پښتنو د وینو تویًیدل د افغانستان د دفاع یو جبر و ، نه کومه جاه طلبی یا مادی نفع . وګورﺉ د پانی پت له جنګه وروسته د احمد شاه بابا ډیر پوځیان ځکه ګیله من او خوابدي وو چی تنخاوي یې نه وې اخیستي او خپل وطن ته یې پر تګ مسلسل ټینګار کاوه . دا چی ځیني مغرضین او د افغانی تاریخ مسخ کونکي په غلطه ادعا کوی چی احمد شاه بابا ګواکی د هندوستان ثروت او خزانې ورکشاوه ، کورټ تهمت او درواغ ده . وګورﺉ یو ځل نادر افشار د طاؤس د تخت په شمول هر څه لوټ کړي وو ، بیا مرهیټانو جبرأ د ډیلی د مغولی حکومت ټول ثروت او خزانې پسی لوټ کړې . احمد شاه بابا چی سوقیات کول ، هلته هیڅ هم نه وو پاته ، بلکی خزانې تشی توري ولاړي وې . انګریز تاریخ پوه مالیسن یو نیم سل کاله پخوا لیکی چی : « احمد شاه ابدالی ښه پوهېدﺉ چی د هند وینی وچی سوي دي ، څه نه لری چی وړي یې وای . نو د ده په نزد بهترینه چاره دا وه چی هندیانو او مغولو ته یې  کورنۍ خپلواکي  ورکړه او خپل هېواد ته ولاړ . »


په هر صورت ، اوس به راسو د پانی پت درېیمی جګړې ته چی څنګه پلان او توحید کړه سوه . احمد شاه بابا د نصیر خان بلوڅ تر آرامولو وروسته د خپل دیرش زره کسیز پوځ سره ( چی مخکی ذکر سو ) مخ پر هند وخوځېد . مرهیټه چی د ابدالي پوځ په راتګ خبر سول نو د پنجاب څخه  وتښتېدل او سهارنپور ته ولاړل تر څو هلته د خپل لوی قوماندان (  ماجی سندیا ) سره مل سوي وای چی د نجیب الدوله یوسفزي او شجاع الدوله سره په جنګ اخته و . دا مهال د مرهیټه وو څلور لوی قوتونه د احمد شاه ابدالی د راتګ په وړاندی مستقر سول :
الف ـ د سندیا په مشرۍ یو لوی پوځ ډیلی ته د ابدالی پوځ د راتګ په وړاندی ؛
ب ـ د هولکر په مشرۍ یو لوی پوځ د جمنا د سیند پر کیڼ اړخ ؛
ج ـ د جګوراو او غازی الدین دوه پوځونه په ډیلی کی مورچل بندی سول ؛
د ـ د دکن مرهیټه دولت چی د دوی شاته د مرکزی حکومت او ځواک په توګه قرار درلود؛


د دغو ټولو پوځیانو مجموعی شمیر څه باندی یو لک ( سل زرو ) ته رسېدﺉ . ابدالی پوځ سهارنپور ته را ورسېد او هلته د نجیب الدوله او روهیله پښتنی خوانینو ( لکه سعدالله خان ، حافظ رحمت خان او د هغه زوی عنایت خان ، دوندي خان ، او قطب خان ) د لس زره کسیز پوځ سره ملګری سو او هغوی یې د مرهیټه وو له ګوزارونو څخه خلاص کړل . په دې ډول ابدالی پوځ څلوېښتو زرو کسو ته ورسېد او مخ پر ډیلی وخوځېد . مرهیټه قوماندان ( سندیا ) ډیلی ته نږدې په « بدنی » کی د یو لوی پوځ سره مقابلې ته ورغی چی په نتیجه کی ډیر شدید جنګ پیښ سو . افغانی پوځیانو په دونه شدت او سرعت سره حمله پر وکړه چی څو زره پوځیان یې ور ووژل او سندیا  د متباقی پوځیانو سره په چارنالو وتښتېد چی ۴۰ کیلو متره پسی تعقیب او هلاک سول . دغه ویرجن خبر مرهیټه بې اوره کباب کړل .
د احمد شاهی پوځ پنځلس زره سپاره پوځیان بېله ځنډه د شاه پسند خان اسحاق زي په قومانده تر جمنا پوری وتل او هلته یې د هولکر پوځیان غافلګیره او پسی مکوټ کړل . هولکر د صرف څو سوو کسو سره مالوه ته په تیښته بریالی سو . سورج مل او غازی الدین دواړه ابدالی پوځ ته ژوندي په لاس ورغلل مګر د حافظ رحمت خان په شفاعت له مرګه خلاص سول .
احمد شاه بابا دوه زره پوځیان د یعقوب علی پښتون او نواب محسن الملک په مشرۍ په ډیلی کی پرېښودل او پخپله د نور ټول پوځ سره تر جمنا  را پوری وت او په انوپ شهر کی د مرهیټه وو د غبرګون په انتظار کښېناست . دا مهال احمد خان بنګښ د فرخ آباد څخه او شجاع الدوله هم د « اود » څخه د خپل لس زره پوځ سره راورسېدل او د احمد شاه بابا سره یو ځای سول ( شجاع الدوله د مشهور صفدرجنګ زوی دی چی د پانی پت تر فتحی وروسته یې په ډیلی کی د لال کلا تر څنګ د احمد شاه بابا په افتخار یو ښکلی مسجد جوړ کړ چی د منارو څوکی یې د سرو زرو دي او دا جومات نن هم په خپل ټول عظمت سره ولاړ دی ) . تر دې لږ څه وروسته لس زره نور پوځیان هم له کندهاره تازه راورسېدل ( چی جمعأ شپېته زره کسیز پیاوړی پوځ سو چی یوه درنه توپخانه یې هم لرله ) . دوی ټول په همدې انوپ شهر کی مرهیټانو ته په انتظار کښېناستل .


هلته د مرهیټه وو پیشوا ( بالاجی باجی ) د هندوستان ټولو هندوانو ( لکه مرهیټه وو ، راجپوتانو ، جتانو او نورو ) ته د یو ستر پوځ د جوړولو هدایت وکړ څو چی څلور میاشتی تیري سوې او دا لوی پوځ تهیه سو چی جمعأ دوه سوه زره ( دوه لکه کسان ) سول . مشهور قوماندانان یې ملهار راو ، هولکر ، ماجی سندیا ، ابراهیم ګاردي ، شمشیر راو او نور وو . د پوځ عمومی قوماندان د پیشوا خپل ورور ( سدا شیو بهاو ) و او خپل زوی ( ویشواس راو ) یې د هندوستان د آینده پاچا په نوم ورسره ملګری کړ . د دې عظیم پوځ ترکیب په دې ډول و : سپاره پوځیان : ۱۳۰۰۰۰ کسان ، پلي پوځیان : ۷۰۰۰۰ کسان ، ۲۵۰۰ جنګی او انتقالاتی پیلان ، ۲۰۰۰۰۰ ګامیښي ، څو زره اوښان او په زرګونو ملکی انسانان چی د پوځیانو مرستندویان وو . خو د مرهیټه مشر لوی سلاکار ( سورج مل ) هغه ته جدی مشوره ورکړه چی د افغانانو سره مخامخ او پر هواره جنګ مه کوه . ځکه دغسی کار زموږ په تاوان او د هغوی په ګټه دی . بلکی د افغانانو پر ضد باید چریکی عملیات وسی او سخت یې ستړي او هلاک کړو څو چی له هنده تیښتی ته مجبور سی . خو ( سدا شیو بهاو ) د ده مشوره په باک رانه وړه .
په هر صورت ، دغه ستر پوځ په ډیلی کی د احمد شاه بابا پر مخکښ پوځ باندی سخته حمله وکړه . په کنجپوره کی یې عبدالصمد خان اشتنغری د خپلو ټولو پوځیانو سره له منځه یووړ . څنګه چی د جمنا اوبه ډیري راپورته سوي وې ، نو ځکه نور افغانی پوځیان کومک ته نسول ور رسېدای او په دې ډول د جمنا پر راسته خوا د ابدالی پوځ امنیتی پایګاه ونړېده ، او اوس نو په هره توګه او هرڅونه تلفاتو چی کېده ، هغوی باید هرومرو تر سیند ور پوری وتلي وای . د ابدالی پوځ یو قوماندان ( احمد خان ) د خپلو دوو زرو خیبری پوځیانو سره په اوبو کی ډوب او یا هم د پوری وتلو پر مهال مرهیټانو له منځه یووړل . نو ځکه افغانی پوځیان مجبورأ په ( پاکپت ) کی په ډیر مشکل سره تر جمنا راپوری وتل او مخ پر کنج پوره وخوځېدل او د خوراکی موادو دغه ستر ګودام او لویه کلا یې ونیول . مرهیټه وو له مخکی څخه پانی پت د جګړې لپاره غوره کړی و  او هلته وخوځېدل او کلکی مورچې یې جوړي کړې .
مرهیټه وو خپل پنځه ویشت زره پوځیان په ( سنبالک ) کی د افغانانو په وړاندی مستقر کړل . خو د شاه پسند خان په قومانده افغانی مخکښ پوځ سنبالک ته په مجردی رسېدو سره پر هغوی سخت یلغار وکړ او مرهیټان یې له تیغه تیر کړل ( خو ځینی هندی منابع ادعا کوی چی دا پوځیان شل زره وو چی د لرګو او بوټو د ټولولو لپاره وتلي وو ، نه د جنګ لپاره ) . وروسته له دې احمد شاه بابا د اصلی پوځ سره د ۱۷۶۰ د اکتوبر پر ۲۹ پانی پت ته را ورسېد او ځای پر ځای سو . احمد شاه بابا د یو بهترین پوځی تدبیر له مخی خپل پوځونه داسی مورچل بندی کړل چی د هلال غوندی پر مرهیټه وو راتاو سول او دا احتمالی خطر یې له منځه یووړ چی د هغوی لخوا د دوو جناحو او شا له طرفه تر حملې لاندی راسی .
احمد شاه بابا پر یوه لوړه غونډۍ سور رنګه خیمه لرله . دﺉ به هره ورځ  راتیً او لمونځونه به یې همدلته ادا کول او د دښمن جنګی وضعیت به یې مطالعه کاوه . د شپې به یې پنځه زره خورا مجهز پوځیان د غلیم د جبهو کرښو ته نږدې ور لیږل تر څو پر خپلو عسکرو پام وکړی او هر ډول ناڅاپی عملیاتو ته چمتو وی او په عین حال کی پرې نږدی چی په شپه کی دښمن ته اکمالات او اذوقه راورسیږی .
دوه نیمی میاشتي دغه دواړه خورا غښتلي او غیرتی پوځونه یو بل ته په داسی حال کی  مخامخ مستقر وو چی د دواړو تر منځ ۱۲ کیلو متره میدان خالی و . دواړو پوځونو به یو پر بل کله کله غلچکی او ناڅاپی کوچنۍ مګر شدیدی حملې کولې خو اصلی جګړه د ۱۷۶۱ د جنورۍ پر ۱۴ پیل سوه . دا چی اصلی جګړه ولی دوه نیمی میاشتي و ځنډېده ، علت یې دا و چی مرهیټان د ابدالی پوځ د برید په تمه وو تر څو حوصله یې ور ختمه کړی ، حال دا چی احمد شاه بابا بیا غوښته چی د مرهیټه وو خوراکی مواد او آذوقه ختم سی .  باالاخره د احمد شاه بابا تاکتیک بریمنه نتیجه ورکړه .


هو ، همدا حساس موقعیت او نازک وخت و چی د احمدشاه بابا پوځی لیاقت او قابلیت همدلته په اثبات ورسېد . وګورﺉ احمد شاه بابا په یو بیګانه او پردي وطن کی د څومره ستر ازمویښت او چلنج  سره مخامخ و .  احمد شاه بابا  په دې اجنبی او له هېواده لیری وطن کی چی د خپل پوځ د درې چنده لوی قوت سره جنګېدﺉ ، په دې وتوانېد چی د دښمن ارتباطی لیکي په پنځوس کیلومتریزه دایره کی له هری خوا بندي کړی او وکولای سی چی ټول هغه اکمالات ، مواد او خوراکی شیان چی مرهیټه وو ته راتلل ، قطع یا ضبط کړی . دا چی احمد شاه ابدالی څو میاشتی همدلته پاته سو نو ټوله اراضی او نقشه ښه ورمعلومه سوه . کله چی مرهیټانو وغوښته چی د ده اکمالاتی لاری وتړی ، برعکس احمد شاه ابدالی د هغوی اکمالات بند کړل او دا د احمد شاه بابا جنګ پوهنه او برېمنه جنګی ستراتیژي ثابتوی . دا څه عادی خبره نه بلکی د یو ستر جنرال ستر پلان و . همدا علت دی چی د مرهیټه پوځ غاړه ورځ په ورځ خفه کېده او ساه یې بندېده . ځکه نو هغوی هم بله چاره نه لرله بېله دې چی وتښتی یا په سخت جنګ کی ووژل سی . خو بیا هم مرهیټه مشر ( سدا شیو بهاو ) د جګړې په شپه شجاع الدوله ته یو پیغام ولېږی او د منځګړتوب یا بېطرفۍ غوښتنه یې وکړه ، که نه سهار به حمله درباندی وسی . مګر شجاع الدوله دا خط بېله ځنډه احمد شاه ابدالی ته ورښکاره کړ تر څو د مرهیټه وو له ارادې یې خبر کړی .
مرهیټانو مجبورأ حمله شروع کړه . د هغوی د جبهې کیڼ ځواک د پیشوا د زوی ( ویشواس راو ) په قومانده چی څلوېښت زره پوځیان ورسره وو ، سخته او تونده حمله وکړه . د هغوی تر شا ۲۴۰۰ پیلانو او د ابراهیم ګاردي درنې توپخانې برید پیل کړ . سخت جنګ ونښت . مرهیټه پوځیانو د « هري ـ هري » په نارو سره او افغانی پوځیانو هم د « الله اکبر » په لوړو نارو سره یو پر بل شدید وارونه پیل کړل . د هغوی یلغار دومره سریع او شدید و چی د نجیب الدوله مخکښ پوځ او د عنایت خان پوځیان یې ( چی جمعأ لس زره کسه وو ) سخت وځپل او بیا یې د عطا محمد خان کندهاری په قومانده نور پنځه زره امدادی پوځیان هم د ماتی سره مخامخ کړل . تر دې وروسته شجاع الدوله د نورو لس زره پوځیانو سره مقابلې ته ودانګل خو ویې نکړای سو چی د مرهیټانو پوځی توپان او د هغوی د پیاوړی توپخانې د پرله پسې ګوزارونو تاب راوړی . نور نو د افغانانو د ماتېدو نښي را ښکاره سوې . خو څو علتونو د ابدالی جبهې ماتېدنه یو دم په بریالیتوب سره واړوله چی مهم یې دا دي :
الف ـ احمد شاه بابا ډیر ژر یو نوﺉ جنګی او یرغلیز پلان جوړ کړ چی زر ـ زر پوځیان به مسلسل حملې کوی ؛
ب ـ وزیر شاه ولی خان د خپل آس څخه راکښته سو او تن په تن جنګ یې پیل کړ او پر پوځیانو یې ناره وکړه چی : وطن مو ډیر لیری دی ، چیری ځیً ، یا به یې وژنیً او یا به  وژل کیږﺉ !
ج ـ یو هندو پنډت شجاع الدوله ته د مرهیټه پوځ د داخلی جبهې اطلاعات راوړل ؛


احمد شاه بابا چی د یوې لوړی غونډۍ له پاسه دا جګړه او د غلیم توند یلغار مشاهده کاوه ، زړه یې وا نه چاوه او بېله ځنډه یې یو لوی جنګی ابتکار وکړ . ده خپل ځانی دوولس زره مجهز او زغره ور سپاره پوځیان تر خپلی قوماندې لاندی داسی مرتب کړل چی زر ـ زر پوځیان به ورمخته کیږی او سخت ګوزارونه به کوی او بیا به را شاته کیږی او پر ځای به یې نور زر پوځیان ګوزارونه پیلوی او دا سلسله به هیڅ نه قطع کیږی او په دوولس متناوبو حالاتو کی به پرله پسې ګوزارونه جاری وی .



 د پانی پت درېیمه جګړه ، د افغانانو او مرهیټانو تن په تن جنګ


 همداسی هم وسوه ، یعنی د ویشواس راو پوځیانو د مسلسلو ضربو څخه سرونه نسول پورته کولای او تر پرله پسې اور لاندی وو څو چی د ډیرو تلفاتو په نتیجه کی پر شا سول . همدا وخت و چی د افغانانو توپخانې او جنګی پیلانو هم پر دښمن مرګوني ګوزارونه شروع کړل . د مرهیټه وو پیلانو د دې سخت یرغل له امله دوری هوری ځغستل او خپل پوځیان یې تر پښو لاندی کول . تر دې توندی څپې وروسته د افغان پلی ځواکونو وار  راغی او پر دښمن یې ورټوپ کړ . په دې تن په تن جګړه کی د مرهیټانو تکړه قوماندانان ( سدا شیو بهاو ، ویشواس راو ، جهنکو او نور ) د خپلو ګڼ شمیر پوځیانو سره ووژل سول . مالیسن په دې رایه دی چی که مرهیټانو لږ نور هم ځانونه ټینګ کړي وای نو دا جنګ یې ګټلی و . ځکه چپه محاذ یې پر مخ روان و ، راسته محاذ یې سخت جنګ کاوه ، خو همدا مرکزی جبهه یې سره وپاشل سوه . په دې کار سره مرهیټه پوځیانو روحیات بایلل او د هولکر ، شمشیر راو ، ماجی سندیا په شمول پر شا وتښتېدل . ابراهیم ګاردي  ونیول سو او پسی اعدام سو .  افغانانو  د شا لخوا په تښتېدونکو پوځیانو پسی ځغستل او هغوی یې شپېته کیلو متره تعقیب کړل . د افغانانو اسونه ډیر تیز او په یوه ورځ کی یې لس کیلو متره واټن بېله مشکله واهه . که څه هم د مرهیټانو توري او نیزې ، غشي او لینده ډیر کلک او غټ وو ( چی نمونې یې اوس هم د هند په بېلابیلو موزیمونو کی موجود دي ) خو افغانانو بیا اغیزمن توپونه ، توپکونه او د استعمال سرعت درلود چی مرهیټه یې په وینو ولړل . بعضی هندي آثار لیکی چی ماجی سندیا یوازی ځغستل څو چی افغانانو ونیوﺉ او هغه هم خپل طلایی تاج ورکړ څو چی هغوی هم پرېښود چی وتښتی . په نتیجه کی دیرش ـ څلوېښت زره مرهیټه ووژل سول ، دوه ویشت زره یې هم ژوندي ونیول سول ، پنځه سوه پیلان ، پنځوس زره آسان یې افغانانو ته په لاس ورغلل او دوه لکه ګامیښي هم پر میدان پاته سوې . د افغانانو تلفات لږ و ، چی د  دوولس ـ پنځلس  زرو په حدودو کی وو . په دې ډول د پانی پت درېیمه جګړه پای ته ورسېده او د دې سرځوړیزه ماتی له امله شپږ میاشتی وروسته د مرهیټه پیشوا زاره وچاودله ( زهره چاودﺉ سو ) او په هند کی د دې جابر قوت نفوذ او واک هم د تل لپاره پای ته ورسېد .


د پانی پت د جنګ پایلي :


په معاصر تاریخ کی درې استعماری جګړې او د هغو فیصلې د لویو سرځوړیو په توګه ثبت او ثابتي سوي دي :
لومړی ـ مرهیټه افراطیونو ته د « پانی پت جګړه » ؛
دوهم ـ ناپلیون ته د « واټرلو جګړه » ؛
درېیم ـ برتانیې ته د « میوند جګړه » ؛
دا درې هغه تاریخی پیغورونه دي چی تل به د دې نومونو په اورېدو سره د هغوی نسلونه روحأ ځوریږی .


تر کومه ځایه چی د پانی پت په جګړه پوری اړه لری ، له بده مرغه د هغې سیاسی برﺉ د پوځی بري قرباني سو . د ختیځ هند کمپنۍ ( یعنی برتانویانو ) دا جګړه په ډیر دقت او جدیت سره څارله ، خو کله چی مرهیټه مات سول نو دوی ځکه د خوشالۍ څخه په جامو کی نه ځایًیدل چی د هند قوي ترین طاقت دړی وړی سو . برتانویان خو له دې درکه بېغمه سول مګر له بل پلوه سخت اندیښمن او نا آرامه وو . هغوی په دې نه پوهېدل چی احمد شاه ابدالی  د نورو افغانی پاچهانو غوندی  همدلته پاتیږی او که بیرته افغانستان ته ځی ( ځکه برتانویان ښه پوهېدل چی احمد شاه ابدالی څلور کاله مخکی لا د مغول واکمن دوهم عالمګیر سره خیښي کړې وه ، یعنی د هغه لور ګوهر افروز بانو بیګم یا زهره بیګم یې تیمور شاه ته چی دا مهال لس کلن و ، په نکاح کړې وه او د پاچا خور یعنی صفت بیګم یې ځانته په نکاح کړې وه ) ، نو ځکه د ابدالی د پاتېدو اندیښنه موجوده وه .
په هر صورت ، سیکانو پر ټول هند باندی د واک چلولو وس نه درلود ، مسلمانو نوابانو او هندو راجا ګانو مستقل قوت د لاسه ورکړ ( هغه چی د احمد شاه ابدالی سره ولاړ وو ، د هغه تابع سول او هغه چی د مرهیټه وو سره ولاړ وو ، ذلیل سول ) . نو انګریزان ځکه له دې درکه سخت پریشان او ناکراره وو چی یوازینی هغه طاقت چی کولای یې سو ټول هند یې اداره او کنټرول کړی وای ، همدا افغانی سوبمن پوځ او د هغوی ځیرک او لایق مشر احمد شاه ابدالی و او بس .
که احمد شاه بابا هند خپل استوګنځی غوره کړی وای ، نو ښایی برتانویان له هنده وتلي یا شړل سوي وای او دا هېواد به خدای خبر د څو لسیزو ( حتی پیړیو ) لپاره د افغانستان سره ګنډل سوی وای .


په هر حال ، تر هغه ځایه چی د احمد شاه بابا په سابقه او تجربه پوری یې اړه لرل ، هغه عمدتأ یو جنرال ، یو قوماندان او یو پوځی سپهسالار و . تاریخپوهان په دې رایه دي  چی د مرهیټانو او افغانانو تر منځ ( د پانی پت ) جنګ ځکه هرومرو پېښېدونکی و چی یوې خوا د مسلمانانو پر خلاف عملیات راپیل کړي وو ، حال دا چی دا بل قدرت بیا پر هند باندی بیرته د مسلمانانو واک غوښت . احمد شاه بابا چی د دې جګړې او حملې څخه کوم هدفونه او مجبوریتونه لرل ، پکښی کامیاب سو چی هغه  په لنډه توګه دا دي :
الف ـ د ستر روحانی لارښود شاه ولی الله دهلوی ، او مسلمانو مشرانو یعنی نجیب الدوله او شجاع الدوله بلنی ته لبیک ویل چی د مرهیټه هندوانو د ظلمونو څخه د مسلمانانو د ژغورلو او خلاصون لپاره یې احمد شاه بابا وربللی و .
ب ـ مغولی سلطنت چی د دوو پیړیو راهیسی پر هندوستان د واکمنۍ اصلی ښکارندوی و ، د مرهیټه تیریو له لاسه ډیر کمزوره او بې صلاحیته سوی و . احمد شاه ابدالي غوښته چی مغولی واک د اضمحلال او تباهۍ څخه را وګرځوی او د هغه قدرت بیرته اعاده کړی .
ج ـ احمد شاه بابا غوښته چی لومړی پنجاب د مرهیټه اشغال څخه بیرته خلاص کړی ( چی د نوي افغان دولت د عوایدو اصلی منبع وه ) او بیا هندوستان او خپلو افغانی متصرفاتو ته ورپیښ خطرونه یو یو له منځه یوسی .
د ـ تر ټولو مهمه دا چی احمد شاه بابا غوښته په دې یرغل سره یې د مرهیټانو لخوا پر افغانستان ( په تیره بیا کندهار ) باندی د حملې ګواښ له منځه وړی وای . ځکه مرهیټانو پر کندهار د پوځی  یرغل اراده لرله .
و ـ احمد شاه بابا هیڅکله د هندوستان د نیولو یا استعمار تکل نه درلود چی د پانی پت تر فتحی وروسته دا حقیقت عملأ ثابت هم سو . ابدالی برعکس غوښته چی د افغانستان نوﺉ هېواد او د هندوستان لرغونی هېواد ټینګ دوستان او ملګري وی . او ځکه یې د چارو واګي بیرته هندیانو ته وسپارلې ، او پخپله د خپل ټول طاقت او برېمن پوځ سره بیرته هېواد ته ستون سو .


دا ټوله هغه هدفونه وو چی احمد شاه بابا د پانی پت د جګړې او سوبی څخه حاصل کړل او په جګه غاړه ترې رخصت او خپل ټاټوبي ته ستون سو . خو ځینی عینی عوامل موجود وو چی ناوړه نتایج یې رامنځته کړل ، لکه :
لومړی ـ ځانی عوامل : په دې معنا چی شهزاده سلیمان د احمد شاه بابا مشر زوی و ، خو پر ځای یې شهزاده تیمور خپل ولیعهد وټاکیً حال دا چی د ده ښیً لاس یعنی وزیر شاه ولی خان د سلیمان خُسر و ، او دغه کار وروسته لوی جنجالونه او مخالفتونه ایجاد کړل چی ابدالي دولت یې له دننه خوږمن کړ . یا دا چی تیمور شاه د ډیرو افغانی او غیر افغانی خوانینو زوم کول او د هغه د ګڼو اولادونو لخوا وروسته د تربګنیو او جاه طلبیو له امله د ابدالی دولت پایې لړزېدل او باالاخره په نړېدو محکومېدل .
دوهم ـ کورني عوامل : په دې معنا چی د خپلو تکړه ملګرو مثلأ نور محمد خان علیزي او نورو سره د اختلافاتو پای ته نه رسېدل او څو ځله هند ته د پوځی مأموریت څخه ډیر ژر راستنېدل یا یې پر نیمایی پرېښودل ، چی دې عواملو دولت له دننه کمزوره کړ . ځینی تاریخپوهان په دې عقیده دي چی د ابدالی همدغو پوځی مأموریتونو پر کورنیو اختلافاتو سرپوښ ایښی و ، یعنی که پوځ پر کور مسلسل موجود وای ، د دوی په عقیده ښایی ډیر بغاوتونه پیښ سوي وای .
درېیم ـ سیاسی عوامل : په دې معنا چی د سیکانو راټوکېدونکی ځواک په عام ډول او د برتانویانو استعماری ځواک هم په خاص ډول جدی نه وو نیول سوي . په بل عبارت ، د یوه یرغلیزه روحیه او د بل درغلیزه رویه او د هغه احتمالی خطر هیڅ نه و درک سوي . مشهور برتانوﺉ ډګروال او تاریخ پوه مالیسن لیکی چی احمد شاه ابدالی « د سیکانو تهدیدونه او آینده خطرونه سنجولي او درک کړي نه وو . په مجردی  یو کال وروسته هغوی بیرته لاهور او ورپوري سیمي ونیولې . دﺉ هم بیا راغیً او هغوی یې وشړل . خو دﺉ لا په سرهند کی و چی اطلاع ورته راغله چی په کندهار کی ښورښ پیښ سوی دی . »
همدا علت دی چی احمد شاه بابا په ډیر تلوار افغانستان ته وخوځېد . په ډیلی کی یې د دوهم عالمګیر مغولی واکمن زوی ( عالی ګوهر ) د پاچا په حیث اعلان کړ ، خو څنګه چی هغه دا مهال په بنګال کی د انګریزانو سره اوسېدﺉ ، نو د هغه زوی ( میرزا جوان بخت ) یې د هغه په غیاب کی د نایب السلطنه په حیث کښېناوه . نواب شجاع الدوله یې صدراعظم او نجیب الدوله یوسفزی یې هم د جنګ وزیر ( سپهسالار ) مقرر کړ او پخپله افغانستان ته ولاړ .


ځینی هندی تاریخپوهان ادعا کوی چی د ابدالی همدا تلواری ستنېدو دوه لوی زیانونه پښ کړل : لومړی دا چی افغانستان ته لویه بدمرغي ور پیښه سوه ، او دوهم دا چی هندوستان په وړیا توګه انګریزانو ته سوغات کړه سو .  سیکانو افغانی متصرفات په پنځو کالو کی یو یو بیرته ونیول او انګریزانو هم  پر هندوستان باندی خپلي استعماری منګلي ډیر ژر ټینګي کړې .
څلرم ـ سوقیاتی او اقلیمی عوامل : په دې معنا چی د احمد شاه ابدالی پوځی مأموریتونو مسلسل جریان درلود . پوځ یې د خورا ساړه محیط څخه خورا تاوده محیط ته ( او یا هم برعکس ) په تګ راتګ کی و ، چی دغه کار څو منفی تأثیرات وښندل :
الف ـ د هوا حالاتو ، بارانونو ، ډکو سیندونو او سړو تودو څپو به هغوی پرله پسې ناروغ او له جنګی فعالیته اچول ،
ب ـ تر پوځی عملیاتو وروسته به ډیر ژر بیرته کندهار ته راغلل چی پوځیان به نور هم ستړي او هلاک سول ،
ج ـ پوځ چی به یوې خواته ولاړ ، شا ته به ښورښ پیښ سو ، او چی شا ته به راغی نو وړاندی به ښورښ پیل سو ،
وګورﺉ کله چی احمد شاه ابدالی او پوځ یې په ۱۷۶۲ کی د سیکانو څخه د لاهور او متباقی پنجاب د بیرته نیولو لپاره وخوځېد ، دﺉ لا په سرهند کی و چی په کندهار کی د بلوا اطلاع ورته راورسېده . دا مهال سخت بارانونه وو . سیندونه ټول غاړی غاړی بهېدل او هیڅ پلونه هم نه وو ، حال دا چی ابدالی باید د خپل پوځ سره ډیر ژر کندهار ته رسېدلی وای . نو ځکه مجبورأ مخ پر ستلیج و خوځېد او دهغه ځایه بهاولپور او بیا مُلتان ، دیره اسمعیل خان او د ګومل د غاښی څخه غزنی ته ورسېد . وګورﺉ د دې سفر په شروع کی ګرمی وه خو په پای کی یې ساړه وو . دې حالت ډیر پوځیان ستړي او پسی ناروغه کړل او ګڼ شمیر یې د دې ناروغیو څخه مړه سول . ابدالی د متباقی پوځیانو سره پایتخت ( کندهار ) ته په ډیره ستړیا او عجله سره ورسېد . دغه ټول اطلاعات د ده سیالانو ( یعنی سیکانو ) ته رسېدل او هغوی نور جرأت اخیستی او بیرته به یې ټولی سیمی ونیولې . د متصرفاتو دغه لاس پر لاس کېدل او د پوځیانو مسلسل سوقیات هیڅ نه قطع کېدل څو چی احمد شاه بابا پنځه کاله نور سوقیات ونکړای سول او وروسته د پزی په سرطان مبتلا سو او د پارسیانو د ځپلو لپاره یې تیمور شاه او نصیر خان بلوڅ ولیږل څو چی په ۱۷۷۳ کی پسی وفات سو .


په هر صورت ، د پانی پت له دې خونړۍ جګړې څخه هر لورﺉ ګټمن سو لکه د پنجاب سیکان او د ختیځ هند انګریزان . خو دوو هغو اصلی خواوو ستر زیان وکړ چی په دې جګړه کی یو د بل سره مستقیمأ جنګېدل لکه مرهیټان او افغانان ( او د دواړو ملګري ) . مرهیټان د افغانانو لخوا دړی وړی سول خو افغانان بیا د احمد شاه ابدالی د زوی د استراحت طلبیو او د لمسیانو د قدرت طلبیو او سیالیو قرباني سول . په بل عبارت ، د پانی پت د جنګ یوه ناوړه او منفی نتیجه دا وه چی په هندوستان کی د مرهیټه وارثانو او په افغانستان کی د ابدالی وارثانو د آینده پای له همدې ځایه راپیل سو .  په دې ډول د پانی پت سیاسی برﺉ د پوځی بري قربانی سو .
هو ، د زرګونو افغانانو سرو وینو د پانی پت پر سره میدان سور رنګ وشیندﺉ . د هغوی قربانیو او سرښندنو خو افغانستان او هندی مسلمانان د تباهۍ او بربادۍ څخه وژغورل مګر پایلو یې د دوی حق ادأ نه کړ . د هغوی ارواحونو په ډیر حسرت او غم سره د خپل سوبمن پوځ سره « تر بیا لیدو ! » خدای په امانیً وکړ . د هغوی د بدنونو حجرات نن د پانی پت د خاوری په ذره ذره کی نغښتي دي . د ټولو شهیدانو ارواح دې ښاد او یاد دې یې تلیاد وی . والسلام ، ( ن . صمد )
Nsamad57@hotmail.com
هغه مأخذونه چی په دې لیکنه کی می استفاده ورڅخه کړېده ، دا دي :


Historical Dictionary of India
By: Surjit Mansingh
New Delhi 1998


History of Afghanistan, to the Outbreak of the War of 1878
By: George Bruce Malleson
London1878


Advanced Study in the History of Modern India 1707 – 1813
By: Jaswant Lal Mehta
New Delhi 2005


BABUR-NAMA
Translated by: Annette Susanneh Beveridge
Reprinted: 1979
New Delhi


A Comprehensive History of Medieval India
By: P. N. Chopra, B. N. Puri, M. N. Das, A. C.  Prathan
New Delhi 2003


India’s Historic Battles: From Alexander the Great to Kargil
By: Kaushik Roy
New Delhi 2004


History of Modern India 1707 A.D. to 2000 A.D
By: Radhey Shyam Chaurasia
New Delhi 2002


Dictionary of Indo-Persian Literature
By: Nabi Hadi
New Delhi 1995