کوټه:پښتونخوا ملي عوامي ګوند د ولي خان بابړ د وژني سخته غندنه وکړه

مالک اڅکزی - کوټه | جنوري 14th, 2011


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په خبر ليک کښي د ځوان ژورناليست ولي خان بابړ پر وژنه سخت غبرګون ښول سوي دي او په خبر ليک کښي يه دا هم ويلي دي چي د ولي خان بابړ په غم کښي ګوند ددوي دکورني سره پوره شريک دي۔ او زياته کړې ده چي دا اول وار نه دي د۱۹۸۶، ۱۲مئي ۲۰۰۷، ۸ اپريل ۲۰۰۸سخه نيولې تر اوسه پوري په خونړي پيښو کښي د ترهګر او فاشسټ تنظيم ايم کيو ايم لخوا په زرګونوپښتانه سياسي کارکونکي،مزدوران، ژورناليستان، تجاران او اولسي وګړي په مړه سوي دي۔ او هم دغه لړي ده چي پکښي تيره شپه ځوان پښتون ژورناليست ولي خان بابړ يې ښکار سو۔ هغوي زياته کړيده چي اوسني دولت د دې په ځاي چي فاشسټانو او ترهګارانو ته سزا ورکړي دوي په حکومت کښي يو وار بيا شامل کړو۔

ګوند په خبر ليک کښي دا غوښتنه کړې ده چي بايد دا فاشسټ او ترهګر تنظيم د حکومت نه ژر تر ژره ويستل سي۔ او د ولي خان بابړ سره سره د ټولو معصومو خلګو په قتل کښي ککڼ قاتلان دي ونيول سي او په سزا دي ورسول سي۔او په کراچي کښي ميشته په لکونو پښتنو ته دي د سر او مال امان ورکول سي۔

Copyright Larawbar 2007-2024