کور / شعر / خاینان وساده ګان

خاینان وساده ګان

له افغان څخه به بل څوک وې کـرام
چی تاریــخ ورته شاهـد وې تل مدام

کور وځان کاندې تباه دې بـــل لپاره
پـــه نـړې کې ورته وُ شـــې احـترام

بـې ګـناه وې لاس تـړلې روان شوې
پــه لاسـوکـې ځنځیرونــه تـربــګرام

دښمنان یی ورټیله کی په ارهاب کې
مسکین لاړشې بــې هدفــه وبې مرام

دې اسلام پـه نـوم تباه شـــې خبرنوې
چی دروغجن دې که افسردې که امام

خا‌ ینان یی ډ یــرما لونه په سرواخلې
دی پـــه ږوند کې وږې تږې بې ارام

ځنې اخلې رشـوتـونـــه لـه دښمن نــه
په خپل قوم باندې راکوزکاندې اجرام

ځنې خـوله باندې وهې دسـولې چیغې
خــوهـــدف یـی ټـولـول حــلال حرام

چورچپاویی په هیوادکې وې جوړکړې
وجدان مړوې احساس نه کړې پُه الام

نـه دې دین نـه انسانیت خــبرې اورې
بــد مـرغــیو پـوسې ګرځې لکه انعام

دخپل نس دې مړه ولوپـه درچـل کـې
سـرګــردان وې لــه سهاره تــر ماښام

راځې خپل ځانونه خپله باندې سم کړو
چی یــوځل راتــه بـیا وُوِیل شې اکرام

افغانې پت وپښــتومـــوراږوندې کړو
میـــنه زړوګـې شـفافـیت وپـاک الهام

دِ حـق لاره کې(علې خانه)مه ویریږه
(1)که دې سرشې ترینې زارلکه صدام

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

. شهید اتل صدام حسین .1