کور / کیسه / انسان

انسان

انسان سپیڅلۍ او خلاق موجود دۍ،چی نه یواځی په ځان جوړه ونه،بلکه د پرمختللي دوران سره دخپل دننه نړۍ کي دخپلواکۍ په سریزه کي د اندیښمنتیا دکاروان سا لار هم دۍ.

هو: په اندیښمنتیا کي هر څه ﺉ هم ښوونځۍ ده هم معبد دۍ، هم ایمان دۍ او هم علم،هم پیاوړتیا ده او هم عزمت،هم مینه ده اوهم آرمانونه له ځانه سره لری،او دخپل باندنۍد خوا و شا په پیژند ګلوي او په اثرښندونکو پیښوسره خپلي اندیښنی غني کوي،په پوهیدني او غښتلتیا

سره دخپل تخیل لمن پراخه وي او په هغه کی د خپل هستۍ لټون کوي

تر څو دخپل ځان او باندنۍ نړۍ پیښي وپیژني.

هو:هغه په هنرمندی سره هر څه په هره ګړي کي بیل بیل تصویرونه په خپل ذهن کي پرځای کوي.

هو:انسان د اندیښمنتیا او ویښتیا په ټولو امکاناتوسره دخلاقیت هغه

ممتاز موجود دۍ چي دخیال دنړۍ معجزی د ملغلرو په څیر راغوڼډوي

او دغه حیرانونکي معجزی په ځانګړی حیرانتیاو سره د عا لم،فیلسوف

ویونکي،لیکوال،شاعراو انځورګر په بڼه د انساني ژوندانه ډګر ته وړاندی کوي

ځکه دهغه تخیل د حیرت انګزه توکو څخه غوړیږي، هر هغه دخلاقیت

کار چي هغه ءي سرته رسوي او هم د ژوندانه پرمختګونه دهغه د پاک

روح جز ګڼل کیږي، دغه سپبڅلۍ او شریف روح په علم هنر سره د هر

څه نه مخکي تر نورو شیانو دۍ، او لوړتره دا چي هغه بشري دوام لرونکۍ ژوند له هغه ځایه پیژندلۍ دۍ چي خپل ځان د ټو لنیزو اندیښنو

جز ګڼي، ځکه نو خپل ځان په ټولنه کي او ټولنه په خپل ځان کي ویني

اود انساني ژوندانه تمدن او پرمختګونه او د ټولنیزو اندیښنو وړاندی تګ

د بشري تاریخ بیلګه بولي.