دسويلي سوډان د خپلواکۍ په موخه درايو ورکونې بهير پيل شو

34 | جنوري 9th, 2011


درپوټونو له مخې په سويلي سوډان کې په زرګونو سوډانيان دراييو مرکزونو ته ولاړل ترڅو دراييو ورکونې په بهير کې ونډۀ واخلي .
په ورته وخت کې په مرکزي سوډان کې هم ولسمشرانو منلي چې رايه ورکونه به دخپلواکۍ او بهبود په موخه ترسره شي .
اخوا دامريکايي سناتورجانکيرې په ګډون يوشمير نور نړيوال مشران درايي ورکونې دبهير دڅارنې په موخه سوډان ته ورغلي .
دسويلي سوډان مشر ديوه خبرې کنفرانس کې وويل دغه ټول پوښتنه دسوډانيانو لخوا يومهم ګام دى
ويل کيږي درايي ورکونې دغه پروسه به يوه اونۍ دوام ومومي او دسوډان خلکو ته موقعه ورکوي چې ديو واحدسوډان غواړي اوکه په څو برخو وويشل شي .
ديادونې وړده دغه پروسه په دوه زره پنځم کال کې دسولي په هغه ناسته کې ترسره شوه چې دشمالي اوسويلي سوډان ترمنځ يې کورنۍ جګړه پاى ته ورسوله .

Copyright Larawbar 2007-2024