وزير: تلويزونونه دې د دښمنۍ پر روحيه ولاړي خپرونې نه کوي
داطلاعاتو اوفرهنګ وزيرپه هيواد کې پرټولو خصوصي تلويزيونونو غږ ترڅو دهغه څه له خپرولو څخه ډډه وکړي چې دښځو په وړاندې د دښمنۍ روحيه لري .
نوموړي وايي يوشمير خصوصي تلويزيونونه په غيري مسؤلانه ډول دښځو په وړاندې دتاوتريخوالي ډکي خبري اتري کوي اوياهم دښځو اړونددمؤسسو او سازمانو په عيري اخلاقي ګنګوسوي لاس پوري کوي چې دمدنۍ ټولني دژوندانه داصولو او تهذيب پرخلاف دي .
دهيواد داطلاعاتو اوفرهنګ وزير ټينګار وکړ که کوم تلويزيون له دغه پريکړي سرغړونه وکړي نو دوي به يې په اړه کلک غبرګون وښايي .