د وزيرانو شورا فرهنګي کمېټې غونډه وکړه
دوزيرانوشورادې فرهنګي،پوهنې او دټولنيزخدمتونودکمېټې غونډه دجمهوري رياست دلومړي مرستال او ددغې کمېټې دمشرمحمدقسيم فهيم په مشرۍ د صدارت د ګلخانې په ماڼۍ کې جوړه شوه.
دغونډې په پيل کې داجنډاسره سم دبلخ پوهنتون ديوه تنه استاددعملي رتبې دتصبيت موضوع وڅېړل شوه.
وروسته له هيوادڅخه په بهرکې دمهاجرينو دراستنولو دچارودوزارت دنمائينده ګيو دکارکونکو دخدمت دمودې او دې ټاکنې اودبدلون طرزالعمل غونډې ته وړاندې شو.
دجمهوري رياست لومړي مرسيتال په څوګاونډيو هيوادونوکې دمهاجرينو دراستنولو چارو وزارت دنماينده ګيو دپوسټونو دساتنې داړيتاپه پام کې نيولو سره ټېنګار وکړهغه کسان چې په دغو پوسټونوکې ګمارل کيږي بايدښه صفتونه،مسلکي پوه اوفهم او ښه ولسي چلندولري.
چې وکولى شي په نظروړهيوادونوکې دافغانستان دخلکودفرهنګ استازېتوب وکړي.