مکسيکو په نښتو کې ٢٥ تنه مړه او څلور ژوبل شول

34 | جنوري 9th, 2011


دمېکسيکوپه اکوپلوښار کې دنشي توکو دکاروبارياو ترمنځ دوسلوالو بريدونوپه پايله کې څه باندې (پنځه ويشت ) تنه ووژل شول او څلورتنه نورژوبل شوي دي.
پوليسود( پنځلسو ) مړوجسدونه دسړک دغاړې اودشپږو نورشکنجه شووکسانوجسدونه يي ديوه شخصي موټر څخه موندلي دي.
دويلوده چې ددغو بريدونوله مله ديوه امنيتي چارواکي په ګډون اووه تنه نوروژل شوي او څلورنورټپيان شوي دي.
ديادونې وړده په مکيسکو کې دنوموړي هيواد دولسمشر لخوا دقاچاق وړونکو په وړاندي دمبارزې په ترڅ کې په هغه هيواد کې ګڼ تاوتريخوالى رامنځ ته شوي چې له امله يې تردا مهاله تر ديرش زرو زيات کسان وژل شوي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024