کور / سپورټي / كليوالې مېرمنې، په مرګونې حالت كې

كليوالې مېرمنې، په مرګونې حالت كې

په كليو او بانډو كې ډېرې ښځې د خپلې كورنۍ د نوم د لوړ ساتنې لپاره اړې دي، چې د كورنيو چارو ترڅنګ نورو درنو كارونو ته هم اوږه وركړي، په كليوال چاپېريال كې يوې ښځې ته په يوازې ځان د كورنيو چارو سرته رسول، لكه: اخلى پخلى، پاكي، صفايي، د ماشومانو روزنه، د څارويو خوراك- څښاك، د څارويو د غوجلې او ساتنځي پاكي او صفايي له توان او وس څخه وتلې خبره ده، خوا دا لا څه چې پښتنې مېگرمنې خو له دې وېرې چې سبا يې څوك لور ته دا پېغور ورنه كړي، چې: اول به دې په كار ښه پوهه كړې واى، بيا به دې وركولاى او دا رنګه د نورو سپكو سپورو له وېرې اړې دي چې په پټه خوله نورو درنو پېټو ته هم تيارى ونيسي.


په كليوالو سيمو كې مېرمنې لو، للونى (پوجي يا خېشاوه)، د پنډونو چلونه، د بامونو او دېوالونو اخېړول او داسې نور كارونه هم ترسره كوي، دا چې دغه ډول فزيكي كارونه د مېرمنو پر اروايي او جسمي وضعې څه اغېزه لري، څوك يې اټكل نه شي كولاى.


كله چې په يوه كور كې كومه ښځه ناروغه شي، نو د كلي له طبيب څخه ورته يو څه واخلي او وريې كړي، نه يوازې يې په دې كورنيو داروګانو سمه درملنه نه كېږي، بلكې د ورځو په تېرېدو سره يې ناروغه لا زياته او غښتلې كېږي، ان چې له علاج او درمنلې هم عاجزه كېږي. خو دغه مېرمنې د ډېرو ستونزو او دردونو د زغملو ترڅنګ زياتې رټل كېږي او د نارينه وو له خوا سپكې سپورې هم اوري، خو مېرمنې حق نه لري چې د ځان دفاع وكړي، نه يې هم مېړونه يا خاوندان كولاى شي چې د خپلو مېرمنو پلوي وكړي. ځكه زيات نارينه خو د خپلې مور او كورنۍ د نورو غړو نظرونو ته ددرنښت په سترګه ګوري، خپله مېرمن خو يوه انسانه هم نه ورته ښكاري. هر خراب كار او هره تېروتنه يې دومره پړسول كېږي، چې د پېغور په توګه يې ټول عمر وريادوي، ترټي يې او ان چې له وهل ټكولو يې هم لاس نه اخلي.


كه چېرې كوم وخت د اړتيا له مخې كوم نارينه د خپلې مېرمنې پلوي كوي، نو د اجړا- نرښځوكي يا د ښځې د غلام په نوم نومول كېږي.
 اكثره نارينه هم د دې خبرو له وېرې څه نه وايي، ځكه دوى دا ګڼي، چې شيخ فريده! خوله دې پټه بهتره ده. خو دا پټه خوله پاتې كېدل د دوى په زيان څه، چې د دوى د مېرمنو د مړينې لامل هم ګرځي. ځكه كه د دوى ښځو ته كومه ستونزمنه ناروغي پيدا شي او ناروغه مېرمن كه د خپلې سختې ناروغۍ له كبله خوله خلاصه كړي، نو د خسرګنۍ له خوا د “مكارې” په نوم يادېږي، دا مېرمنې له يوې خوا د خپلې ناروغۍ، له بلې خوا د دغې ترخې خبرې له كبله چې مكاره ګڼل كېږي، ډېره ځورېږي. خو كله بيا داسې وخت راشي، چې دغه ناروغه مېرمن د مړينې د كندې خوا ته لاړه شي، ارمانونه يې نيمگګړي او اولادونه يې په تش ډاګ كې خوار او زار يتيم او يوازې پاتې كېږي.


اكثره مېرمنې چې ناروغې شي، د كورنۍ د نورو غړو له خوا په زوره كورني داروګان يا نوره جوشانده وركول كېږي، په زوره يې درملنه كوي، خو ډاكټر ته يې نه بيايي، ځكه دا د ځان لپاره د پزې پرې كېدل ګڼي، چې مېرمن يې ډاكټر ته د درملنې لپاره يووړل شي.
په اكثره سيمو كې خو چې كومه پېغله ناروغه شي، بېخي چا ته څه نه وايي، ډاكټر ته خو يې ړول كفر ګڼي، ځكه دوى كه خپله پېغله كوم ډاكټر ته يوسي، نو سم له لاسه د كليوالو له خوا ورته پېغورونه وركول كېږي، چې په دې كې كوم عيب و، يا به يې كومه لويه ناروغي لرله، چې دغه نجلۍ يې ډاكټر ته بېولې وه.
 ښايي د مېرمنو دا وړ ستونزې ګڼ شمېر نارينه وو ته د اندېښنې وړ او سختې نه وي، ځكه د څو ورځو په تېرېدو سره يې په سر كې د بلې ښځې او نورو شوقونو خيالونه چكر وهي او تر دويم واده وروسته يې هغه لومړنۍ ښځه خو څه، چې هغه ګلالي- ګلالي ماشومان هم هېر شي.


خو وايي: د زاړه منګي اوبه خوږې وي.  نوې ښځه او نوى ماشوم يا ماشومان هم ګران  او خواږه وي.  هغه ښځه چې له دغو نارينه وو سره يې د ژوند سړې تودې، خوارۍ، نېستمنۍ او سختۍ ګاللي، دا ټولې خوارۍ يې په اوبو لاهو كېږي، خو د ډېرو نورو لپاره بيا له صبر او زغم څخه وتلې خبره ښكاري. خو دا ډول زړه سواندي خلك بيا ډېر كم دي.


چا د هغو مېرمنو او پېغلو پوښتنه يا پلټنه وكړه، چې پر ښوونځيو او پوهنتونونو سربېره پر خپلو كورونو كښېناستلې، ځكه نارينه ګان يې اجازه نه وركوي، چې نورې زده كړې وكړي، يا دې هم بل چا ته سبق ورزده كړي. ځكه دوى ان د خپلې مېرمنې ژوند، مرګ او هره ساه خپل مال ګڼي او خپلې ښځې په يو ډول انحصار كې ساتي.


همدا اوس اكثره مېرمنې د نارينه وو له خوا داسې وهل كېږي، چې په بدن كې يې د لښتو د ګوزارونو نخښې پاتې دي، ايا دا ښځې حق نه لري، چې لږ تر لږه د يوه انسان په توګه ژوند وكړي؟
ښځه څومره مهربانه موجود دى، خو څومره ژر يې د وجود ګل د نارينه وو له خوا، له كومې وجې پرته مړاوى كېږي.
همدغه نارينه بيا د دې پرځاى چې د خپل ژوند شريك وپالي، پوښتنه، پالنه او درملنه يې وكړي، پرمرګ يې هم باك نه كوي، ځكه چې دوى كولاى شي، د لږ دولت په بدل كې بله ډولۍ راولي. خو په دې توګه هم د خپلو اولادونو ژوند بربادوي، هم د يوې بلې پېغلې برخليك.


 په كليو كې چې كله كومه مېرمن په لومړيو كلونو كې كونډه شي، د خپل يوه اولاد لپاره خپل سر سپينوي، خو دا حق ځان ته نه وركوي، چې بل واده وكړي، وګورئ چې ښځې څومره وفاداره دي. كه چېرې د ښځو د حالت ښه والي ته جدي پاملرنه ونه شي، ډېرې نورې مېرمنې به هم د مرګ كندې ته ولوېږي.
له (هوسۍ ) په مننه