کور / تازه خبرونه / د ايساف څلور تنه سرتيري وژل سوي دي

د ايساف څلور تنه سرتيري وژل سوي دي

دسوله ساتو ځواکونودعامه اړيکو دفتر خبر ورکړ چې  څلورتنه دسوله ساتو ځواکونو سرتيري هېواد په سويل او سويل ختيځ کې تيره ورځ وژل شوي دي  . 


دغه څرګندونې دکب په اتمه په کابل کې دسوله ساتو ځواکونوديادشوي دفتر مسوولې جګړن  ډاوډيل Mar. Dowdell په يوه خبرپاڼې کې په ډاګه کړي ده .   


نوموړې  زياته کړه چې تيره ورځ يي ځواکونو يوکتار د پکتيکا ولايت په  مرکز ښرنې ښار ته څيرمه  پرې چاودنه وشوه، چې له امله يې دوه تنه سرتيري ووژل شول او يو تن يې سخت ټپي شو.  


نوموړې دسوله ساتو ځواکونودپاليسي له مخې د وژل شوي او ټپي سرتيري د تابعيت په اړه څه ونه ويل خو يوشمير رسنيو ويلي چې دغه سرتيري دپولنډهيواد اړوند دي . 


 پولنډ په افغانستان کې ١٢٠٠ پوځيان لري چې ډير شمير يي په يادې شوي سيمه پکتيکا کې پراته دي   


دغه راز ېره ورځ په سويلي ولايت کندهار کې د ماين د چاودنې له امله د ايساف دوه پوځيان مړه  اويو تن يې زخمي شوي دي . 


په کابل کې دسوله ساتو ساتونويوه چارواکي  جګړن  ډاوډيل په کابل کې دا ومنله چې يادشوي کسان يي په کندهار کې دماين دچاودنې له امله وژل شوي دي .


 په کندهار کې دوژل شوي پوځيانو دتابعيت په اړه دم ګړي هغوي  څه ونه ويل خو په کندهار ولايت کې دايساف کاناډايي سرتېري مېشت دي . 


دنن څخه دوه ورځې وړاندې هم په هلمند کي يوبهرنى سرتيري وژل شوي وو