کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ح.غمخور:دايې دنيك انديش نظر،بد انديش به ئي څه وايي؟

ح.غمخور:دايې دنيك انديش نظر،بد انديش به ئي څه وايي؟


که پښتون اوکه تاجک که ترکمن يې


که ازبک اوهزاره ددې وطن یې


دښمن غواړي چي له مانه تاجداکړی


پام دي وکړه ته اعضا ددي بدن یې


 


په افغانستان کې ټولو ژبو اودژبو ويونکوته  درناوی دټولو ملی دنده او وجيبه ده


دژبو تر منځ بحث اوسالمه سيالي ډير ښه اوپر ځاي کاردی ، همدا معقوله سيالي ددې لامل گرځي تر څو ژبه دپياوړتيا اوعلمی کيدو په لورگامونه واخلی  .                                      


تر دې وړاندي  چې دنيک انديش يابد انديش پر ليکنه خبري وکړم يوې مسلې ته دټولو درنو لوستونکو اوهغو چې دافغانانو سره دښمنی لري پام را اړوم  :


افغانستان  پنځه زره کلن تاريخ لري  داتاريخ  دټولو ښو اوبدو سره پدې هيواد کې اوسېدونکو افغانو پوري اړه لري  ،داسي نشی کيداي چې ښه دې يو قوم اوبد دی د بل قوم په نصيب شی .


که دادځينو افغان دښمنو په مزاج برابر تاريخي حوادث وڅېړو په افغانستان کې هيڅ يوه پاچا ،امير جمهور ریيس دقومی اړيکوپر بنياد دخلکو سره برخورد ندی کړی ،هغوي هغه څه کول چې دوي غوښتل اودهغه چا سره مخالف وه چې ددوي سره ئي مخالفت کاوه . زه ځکه لنډه خبره کوم چې ليکنه دلوستلو تر حوصلې ونه وزی .


دافغانستان دتاريخ پدغه موده کې  په افغانستان کې  دغلامی دوران مخ پر ختمېدو اودفيوډالي مناسبات مخ پر غوړېدوه ،ظلم اواستبداد هم په هغه پيمانه و،خو داټولو قومي بڼه نه بلکه طبقاتی بڼه درلوده ،که کوم پاچا اومحلی  واکمن دچاسر پرېکړی نوداکار ئي په ټولوقومونو کې دخپلو مخالفينو سره کړی  دي اوکه ئي کوم چاته امتيازورکړی هم ورته عمل شوی دی .يعنی دوخت حاکمانو دخپل حاکميت دساتلو لپاره دافغانستان دهر قوم دشتمن (بډاي ) اوپه سيمه کې داعتبار خاوندی کورنۍ درناوی کړی ،دهغوپه امر ئي خلک زندانی اوځينې ئې  بيا له زندانه  راخلاص کړی دي  .


پدې لنډه خبره غواړم دا څرگنده کړم چې دپاچاهانو په کوم قوم پوري تړل اوبيا هغه قوم دپاچاپه کړنو ملامت گڼل له انصاف اوکه څوک مسلمان وي له اسلاميت نه ليري خبره ده . ځيني کسان چې پرون ئي دسياسي اويامذهبی اډيالوژيگانو پر بنياد سرحد نه مانه اوټول ئي يو گڼل اوس  چې داډول کاروان تر منزل گاه پوري ونشو رسېدلاي  اودولسونوپر بدبختيو،خواريو اوغريبيو راټوکېدلي شتمن کسان اوډلې غواړي  په سيمه اودهغې جملې په افغانستان کې خپلې اودخپلو بهرنيو ملاتړو موخی تر سره کړی نوپه يوه اوبله بڼه دولسونوپه منځ کې  اختلافاتو ته لمن وهی ،داکېداي سي دا ژبنی وي ،قومی ،يامذهبي اوياهم سياسی  وی .


اوس چې په افغانستان کې زموږ دولس  دښمنان د پوځی لاس وهنو اوترهگرودرالېږلوتر څنگ دافغان ولس په بې اتفاقیو کې  هم خپلی گټی وينی نوئي خپلو لاسپو څو ته هدايت ورکړ چې  ددې ملک ديوه لوي اکثريت سره  دمخا لفت  اودهغوی دسپکاوی او له ژبې سره  ئې ددښمنۍ لارخپله کړی ،چې داکار دشوروی يرغل دپيل په دوران کې  را پيل اودبي ۵۲ الوتکو لويو وزرونورهم وغوړاوه .


که داسي نه ده نو ددغه يو ساده سوال جواب به  څه وی  : همدا اوس  دچاپی،ږغيزاو عکسی(کتابو،مجلو، اونيزو،ورځپاڼو، ويب پاڼو، راډيو اوتلويزيون) له لاری  يو شمير پېژندل شوی کسان اوډلي  شپه او ورځ  تلاښ کوی  دملت دحقوقوددفاع  ترنامه لاندی  افغانی  اصيل کلتور چي  دسيمي  دبل هر ولس تر کلتور اوږد تاريخ لري  دايرانی کلتور،ژبې ،لهجې اونورفرهنگی  توکو تر تاثير اوسويري لاندي  داسي راولي  چې دورکېدو خواته ئي لارپرانيزي ،دا کسان  پخوا چيري وه ؟؟؟ وايي عبدالرحمن خان  ظلم کړی ،شاه محمود خان  کړی  چا اوچا . . . هغوي ډير پخوا مړه شوی دي هډونه ئي خاوري شول .داپنځوس  په بل حساب سل کاله ارامه ارامی وه ،آسمان پورته ځمکه کښته وه ، داپنځه کاله  کيږی  يوه ځل  ټول راگرم شول اودژبې يامذهب ددفاع تر نامه لاندی ئي مټي رانغښتي ، نارې سورې ئي سر کړې .  پرون مې په اريايي سايټ کې يوه مقاله د څرک نوریال نومي په قلم  چې مستعار نوم  دی د((خرم صاحب د خدای روی ته وگوره، مکوه!))   تر عنوان لاندي ولوستل . دغه محترم ته غواړم  دومره عرض وکړم ،چې دئ مسلئ ته دخرم نوم ورکول اشتباه اوتيروتنه ده . زماهم دادريمه ليکنه ده ، لومړی زه دوزيرانو مدافع نه يم  اوله بلې خوا زه ځان تر هرچاپه افغانستان اوافغانانو پوري تړلي بولم ،هيڅ يو افغان  اوپه ځانگړې  توگه  دسالم  عقل خاوند  پښتون دې خبري ته لمن نه وهی چې په هيواد کښي ئي قومی ياژبنی اختلافات راوپاريږي  . همدا سايټ چي ستاسو مقاله ئي نشر کړې  ،يو وخت ماهم قلمی همکاری ورسره درلوده ،خوهيڅ وخت ئې  زما هغه ليکنې چې افغان دښمنه ئي رسواکول  نه خپرولې ،دوي  دپښتو ژبو يوازي هغه ليکنې خپروی چې ددوي پکښي گټه وی .همدا دليل شو چې ماخپله همکاري ورسره پرېکړه ، خوکه تاسو ځانته زحمت ورکړی په همدې  اويانورو متعصبو سايټو کې دژبې او قومونو په هکله خپرې شوی ليکنې ولولۍ پدې پوره باورلرم چې  سد به مو سرته راشی . زه او ټول ستاسو سره پدې قانع دی ، دهغه سړی سره چي په مردارو اوبو کې ولاړ وی اوتاپاک کالی اغوستی وي  داوبوپالشولوبه تير وتنه ده .خوپه  يوه خبره هم بايد ټول ځان  پوه کړی چې دلته دپښتو اودري  ژبې تر منځ داختلاف يو ټکی هم نشته ،موږ ته زموږ په هيوادکې ټولي مروجه ژبې  دخپلې مورنی ژبې غوندي گرانی دي . دلته يوازي  دپردودنوکرانودافغان دښمنه تلاښونو اوايرانی  اخوندانودهغوهڅو په مقابل کې مقامت  دی کوم چې غواړي زموږ  مروجه ژبې اولهجې د پهلوی فارسی اوايرانی  لهجې قربانی کړی . پدې راپورته شوې خبره کې يوازي ستاسو په اصطلاح پښتنو ليکنې ندي کړی اونه ئې حساسيت ښودلئ دی ،که تاسوپه  دری ژبه نوري پاڼئ ولولئ اوياهلته دليکوالو ليکني پدې اړه ولولی  ډير شيان به درته روښانه سی اوباور نبه مو راسي چې موږ ډير لږ ليکلي . زه خپله پدې باور يم چې پښتانه اوغير پښتانه ټول دامسوليت لری  چې دواحد افغانستان  دمروجه ژبو اوکلتور څخه دهر پردی  هغه کلتوری تجاوز په مقابل کې چې تاثيرات یې  منفی وی ملي مقاومت وکړی .


محترمه  دوزارت نوم هيڅ ندی مطرح شوی داخوايران پلوو مطرح کړی دي  اوهغه هم غلط ،داځکه چې ددې وزارت نوم دظاهر شاه په وخت کې داطلاعاتو اوکلتور وزارت و دانوم خو ددې وزارت  پخوانی وزير چې اوس په هند کې دافغانستان استازی دی  سره لدې چې ډير پدې باور دی چې هغه دايران استازی دي  هغه واړاوه اودکلتورپر ځاي فرهنگ وليکه ،دادځوانانو وروستاړی دکرزی صاحب ډالی ده چې پوري وتړل شوه ،يوځل ئې ځوانانو لپاره  وزارت جوړکړبل ځل ئي دبل وزارت په نوم کي ورځاي کړ .همدا ډول گالری دلومړی ورځی ملي گالري وه ،دانوی نوم (( ‎نگارستان )) هم دهغه ايران پلو وزير تحفه ده .


په هر صورت هيله می داده چې پښتوژبی ليکوال  دنوروپه څير پښتانه پدې ملامت نکړی چې گويا داخبره پښتنو راښورولې ده ،تر څو پښتون دښمنه ئي پر سر وگرځوي اوخپله سياسي استفاده ترې وکړی لکه چې همدا اوس له بدمرغه ديوشمير کسانو له نومونو څخه همدا ډول ناوړه استفاده کوی .خوپښتانه داحق لري پرخپل ملی کلتور،ملي  ترمينالوژی بايندي دهر گاونډی هيواد اوپه ځانگړې  توگه  دايراني يرغل مخه ونيسي .    پښتنوته پدې خاطر نصيحت کول چې له خپلي ژبې نه تيرشی هيچاته په هيڅ بڼه دمنلو وړندی ،دهمدې نصحيتوپايله داشوه چي اوس يوشمير خرڅ شوی وایی تاسوبېله  يوې پټي  خزانې بل کوم کتاب نلری ، او ياداچې ددوي په اصطلاح فارسی په ټول افغانستان کې عامه ژبه ده ،ملی بڼه لري  اويوازي همدا يوه ژبه بايد ملي وی ،په يوه خبره بايد سر سره خلاص کړو چې ايرانی چارواکي دډير پخوا غواړي پهلوی فارسی  دټولي سيمی ژبه وی اودنوروژبوکمبله ټوله شی .


بنأ هيله منديو چې دې مسلې ته ژبو دجگړې رنگ څوک ورنکړی  ،دلته يوازی دکلتوري يرغل اوايراني لاسپوڅوسره دمخالفت مسله مطرح ده اوبس .


رابه شودليکنی اصلی او اساسي لامل ته دغه سړی هم چي ځانته ليکوال وایی  په مستعار دنيک انديش  په نامه داليکنه کړې  ،يوه خبره اړينه بولم چې پدې ورستيو کښي که تاسو پام کړی وي ټولی هغه ليکنې چې پاروونکی اوافغانښمنه خصوصيات لري په بدلو نومونو خپريږي ،البته يوڅودگوتوپه شمار کسان چې  غواړي پر خپلو دا ډول ليکنوعلنی تجارت وکړی او امتيازتگر لاسه کژی هغوي هم په لومړی سرکې په مستعارو نومو خودير ژر رسواشول اوس په خپلو نومو ليکنې کوی ،ډيره اساسي خبرژه داهم ده چې دايران استخباراتی دري واړه شبکې غواړي په افغانستان کې  دفرهنگی اختلافاتو درازېړېدوپه موخه په بدلو اوستعارونومو خپله ليکني  کوی ،له همدې امله ډير څېړونکی پدې باوردی چې پدې مسله کې دايراني چارواکي يوازي په افگانستان کې پر خپلو گمارل  شوکسانو تکيه نه کوی بلکه خپله هم ميدان ته په بدل نامه وردانگی  . له همدي امله زه پدې باوريم چې داليکنه هم دافغان نده ځکه څنگه کېداي شی يوافغان په خپل هيواد کې دنوروقومونو پر خلاف داسي څه وليکی ،په هر حال زه کوښښ کوم  ددې ليکنې يو لږ څه مسايل سمدلاسه ځاي پر ځاي بيله زياتي تبصرې نه جواب کړم .


داښاغلی ليکی :


  اين خرم خان را ببينيدكه دست به  چه كارهاي دراين عصرجديد ميزندوزبان قبيله را با نابودي زبان همه اي مردم افغانستان جاگزين كرده به ادا كننده گان واژه زبان مادري، فارسي دري مجازات تعيين ميكند؟! . . .  استادان گرامي، ناظمي، باختري، زرياب،داكتر رويين،مهرين، بيژنپور،پدرام،سياه سنگ، رهبين، بارش، حميرانگهت  دستگيرزاده ، خانم زرياب ، خانم بها وصدها شاعرونويسنده اي زبدهء كشورچه در داخل وچه در خارج كشور، در برابراين كارواين پندار وزير فرهنگ، چه عكس العمل خواهيد داشت؟ لدې داروښانه معلوميږي چې دوي غواړي دايادشوی  کسان راوپاروی چې تاسو لاورته گوری ،ولي چوپ ناست ياست  ،سره لدې چې په پورته يادشووکسانوکې يوشمير بياهم مستعار نومونه دي اويوشمير ئي همدا کسان دي چې هر لحظه  دقبيله سالار پ تر نامه لاندی دهيواد لوي اکثريت ته سپکی سپوري وایی اوغلطی ليکنې کوی ټول تارخي حقايق په بله اوغلطه بڼه خلکوته وړاندي کوی . دې ټولوته تر خطاب وروسته يودم پر عطامحمد نور دبلخ  والي باندي  بې واره حمله کوي او ليکی ...استاد عطا محمد نور استاندار(والي) بلخ، بازهم ازسيستم استبدادي دولت مركزي پشتيباني خواهيد كرد؟ وحكومت مردم بر مردم راجرم جدا سازي كشور خواهيد دانست؟ د هغه پر حال دتمسا اوښکي تويوی ،کله نصيحت ورته کوی خوبيرته خپل اصلي هدف  ته راځی وايي  اين بيان ريس فرهنگ شما تفت گنديده اي فاشيزم به روي زبان شيرين فارسي دري نمي پاشد؟ اين اقا چه حق دارد كه انسانهارا دراين عصرمانع بيان واژه مادريشان شود؟ بلې رښتيا هم دادی تاسو خپله واياست چې دا ښاگلی ايرانی دي ځکه افغاني مور دته په دری ژبه داندی ورښودلئ دا ايرانی مور يوه ايراني زوي ته ورزده کوی . له همدي امله هم عطامحمد نور پر حق وچي  دهغه نه  ئې  ملاتژ ونکړ ،ځکه هغه په افغانستان کې دافغاني دولت مامور دی بايد اساسي قانون پلی کړی .


اين اقاي وزيرفرهنگ گريز، ضد فرهنگ اينقدر بيخبر است كه بازهم مانند تبار مستبدش مردم را وادار به پذيرش واژه هاي بي تاريخ وساخته وباخته اي پشتو تولنه را كه در بدل پول ملت خراسان ساخته وطرح ريزي شده اند، ميكند!


ښه ئي ويلي څوک چې خداي شرموی بنده یې نسي ساتلاي  ،دورايه معلومېږي چې خراسانی دی ،استخبارات هم کله کله غلطي کوی   دابې خوارکی  پدي ندئ خبر چې په ټولو هيوادوکې نه يوازي دژبې په هکله بلکه ټول علمی مسايلو دعلمی اکاډوميو کې څېړل کيږي  اودهرې مسلې په هکله هلته  لازمی پرېکړې کيږي  ،په افغانستان  کې هغه وخت پشتو ټولنه يوازنی علمی مرکزو چې کولاي ئي شول دداسي مسايلو په هکله پرېګړي وکړی ،هغوي ته افگانستان له بودجې نهمعاش ورکول  کېده نه دخراسان له خزانې څخه . داچې يو وخت وداسيمه  عربو دخراسان په نامهيادول  اوياشاعرانو په خپلو شعرونوکې ددې خبري يادونه کړې  هلته ئي هم يوازي ددغو متعصيبو کليو اوکوڅوته خراسان ندي ويلی ،اونه اريانا ددوي دکوردمخ دغولي نوم و.


دايران استخبارات هغوته چې دري ژبي دی اوچوپ دي زيات په قهر دي  چې پدې جمله کې دهغوي قهر له ورايه څرگندېږي  : اين فاشيستان معاصر وافغان ملتان كه بسياري كسان غير پشتو را تحميق كرده اند واز آنها سوي استفاده ميبرند. غواړي دبلخ والی  پر احساساتوراولي اوهغه ته نصيحت کوی  ،څرنگه چې ليکوال ايرانی دي نودافغانی کلتورپه باريکيو نه پوهيږي هغه ته خطاب کوي وايي  : ((آقاي استاد عطامحمد نور! برشما است كه دراين باره دقت نمايد وگسست فرهنگي واز خود بيگانگي تا اين سرحد بس است واگر بيشتر ازاين گسترش يابد واز جانب شما هم مورد حمايه قرار گيرد، شايعه بعضي مردم كه ميگويند، استاد عطا محمد نور هم از باشندگان اصيل بلخ ني، بلكه از جمله اي ناقلين فرهنگ تباه كن است، با حقيقت نزديك خواهد گرديد،مااين فارسي گويان قلابي را كم نداريم .)) يعني دبلخ والی هم يوله قلابي گويانوڅخه دی  .


خو ددې بې وطنه په مقابل کې به زموږ يودري ژبی هيوادوال  روح الله روحاني  ليکی :


((اما واقعيت اين است كه اصل اختلاف در همه جا بوده و هست واين امر نه تنها بد نيست بلكه عامل تحول، دگرگوني و پيشرفت است و طرح چنين مباحث در رسانه هاي كشور را بايد به فال نيك گرفت .بدون ترديد ناديده انگاشتن فرهنگ، زبان و رسومات يك ملت و تلاش در جهت حذف تمايزات فرهنگي آنان امري است ناممكن ، حال چه اين ملت پشتو زبانان و افغانهاي ساكن در كشور ، يا تاجيك ها هزاره ها واوزبيك هاي هموطن ما باشد. ))


نيک انديش وړاندي ليکی  ((ميگويد كه واژه « بلخ» از پشتوگرفته شده است ! شك نيست كه آريايها داراي قبايل مختلف وزبانهاي گوناگون بوده اند.  )) داښه خبره ده چې دا ايرانی گوډاگی دامنی چې په ارياناکې مختلفوقومونو ژوند کاوه ،خودومره نه پوهېږي چې ديوې سيمی نوم دهغې سيمي داوسېدونکوپه ژبه اېښودل کېږي،يعني پښتويوه له پخوانيو ژبوڅخه ده اوددغه سيمي  په  ډيرو اوسېدونکو کښي مروجه ژبه وه چې ددې ښارنوم ئي بلخ کښېښود،  ددې بيچاره دپوهی له مخې که له پښتونه ددوي  فارسی  ليري شی  نو هيڅ شی به پاته نشي  ځکه ليکی ((اگر ما فارسي دري را ازاين زبان بيرون كنيم، به يقين كه نه زبان پشتوي وجود خواهد داشت ونه پشتانه اي )) خوپدې نه پوهېږي  چې لومړی  ژبه دفلسفی مفهوم اوتعريف له مخې  دانسانانو په منچ کې  هغه ټولنيز قرارداد دی چې دهغې پوسېله يو اوبل سره پوهوی ،ياپه ساده خبره ژبه ادنسانانوتر منځ دافهام اوتفهيم وسيله ده ،ځکه خوهم په يوه ژبه کې دبلې اصطلاحات اولغاتونه وی  . په دنياکې داسي ژبه نشته چې په اصطلاح  سوچه وی ، حتمأ  دبلې ژبې نه کوم شی را اخلي  . خودومره بايد وويل شي چې دپښتو اوددوي دفارسی ژبې تر منځ هيڅ داسي اړېکي نشته که فارسي ځيني بېله شی نو پښتو ورکيږې ،پښتو يوه ژوندی دغوړېدو اوتر شپيتو ميليونوزياتوخلکو ژبه ده،پښتو ځانته الفبې  اوگرامر لري .  دابېچاره دومره نه پوهېږي چې پښتانه له دې سره تعصب نلري چې له کومي ژبې  يا دهغه جملي له دري کوم لغات راواخلي . همدا اوس دکندهار خلک په هغه پښتو ژبه خبري کوی کوم چې دري لغاتونه ډير پکښي استعماليږي ،دبلي سيمی کوم کس ځانته داحق ندي ورکړي اونه ئي هم لري چې هغه ته ووايي ژبه دي سمه کړه ،خوکه دهمدې کندهار پښتو ته دډيورنډ څخه دهاخوا لغاتونه راننوزي نونور ورته وايي پښتو مه خرابه وه،البته دپښتو دسوچه کېدو لپاره لکه ددري دسوچه کېدولپاره په افغانستان کې بايد کار وشي نه په ايران اويا پاکستان کي .


زموږ يو دري ژبی هيوادوال ليکی : ((دو زبان دري و پشتو خود مي تواند عامل رشد و پوياي همديگر در كشور باشد و به همان ميزان كه دوبيتي هاي شيرين فارسي و هزارگي و زيبا است لندي هاي پشتو هم زيبا و شنيدني است و به همان ميزان كه شاعران بزرگ فارسي سراي وطن براي ساكنان كشور عزيز و دوست داشتني اند شاعران پشتو زبان ما هم عزيز اند و هردو باعث افتحار و سربلندي مردم عزيز ما است .  ))


دا تر سږمو له تعصبه ډک وړاندي وايي ((جايگاه اصلي ودايمي اين قبايل گوناگون كه تا امروز در بند جهالت سيستم قبيله پيچ ميخورند، همين دامنه اي كوههاي سليمان وخط مرزي هند وپاكستان است . هر پشتونيكه درديگر مناطق به نظر ميرسد،ناقلين وفرستادگان حاكمان مستبد وقت ميباشند . ((وړاندي یي دبلخ دنامه په اړوند ومنل چې په پخوانی اريانا کي مختلفو قومونو ژوند کاوه ،خو اوس وايي له دغو سيمو پرته چې ده ئي نوم اخيستی هر چيري چې پښتانه وينۍ هغه ناقلين دی ،پردې روښانه حقيقت سترگي پټوی که پښتنو دپخوانی  ارياناپه تاريخ کې غوښن ځاي نه درلوداي نو ولې ئي خپل تاريخی ټاټوبی  بولي ؟))


وړاندي دابې وطنه ليکی : اينها از زبان فارسي دري ميترسند وكسي كه بترسد، دست به نيرنگ ونابودي آنچيزيكه اورا مي ترساند، ميزند …، بيچارگان فرهنگ سوخته ، جز نابودي ومنع قرار دادن فرهنگ ديگران، چاره اي ديگر بخاطر رشد فرهنگ قبيله ندارند واين قبيله هرگز با رشد فرهنگي هم سازگاري نداشته وندارند. له دغو خبرو څخه دده اصلي هويت اوداچې ايرانی دی له ورايه  معلوميږي ،دومره دنفرت  اوتعصب نه ډک دی چې نور نه پکښی ځايږي .


بيا وایی : بنابرين درهمچو كشور با چنين شرايط بد فرهنگ ستيزانه، چگونه زندگي بايد كرد وبا اين آدمكان متحجر بي انديشه وديكتاتور آيا به وحدت وبينش ملي خواهيم رسيد؟ رښتيا هم ښاغلی بايد خپل پلارنی هيواد ايران ته ولاړسي ،پدې باور لرم چې همدا اوس  هم په افغانستان کې نه اوسېری  اونه هيڅ ډول پيوند له افغانستان سره لري ،بيگانه دي  اودبيگانه  خبري کوې  . نه يوازي  له پښتنو سره نه بلکه له ټولوافغانانو سره دښمنی لري ځکه ددغه ډول ليکوالو باداران دافغانانو رښتيانی دښمنان دي  . دخپلی سبستې ،دروغو اوسپکو سپورو پخلۍ په دچراغ علی په نامه ديوه چا په خبرو کوي وايي : به گفته اي اقاي چراغ علي، تجزيه ايكه سبب آرامش فرهنگي وزندگي بي جنجال شود، سودآور نخواهد بود؟داکوم چراغلي دی ،داستر شخصيت خو چاونه پيژاند،ډيره ښه نوم دې انتخاب کړی،چې هر څوک ستا ليکنه لولې پر چراغلی دي خاندي . . . .  ليکنه ادامه لري ، دا ځای کليک کړئ