د قیمتي ډبرو د قاچاق مخه ونیول شوه

د لراوبر اداره | جنوري 10th, 2011


 ځايې چارواكي وايې چې امنيتي ځواكونو د پكتيا ولايت په وزي ځدراڼ ولسوالۍ كې څلور لارۍ موټرونه قيمتي ډبرې نيولې دي چې د ګاونډ پاكستان هيواد ته په قاچاقي ډول وړل كېدې.


د پكتيا د امنې قومندان  عبد الغفار ساپي رسنيو ته وويل  دغه تيږه چې شاوخوا پنځوس ټنه وزن لري  په څلور لاري موټرو كې باروه چې په قاچاقي ډول پاکستان ته وړل کیده 


ساپي وويل يادي ډبري يې د لوګر ولايت د خروار ولسوالي څخه راوړي وي او غوښتل يې د پكتيا له لارې يې ګاونډي هيواد پاكستان ته يوسي دغه راز نوموړي وويل چې د له يادو ډبرو سره يې شپږ تنه هم نيولي دي .


د وزي ځدراڼ ولسوال عبدلولي ځدراڼ هم د دې پخلى كوي چې په ياده ولسوالۍ كې د كروميت ډبرو د قاچاق مخه نيول شوې ده.


ولسوال د نيول شوو ډبرو وزن شاوخوا (۸۰) ټنه يادوي او وايې چې په ميلونونو افغانۍ ارزښت لري.


كه څه هم دا لومړى ځل نه دى چې په پكتيا ولايت كې د قيمتي ډبرو د قاچاق مخه نيول كېږي، خو په دې ورستيو كې د ځايې چارواكو په اند په زياته پيمانه قاچاق كېدونكې ډبرې بلل كېږي چې ګاونډ پاكستان ته يې د لېږد هڅه كېدله.


 سره له دې چې چارواكي د قيمتي ډبرو د نيول كېدو او د قاچاق د مخنيوي خبرونه يې وخت ناوخت رسنيو ته وركوي خو بيا هم د سهيل ختيځ زون په ولايتونو كې خلك اندېښنه لري چې كروميت او نورې قيمتي ډبرې په پټه له هيواده ايستل كېږي.


 پاتې دې نه وي چې له دې وړاندې هم د پكتيا ولايت د مركز ګرديز اړوند تېره سيمه كې قاچاق كېدونكې كروميت ډبرې نيول شوې دي

Copyright Larawbar 2007-2024