کور / سپورټي / ګل آغا شيرزي د بست زون له کرکيټ لوبډلې سره مرسته وکړه

ګل آغا شيرزي د بست زون له کرکيټ لوبډلې سره مرسته وکړه

د ننګرهار والي ګل اغا شیرزي د بست زون کرکټ ته یو کاسټر موټر او ۲۵ جریبه مځکه ورکړه.
د افغانستان کرکټ بورډ سره د ولسمشر مشاور وزیر او د ننګرهار ولایت والي حاجي ګل اغا شیرزي د بست زون کرکټ لوبغاړو ته د دوى سر په سر دریو لاسته راوړنو په ویاړ د کندهار په ښار کې ۲۵ جریبه مځکه او یو کاسټر موټر د لوبغاړو د سفرونو لپاره ورکړل.
د بست کرکټ زون چې په زړه کې یې کندهار ځای لري دوه اونۍ مخکې ډیرې لاسته راوړنې لرلې د افغانستان په کچه یې دوه ورځینۍ زون سیالۍ اتلولي وګټله، همدارنګه یې په کابل کې د زون د ۱۵ کلنو لوبغاړو سیالۍ اتلولي هم خپله کړه او ورسره یې د افغانستان د پیاوړو کلبونو سیالۍ اتلولي هم خپله کړي و.
د بست زون د کندهار د لوبډلې څخه په ۲۰۱۰ز کال کې ملي لوبډلې ته پیاوړی لوبغاړی محمد سمیع اغا ورکړ چې د کرکټ د متخصصینو په وینا په ځغاستځای کې ډیره ښه لوبه او د ښو شاټونو استعداد لري.
افغان کرکټ بورډ د محترم شیرزي څخه د زړه له کومې مننه کوي چې هر وخت یې د کرکټ لوبغاړي نازولي دي او د افغانستان د کرکټ په پرمختګ کې ډیره مرسته کړي.