اقتصاد : هوايي شرکتونو په میلیونو تاوان کړئ دئ
تازه راپورونو له مخي تېره میاشت په اروپا او امریکا کښي د زیاتي واوري له کبله بیلابیلو هوايي شرکتونو په میلیونو یورو تاوان کړئ دئ . ویل کیږي چي د “آیر فرنس – کې ایل ایم” هوايي شرکتونو په اقتصادي دوران کي تخمینا ۷۰ میلیونه یورو تاوان سوئ دئ .
همداډول راپورونه لیکي چي د “آیر فرنس – کې ایل ایم” هوايي شرکت تېره میاشت ۵،۴ میلیونه مسافرین انتقال کړي دي، خو یاده سوې شمېره د ۲۰۰۹ ز کال د ډسمبر د میاشتي سره په پرتله ۱،۶ سلنه کمه ده .
تېره میاشت په اروپا کښي د زیاتي واوري له کبله په پرله پسې ډول په زياتو پروازونو (فلایټونو) کښي ځنډ راغلئ او يو شمېر يې بيخي فسخه کړل سول چي پدې ډول سره د هوايي ليکو شرکتونه د يورو زون د قانون له مخي پدې اړ، ول چي د پر ځای پاته مسافرينو د ځای پر ځای کولو او هغوی ته د لازمو اسانتياو د برابرولو غمه وخوري چي ددې ستونزي په حلولو کښي هوايي شرکتونه د پام وړ اضافي بودجې د مصرفولو سره مخامخ سول .
د يادوني وړ ده چي د “آیر فرنس – کې ایل ایم” په څېر نړيوال هوايي شرکتونو د خپل نوم د ښه ساتلو دپاره همېشه د خپلو مشتريانو دپاره عالي سرويس خپل معيار ټاکلئ دئ .