د شخړو په ترڅ کي د پولیسو په شمول ۳۰ تنه ووژل سول

مختار احمد احسان | جنوري 10th, 2011


په سوډان کي د شخړو په ترڅ کښي د ۲۰ پولیسو په شمول شاوخوا ۳۰ تنو خپل ژوند دلاسه ورکړئ دئ .

ویل کیږي چي یوې عربۍ ډلي د شمالي-سوډان د فوځیانو په همکاري په مرکزي سوډان کي پر یوه کلي حمله وکړه . راپور زیاتوي چي شخړې او حملې د شمالي او جنوبي-سوډان ترمنځ د سرحدونو په شاوخوا کي رامنځته سوي دي .همداډول باید یاده سي، چي په شمالي – سوډان کي زیات شمېر مسلمانان او په جنوبي – سوډان کي زیات شمېر عیسویان شپې او ورځي سبا کوي .

د یادوني وړ ده چي د جنوبي-سوډان اوسېدونکې دغه اونۍ د آزادی د ترلاسه کولو په خاطر رایه ورکوي، چي کېدائ سي په نتیجه کي یې په افریقا کي یو نوی هیواد رامنځته سي .

Copyright Larawbar 2007-2024