اويا فيصده هالنډيان افغانستان ته د پوځيانو لېږلو مخالف دي
د هالنډ لومړي وزير د جمعې په ورځ په خبري کنفرانس کي وويل چي د پارلمان تر هوکړي وروسته چمتو دی ۲۲۵ د پوليسو او پوځ روزونکي ، ۵ عدلي کارپوهان او ۱۲۰ پوځي اکمالاتي کارکوونکي د افغانستان شمال ته وليږي .
په سل کي اويا هالنډيان د لومړي وزير ښاغلي روته د دې پلان مخالف دي چي غواړي افغانستان ته د روزونکو په توګه پوځيان وليږي ، دا شمېره د هغو رسمي معتبرو احصائيې له مخي څرګنده سوه چي د يوې اوونۍ په جريان کي په مخامخ توګه او برېښنايي ډول تر سره سوه ، تېره اوونۍ چي په لومړي افغانستان ته د هالنډيانو د بيا ورتګ خبري له رسنيو خپرې سوې په دې شمېر د مخالفت فکر نه کېدﺉ ، کله چي د هالنډ ددفاع وزارت چارواکو وويل چي نه غواړي د افغانستان په شمال کي په جرمني سرتېرو خپل امنيت وساتي ، له تېرو تجربو يې دا زده کړې ده چي په افغانستان کي به دخپلي ډلي امنيت په خپلو سرتېرو ساتي او که اړتيا سوه نو روزونکي به په جګړه هم لاس پوري کوي ، د مخالفت سلينه تر اويا پوري ورسېده .
په پام کي ده چي د روزونکو او ددوی د همکارانو دا ډله چي شمېر به يې ۳۶۰ کسانو ته رسيږي د سږکال په دوبي کي افغانستان ته ولېږل سي ، هالنډ له پخوا څخه په افغانستان کي ۴ ايف شپاړس جيټ الوتکي او ۱۲۰ د هوايي قوا سرتيري او کارکوونکي لري چي په کندهار کي په دنده بوخت دي .
د تېر په څېر اوس په سیاسي ډلو کي هم افغانستان ته د پوځيانو لېږلو سره مخالفت زيات سوی دی ، که څه هم افغانستان ته د پولیسو او پوځ روزونکو لېږل د هالنډ د لومړي وزیر “روته” پلان دئ، خو د نوموړي وزیر دسیاسي ډلي VVD زیات شمېر غړي د نوموړي سره ددې پلان په ترسره کولو کي مرسته نه کوي .
په هالنډ کي د CDA نومي سیاسي ډلي يوازي ۳۷سلنه غړي د ذکر سوي پلان سره موافق دي په داسي حال کي چي ددوی ايتلافي حکومت تېر کال په افغانستان کي د هالنډي پوځيانو پاته کېدو پر سر ونړېدﺉ، خو د خيرت ويدلدرز PVV نومي سیاسي ډلي ۸۵سلنه غړي له دې پلان سره مخالفت دي .
ځينی نور لاملونه چي هالنډيان د ناټو په چوکاټ کي افغانستان ته له تګ سره مخالفت ته هڅوي دادي چي دوی وايي په افغانستان کي د ناټو قواو د شتون موده په پرله پسې ډول اوږديږي ، د لنډي مودې مخکي اقتصادي بهران هم ددې پلان په ترسره کولو کي رول لوبوي . ځيني هالنډيان دا دليل څرګندوي چي دولت چي يوې خواته د سپما نارې وهي خو افغانستان ته د روزونکو پر لېږلو بيا ۴۷۰ میلیونه یورو خرڅوي .