کور / علمي / همېشه مثبت فکر ولرۍ

همېشه مثبت فکر ولرۍ

د نړۍ ارواپوهان د هغه وخته چي د انسان په دماغ کي د پرمختګ فکر پیداسو د بریالیتوب د کیلي لټون کوي د اوسني وخت او د مېلاد څخه وړاندي پوهان د هوسا اوارام ژوند څرګندوني کړي دي. د دې څخه دا څرګندېږي چي د انسان خواهشات فطري دي او د هغه د پوره کولو لپاره تر اوسه هڅي کوي. په اوسني وخت کي هر انسان له بل انسان څخه د پر مختګ په هیله وي او د بریالیتوب کیلي ځان ته ځانګړی اهمیت پیداکوي. په داسي حالاتو کي طبعي ده چي سیالي او رقابت هم یو د بل تر منځ زیاتېږي هدف مي دا دی چي سیالي باید سالمه وي،هغه څه چي په لاس کي نه لرو باید د هڅو په واسطه یې لاس ته راوړو.


په تېرو پېړیو کي زیاتو پوهانو په دې اړوند خپل نظرونه وړاندي کړي دي چي ډېر یې په دې آند دي چي د انسان فکر او خیال د هغه انسان ژوند تعینوي او د هغه په شخصیت تعمیري رول لوبوي د یونان لوی او نامتو فیلسوف ارسطو وایي ((د انسان ژوند هغه دی کوم چي د هغه فکر وي)) مثلا بقراط ویلي دي ((که مثبت فکر نه سې کولای د منفي فکر څخه ځان وژغوره)) او موږ په دې پوه سوي یو چي منفي فکر د انسان پرمختګ له خنډ سره مخامخ کوي او مثبت فکر انسان ته په نامساعدو حالاتو کي همت ورکوي. ډاکټر نورمن ونیسټ پیپل وایي((د منفي فکر نتیجه همېشه منفي وي))


د ډاکټر نورمن په آند په ژوند کي د بریالیتوب لپاره پر خپل ځان باور او اعتماد ته زیاته اړتیا وي ځکه چي تاسو د منفي فکرو څه ژغوري. لهذا انسان د خپل فکرونو یو مجموعه ده څرنګه چي یې فکر وي هغسي یې ژوند وي. د ګران هیواد له ځوانانو څه دا هیله لرم چي د مثبت فکر سره د پرمختګ لپاره میدان ته راودانګي ځکه چي موږ د نړۍ څه په هر ډګر کي ډېر وروسته پاتي یو .