کور / سپورټي / سپورټ : د سکي د لوبي پر مهال ۴ تنو خپل ژوند دلاسه ورکړ

سپورټ : د سکي د لوبي پر مهال ۴ تنو خپل ژوند دلاسه ورکړ

په فرانسه کي د سکي لوبي په غرنۍ سیمه کي هغه مهال څلور “سکي کوونکي” له منځه ولاړل، کله چي پر نوموړو د غره څخه واوره راولوېده . د یو بل تن سکي کوونکی سره د ژغورونکو ډلو لخوا مرسته سوې ده، چي اوسمهال یې حالت د اندېښنې وړ نه دئ بلل سوئ .

د پولیس “ایل ټي-کول جین-کلاوډ جین” په وینا څلور له منځه تللي سکي کوونکي د سکي د لوبو د ځانګړو ځایونو څخه بهر په دې لوبه بوخت وه .

همدارنګه تر دې وړاندي هم په فرانسه کي د سکي د لوبي پر مهال یو شمېر نورو کسانو خپل ژوند دلاسه ورکړئ دئ . تېره میاشت یو برتانوی له منځه ولاړ . همداډول د ۲۰۱۰ ز کال په نومبر کي د یوه فرانسوي په شمول د نوموړي دوه زامن ووژل سول .