امریکایی عملیاتو خلک سل ملیونه ډالره زیانمن کړل
رویټر په خپل تازه راپور کی وایی چی په کندهار کی چی د امریکایی پوځ په مشرۍ د ( امید ) په نوم د څو میاشتو راهیسی کوم پوځی عملیات روان دي ، د هغو له امله ملکی خلکو ته درانه زیانونه اوښتي دي . راپور وایی چی په ارغنداب ، ژړۍ او پنجوایی کی په زرګونو خلک بې کوره سوي او د هغوی کورونه ، باغونه ، پیداوار او مځکي له منځه وړل سوي چی مجموعی ارزښت یې سل ملیونه ډالره کیږی .
خبر زیاتوی چی په نوامبر کی هم راپور ورکول سوی و چی د دې سیمی درې لکه ( ۳۰۰۰۰۰ ) خلک بې کوره او بې ځایه سوي دي خو چا یې غم نه دی خوړلی . راپور زیاتوی چی د کندهار د والی ویاند وایی چی په دغه مبلغ کی مبالغه سوې ده بلکی ګواکی دومره لوی زیان خلکو ته نه دی رسېدلی او زیاتوی چی طالبانو دلته ماینونه ایښوول نو ځکه دا هر څه له منځه یووړل سول . امریکایی پوځ تر اوسه خپل غبرګون نه دی ښودلی .