ميدان وردګ : په يوه ترافيكي پېښه كي ۱۰ تنو مرګ ژوبله اوښتې
عطاالله محمدي
دمیدان وردګو ولایت دسیداباد ولسوالۍ بازار سره نژدې په یوه ترافیکي پېښه کي درې تنه مړ او (۷) تنه نور ټپيان سوي.
د را رسېدلو معلوماتو له مخي پېښه دسیدآباد ولسوالۍ بازار سره نژدې لس بجې هغه مهال رامنځته سوه چي یوه سراچه موټر دکابل پر لور او ټېلر موټر دکابل څخه دغزني ولایت پر لور روان وو چي دتخنیکي ستونزو له امله سره وجنګېدل او په سراچه کي سپرو لسو تنو ته یې مرګ ژوبله واړوله. چي د موټر چلوونكي په ګډون درې تنه مړه او د دوو ښځو په ګډون ۷ تنه شدید ټپیان سوي دي.
ټپيان دافغان امنیتي ځواکونو او خلکو په مرسته دسیدآباد ولسوالۍ روغتون ته وړل سوي چي روغتیایي وضعه یې د اندېښنې وړ ده.
دیادوني وړ ده چي تېره اوونۍ هم دسیدآباد ولسوالۍ دسالارو په سیمه کي هم په يوه ترافیکي پېښه کي ی۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.