کور / تازه خبرونه / کندهار: پرپوليسو بمي چاودنه وشوه

کندهار: پرپوليسو بمي چاودنه وشوه

دافغان پوليسو يو امنيتي سرتېرى ميوند ولسوالي ته نيژدې په بمي چاودنه ټپي شو دکندهار پوليس وايي چې ټپي شوى پوليس ددرملنې لپاره روغتون ته لېږل شوى او دهغه روغتيا يي حالت او س له اندېښنې وتلى دى ،دپوليسو يوه چارواکي وويل چې وسله وال ياغيان دافغان امنيتي ساتونکو او نړۍ والو ځواکونو لپاره په لويو لارو کې بمونه ورته ايږدي چې داکار دوى دخپل ملت په خلاف کوي او غواړي چې دبيا رغونې بهير سست کي خو داکارونه به دسولي دټينګښت او بيا رغونې په چارو کې هيڅ ډول خنډ پيدا نکړي . .