کور / تازه خبرونه / کندهار: تښتول شوې ښځه ووژل شوه !

کندهار: تښتول شوې ښځه ووژل شوه !

په کندهار کې تښتول شوې امريکايي مېرمن وژل شوې ده . داخبره اسيايي کليوالي ژوند د پراختيا ټولنې په خپله وېبپاڼه کې کړې او ويلي چې گواکې هغه او موټر چلوونکى يې وژل شوي دي خو لراوبر ويپاڼي هڅه وکړه چې په دې اړوند دکندهار دچارواکو غبرګون ترلاسه کړي ونه توانېدو او په کندهار کې چارواکي نه دي حاضر چې پر دغه خبره وږغيږي . البته له بله لوري ددغې مېرمني دوژل کېدو خبر په کندهار کې ډېري غوسې راپارولې دي او ډيرى کسان په دې باور دي که دغه مېرمن سيډ مايزل چي د اې ار ايل ډي ايف يا د په افعانستان کي د کليوالي ژوند د پرمختګ ادارې سره يي کار کوی د جنوري په 26 مه د وسلوالو لخوا په کندهار کي تښتول شوي وه اوتر اوسه يې هم دمرګ اوژوند په اړه دقيق مالومات نشته .


يادونه: که تاسو د لراوبر ويبپاڼي د خپرونو په اړه نظر لرئ ، په نظر پاڼه کي يې وليکئ