پــولــېـنــډ : روسیه د جدي موضوع په اړه ټوکي کوي

مختار احمد احسان | جنوري 12th, 2011


روسیې د ۲۰۱۰ز کال په اپریل کي د پولېنډي ولسمشر “لېک کیچینسکي” د الوتکي د رالوېدلو په اړه د يو څېړنیز راپور ځیني ټکي خپاره کړي چي د راپور له مخي د پيښي علت د پيلوټ نه پاملرنه او د هوا خرابوالی ښودل سوئ، څېړونکي وايي چي د پولنډي انجينرانو له لوري په نوموړي سفر کښي د يو ممکن خطر سره-سره بيا هم الوتنه نه وه ځنډول سوې .

د پولېنډ د کورنیو چارو وزیر دا څېړنیز راپور تر يو ځايه صحيح بللئ خو زياتوي چي روسیې هم ددې غمیزي په رامنځته کولو کښي ونډه لرلې ده .

د پولېنډ د وژل سوي ولسمشر غبرګولي ورور جېروسلاو د روسيې دا څېړنیز راپور بې اساسه بللئ او د راپور روسي څېړونکي يې د پولېنډ سره د يوې جدي موضوع په اړه په ټوکو تورن کړي دي .

د پولېنډي ولسمشر الوتکه د ۲۰۱۰ز کال په اپریل کي د روسیې “سمولېنسک” نومي سیمي ته نژدې راولوېده چي له امله یې د پولېنډ د ولسمشر او دده د کابينې په شمول شاوخوا ۱۰۰ تنو خپل ژوند دلاسه ورکړ .

د الوتکي د رالوېدو په اړه د روسیې او پولېنډي مقاماتو له لوری پېل سوي څیړني لا اوس هم دوام لري .

Copyright Larawbar 2007-2024