ننګرهار: چاودني يو ماشوم وواژه
په ننګرهار ولايت کي د يوې چاودني له امله يو ماشوم مړ او څو نور کسان ټپيان سول.
د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي ويلي چاودنه نن سهار د ښار په يوه مارکيټ کي د کسيټ پلورني په يوه مارکېټ رامنځته سوې چي يو لس کلن ماشوم پکښي مړ او څو نور ملکي کسان يې سر سرکي ټپيان کړل، چي روغتون ته د لېږدولو اړتيا يې نه ده پيدا سوې.