په کندهار کښي د پیل شویو عملیاتو نوی فلم خپور کړل سو

34 | جنوري 13th, 2011


د وسلوالو طالبانو له لوري د الاماره نومي سټوډيو په مټ د انټرنټ پر مخ د (امريکايي بيارغونه) په نوم يو مستند فلم خپور سوئ چي پکښي د کندهار وروستي عمليات تر پوښښ لاندي نيسي .

پدې فلم کښي چي ۴۰ دقيقې اوږدوالی لري، په سيمه کښي د ترسره سويو عملياتو په ترڅ کښي د اووښتي زيانونو د بېلابيلو صحنو تر څنګ د سيمي د زيانمن سويو وګړو سره بېلابيلي مرکې هم ځای لري چي هغوی پکښي د اووښتي زيانونو څخه سر ټکوي او د مرستي غوښتنه کوي.

يو ولسي تن د مرکې پر مهال زياتوي چي خارجي ځواکونو دوی د سپر په ډول پر هغو سيمو ور سم کړل چيري چي د طالبانو له لوري د ښخ کړل سويو ماينونو خطر وو .

که څه هم د وسلوالو طالبانو له لوري وخت پر وخت د انټرنټ پر مخ د دوی د تکتيکونو بېلابيلي وېډيوګاني خپريږي خو ددې ځل په هغه کښي د ولسي وکړو ونډي او اووښتي زيان ته د نور په څېر زيات انعکاس ورکول سوئ دئ .

دا فلم پداسي حال کښي خپريږي چي وړاندي رویټر خبري اژانس هم (پخپل يو راپور کښي چي لراوبر خپور کړئ) په سيمه کښي د عملياتو له امله د ولسي خلګو زيان سل مليونه ډالره بللئ خو د بهرني ځواکونو له خوا د رويټرز دغه راپور رد کړل سو .

د خپور سوي فلم يوه برخه لاندي کتلائ سئ :

Copyright Larawbar 2007-2024