کور / سپورټي / افغان كركيټ ملي لوبډله اماراتو ته سفر کوي

افغان كركيټ ملي لوبډله اماراتو ته سفر کوي

افغان كركيټ ملي لوبډله په اماراتو کي د کاناډا، ايريلينډ، کينيا او اماراتو سره د فبروري د مياشتي په لومړيو دوو اونيو کي پنځه يو ورځنۍ لوبي کوي.
افغان كركيټ بورډ ته د كركيټ نړيوالي شورا ډاډ ورکړي چي افغان ملي لوبډله به دوې يو ورځنۍ لوبې د کاناډا، کينيا او يا ايريلينډ هيواد سره کوي او درې نوري يو ورځنۍ لوبي به د متحده عربي اماراتو لوبډلو سره کوي.
اېرلينډ، کاناډا او کينيا د نړيوالو يو ورځنيو سياليو جام دپاره د دوبۍ په ښار کي چمتوالي نيسي، د نوموړو لوبډلو څخه به دوه هيوادونه دوه ۵۰ اوريزه لوبي د افغانستان سره د فبروري په ۶ او ۸ نېټه کوي.
د افغان ملي لوبډلي به درې نوري يو ورځنۍ لوبي د متحده عربي اماراتو د ملي لوبډلي سره کوي چي تر اوسه لا نه ده ټاکل سوې چي د فبروري پر څومه نېټه به وي.
افغان ملي لوبډله به د حميد حسن په مشرۍ متحده عربي اماراتو ته د جنوري په ۲۷ نېټه سفر کوي او دا ټولې لوبي به د افغان ملي لوبډلي په کورني كركيټ سټډيم( شارجه) كي ترسره کيږي.
د دې لوبودپاره افغان كركيټ ملي لوبډله په لاندي ډول ده:
حميد حسن ، نوروز منګل ، کريم صادق ، نور علي ځدران ، شاپور ځدران ، ميروېس اشرف خروټى ، شفيق الله شفق ، ګلبدين نايب ، سميع الله شينوارى ، شبير نوري ، عبدالله مزارى ، محمد سميع اغا ، محمد شهزاد ، محمدنبي عيسي خېل ، جاويد احمدي او اصغر سلام خېل