مرور کليوال

64 | جنوري 17th, 2011


خور له خورنه مروره،ورورله وروره
موردلورنه مروره،لور له موره

پلا ردځوی نه مروردئ،ځوی له پلاره
دکور لوې واړه دي،يوله بل بيزاره

يواشنا له بل اشنا نه،مروردئ
ددې کلي،مروردئ يارله ياره

کليوال دلته له يو بل مروردي
يودبل سره ګډنه درومي په لاره
يوله بله ټول خپلوان مرور ښکاري
زه قيام به څه ګيله کړم له اغياره

«

Copyright Larawbar 2007-2024