غزل

64 | جنوري 17th, 2011


چې میخــــــــــــــــانې ته نن خمار دراغلم
ساقي زه تاته امیـــــــــــــــــــــدوار دراغلم

دا چې شېخان مې ستا تر سنګ ولیدل
شوم پشېمان چې پــــــــــه دې لار دراغلم

نمروده تاته به هر څــــوک سر ټیټ رازي
خو زه افغان یمــــــــــــــــــه سرشار دراغلم

نه مې ګلــــــــــــــــــونه، نه جانان مې ولید
به دغه وار چې په بهــــــــــــــــــــــار دراغلم

ګراني رقیب راباندي کـــــــــــوړي وکړې
وم دې مجنــــــــــــــون خو زه ریبار دراغلم

ستا خو ټول کلی د آرین دښمن شـــــــــــــو
ځکه شوم خـــــــــــــــاوري او غبار دراغلم

Copyright Larawbar 2007-2024