دکتاب مینه والو ته زیرﺉ

د لراوبر اداره | جنوري 17th, 2011


دلوراند اوبخښونکي څښتن په نامه


لکه څنګه چې پښتون ولس او پښتو ژبه له تیرو څو لسیزو راهیسې دسیمییزو زورواکانو او دتاریخ د جبراوناتار ښکار ګرځیدلي او په دې لړ کې د نولسمې پېړۍ(۱۸۹ کال)  د یوولسم نوېمبر راتپلې کرغېړ نې کرښې د پښتنو ژوند و ژواک خورا سخت زموللی دی.
موږ هم د خپلي ژبنۍ اوقامي ذمه وارۍ(پازوالۍ) له مخي د کتابتون ټکي کام((www.kitabtoon.com)) جوړولو ته په دې نيت و نمات مټي را ونغښتې چې خپل ولس او ژبه له وسمهالو تخنيکي شونتياوو او اسانتیاوو څخه برخمنه اوبډایه کړای شو.
په همدې تړاو دپښتو ژبې مینه والو او لوستونکو ته زیری ورکووچې دکتابتون ډاټ کام په نامه ويبپاڼه (وېبسايت) چې له ډیر مهاله ېې دجوړولو هڅي روانې وې، د نړیجال(انټرنېټ) په ليکه کې  راخوندي شو او پرکار ولوېد. هيله ده، له دې لارې د لر بر پښتون ولس د پيوستون اود پښتو ژبې د پرمختګ و پرمختيا لپاره يوه اغېزمنه وسيله وګرځي.
 دپښتو ژبی ښاغلي او اغلې مینه وال کولای شي چې يو خوا په دغي پاڼه کې هر راز پښتو کتابونه ولولي، او بلخوا پر خپل وار هم  له همدې لیاري په پښتو ژبه کښلي او ژباړلي اثار راولوروي.
په ټوله پښتني– افغاني مینه
دکتابتون پازواله ډله

»

Copyright Larawbar 2007-2024