کور / راپور / بلخي فرهنګيانو د پښتو ليكلو لړۍ پيل كړه

بلخي فرهنګيانو د پښتو ليكلو لړۍ پيل كړه

د بلخ ولايت فرهنګيانو له مركزي دولت څخه د شمال زون په ښوونځيو كې په مورنۍ ژبه د زده كړو غوښتنه وكړه.
پرون د بلخ ولايت په مركز مزارشريف كې د بلخ ادبي خوځښت له خوا د ((پښتو ليكل- د ليكلو د ارونو ښوونيزه لړۍ) تر سرليك لاندې د پښتو ليكدود د عامولو په موخه څلور مياشتنى ښوونيز وركشاپ پيل شو.
د دغه وركشاپ د پرانستې په مراسمو كې پښتنو فرهنګيانو وويل، چې په شمال كې د بېلا بېلو ژبو ويونكي افغانان ژوند كوي او دولت مكلف دى، چې په مورنۍ ژبه د زده كړو اسنتياوې ورته برابرې كړي.
دوى وايي، چې د دغه زون په ټولو ښوونځيو كې يوازې په يوه ژبه (دري لوست ) كيږي، چې په هېواد كې د پوهې د كچې د لوړوالي په مخ كې ستر خنډ دى.
پښتنو فرهنګيانو وويل، چې د دولت د نه پاملرنې له امله دوى اړ شول، چې د خپلې ژبې د ساتنې لپاره هڅې پيل كړي.
د بلخ ادبي خوځښت غړي، ليكوال ذبيح الله احساس د دغه وركشاپ په پيل كې خبري ناستې ته د خبرو پر مهال وويل: ((بلخ ادبي خوځښت په دغه ولايت كې هڅه كړې، چې د پښتو ژبې د بډاينې په برخه كې پښتانه د خپلې ژبې له ليكدود سره اشنا كړي(( .
نوموړي زياته كړه، چې د شمال پښتانه، ځكه د خپلې ژبې په ليكلو كې له خورا ډېرو ستونزو سره مخ دي، چې زده كړې يې په نورو ژبو كړې دي
.د هغه په وينا، افغان دولت په شمال كې د ځينو نورو قومونو تر څنګ، پښتنو ته هم په مورنۍ ژبه د زده كړې هيڅ ډول اسنتياوې نه دي برابرې كړې.
احساس د افغانستان اساسي قانون ته په اشارې سره وويل، دولت مكلف دى، چې خپلو خلكو ته په مورنۍ ژبه د زده كړو اسانيتاوې برابرې كړي او د هېواد د اساسي قانون د درې څلوېښتمې مادې له مخې، دولت په دې هم مكلف دى، چې په ټول افغانستان كې د متوازن معارف د عامولو او د منځنيو اجباري زده كړو د تامين لپاره اغېزناك پروګرام وضع او تطبيق كړي او د مورنيو ژبو د تدريس لپاره په هغو سيمو كې، چې پرې خبرې كيږي، لار هواره كړي
ذبيح الله احساس وويل، چې دوى ځكه په پښتو ژبه د ليكلو د زده كړې څلورمياشتنى وركشاپ برابر كړ، چې دولت دغې برخې ته پاملرنه نه كوي.
نوموړي زياته كړه، چې كه پښتنو په شمال كې په مورنۍ ژبه زده كړې كړې واى، نو دوى ته به په خپله ژبه د ليكلو په برخه كې دومره ستونزې نه واى.
د هغه په وينا، بلخ ادبي خوځښت د خپلې ژبې د بډاينې لپاره ډېرى هغه كارونه كوي، چې بايد دولت كړي واى.
د دغه وركشاپ يوه تنظيمونكي او د بلخ ادبي څوځښت غړي غلام رسول ملكزي، خدمتګار ته وويل: ((دغه وركشاپ د بلخ ادبي څوځښت له خوا د ګويته انسټيټوټ په مالي ملاتړ پيل شو(( .
نوموړي زياته كړه، چې په وركشاپ كې څه باندې ۴۰پښتنو هلكانو او نجونو ته تر څلور مياتشو پورې، په يوه اوونۍ كې يوه ورځ په خپله ژبه د ليكلو په اړه ښوونيز مالومات وركول كيږي.
د هغه په وينا، د وركشاپ پيل د پښتو ژبې ځوان ليكوال سيد نظيم سيدي وكړ او پاتې ورځې به ذبيح الله احساس پر مخ وړي.
ملكزي وويل: ((په شمال كې په لومړي ځل پښتنو ځوانانو ته دا چانس په لاس ورغى، چې د خپلې ژبې د ليكلو په اړه يو څه زده كړي(( .
نوموړي زياته كړه، چې د تېرو جګړو په ترڅ كې داسې ډېر وختونه راغلي، چې پښتنو به د مزارشريف په ګډون د شمال زون په بېلا بېلو ښارونو كې په خپله ژبه خبرې نشوې كولاى.
ملكزي له ګويته انسټيټوټ څخه مننه وكړه، چې په دغه برخه كې يې د بلخ ولايت له فرهنګيانو سره مرسته وكړه.
په بلخ كې د پښتو ليكلو د دغې ښوونيزې لړۍ ګډونوالې ثاينا ساپۍ، خدمتګار ته وويل: ((لومړى ځل دى، چې د پښتو ژبې د ليكلو د لارو چارو په اړه مې دومره څه واورېدل(( .
نوموړې، له بلخ ادبي څوځښت څخه د مننې تر څنګ زياته كړه، چې كه د شمال په نوور ولايتونو كې هم د پښتو ژبې د ودې لپاره ورته هڅې  ونه شي، نو دغه ژبه به د هېرېدو په لور روانه شي.
د هغې په وينا، له هر چا مخكې دولت مكلف دى، چې د شمال له پښتنو سره په دې برخه كې مرسته وكړي.
ثانيا وويل: ((زما مورنۍ ژبه پښتو ده، خو په پښتو سمه نه پوهېږم، زه له دې امله مجبورېدم، چې خپله ژبه هېره كړم(( .
هغې زياته كړه، چې پرته له كوره يې په كوڅه، ښار او ښوونځي كې خپله ژبه نه اورېده او نه يې په اړه د دولت لخوا كوم ځانګړى كار كېده.
همداراز بلخي فرهنګي بريالي جلالزي وويل، چې دلته يوازې په ازاده توګه د پښتو ژبې د ودې لپاره هڅې روانې دي.
نوموړي زياته كړه، چې په دغه ښار كې د ملي راديو تلويزيون په ګډون، چې څومره چاپي رسنۍ، راديوګانې او شخصي تلويزيونونه دي، په ټولو كې پښتو ژبې ته ځاى نه دى وركړل شوى.
د هغه په وينا، بلخ ادبي خوځښت په تېرو اووه كلونو كې د پښتو ادب او ژبې لپاره د ياد وړ كارونه وكړل.
جلالزي وويل، چې له شماله خپرېدونكې لومړنۍ پښتو مجلې (پرخه او پسرلى) د همدې خوځښت له خوا چاپيږي.
نوموړي زياته كړه، چې په بلخ كې د دې ترڅنګ د دغه خوځښت تر سيوري لاندې درې ادبي بهيرونه هم كار كوي، چې پښتانه شاعران او ليكوال په كې اوونيزې ادبي ناستې كوي.
له خدمتګار  ورځپاڼې څخه مننه