کور / شعر / غزل

غزل

دَ هر چا خپل خپل وي نيتونه څۀ کړم مينه خوروم زۀ نفرتونه څۀ کړم

منم کارونه سر تۀ نۀ رسي خو کۀ مجبوري نۀ وے کارونه څۀ کړم

چې پۀ کښې تا ونه وينمه اشنا شوګيره ښۀ ده دا خوبونه څۀ کړم

چې لګ خواږه هم راکولے نۀ شي تباه دي شي داسې باغونه څۀ کړم

دَ مينې ډک زړۀ ګرځوؤمه مدام دنيا کښې کېږي چې جنګونه څۀ کړم

خورم تندکونه خبر نۀ يم دَ ځان زۀ دَ شرابو ډک جامونه څۀ کړم

انسان تۀ ګورم دَ انسان پۀ سترګه نور پۀ دنيا کښې مذهبونه څۀ کړم

چې پۀ کښې ګډې وډې ليکي خلق ورک دي شي داس کتابونه څۀ کړم

يوه لمحه سکون ئې رانکړلو توابه دا کلي ښارونه څۀ کړم