د ځانمرګي برید له امله ۵۰ مړه او ۱۰۰ نور زخمیان سول
د عراق د مرکز بغداد په یوه شمالي ښارګوټي کي د یوه ځانمرګي برید له امله لږ تر لږه ۵۰ تنه وژل سوي او شاوخوا ۱۰۰ نور زخمیان دي . د حکومتي چارواکو په وینا پوليسو ته زیاته مرګژوبله اووښتې ده .
د پيښي په اړه عیني شاهدان وايي چي ځانمرګي بريد کوونکي پداسي حال کښي ځان والوزاوه چي شاوخوا سلو تنو نورو رضاکارو د پولیسو د روزنتون مخي ته انتظار کاوه ترڅو خپل غوښتنليکونه وړاندي کړي .