کور / z_buitenland_news -- 5 / پاکستان:پر سياسي کسانو د بهرنيانو سره پر ليدنه بنديز نسته

پاکستان:پر سياسي کسانو د بهرنيانو سره پر ليدنه بنديز نسته

 

د پاكستان  دباندنيو چارو وزارت وياند محمد صادق ويلى  دي  چې  دپاكستان  له سياست مدارانو سره د بهرنيو هېوادونو دسفيرانو  په ليدنو كتنو او خبرو اترو هيڅ  راز بنديز ندى لګول شوى  ده وويل  موږ به هيچاته اجازه ورنه كړو چى دپاكستان په كورنيو چارو كى لاسوهنه وكړي  ځكه چي دا دسفارتي ادابو خلاف ورزى هم ده  د امريكائى  سناتور جوزف  بائډن په اړوند چې  ګنى  امريكا به په پاكستان فوځى مرستي په ټپه ودروى  د بهرنيو  چارو وياند وويل چي  دامريكائى  سناتورانو  ځينى ويناوى او خبري  اتري دځمكنى حقايقو پرخلاف  دي  د تروريزم  پرخلاف  جګړه كى  دامريكي  له خوا ژمنه شوى  پيسي  په بشپړه توګه  تر اوس مهاله پاكستان ته ندى وركړل شوي  وياند زياته كړه  پاكستان ، تر اوسه پورى امريكى ته هيڅ  پوځى اډه نه ده وركړى  اونه امريكائى هيلى  كوپټرو دپاكستان په فضائى  قلمرو  الوتنى كړى،  ده وويل  د واړو هېوادونو د استخباراتى اړيكو دټينګو لو په اړوند  خبرى  او د نظر  تباد له كړيده  ده زياته كړه د نوى خپلواك شوى  هيواد كوسوو دپه رسميت  پيژندلو په اړوند زمونږ خبرى  روانى دى  او ددغه  هيواد په رسميت پيژندل يوه  قانونى معامله  ده او پاكستان له نورو اسلامى  وروڼو ملكو نو سره پدى اړوند اړيكى ساتى.