کور / تازه خبرونه / حکومت:پاکستان او ايران دي کډوال په تدريجي ډول راوليږي

حکومت:پاکستان او ايران دي کډوال په تدريجي ډول راوليږي

 

د افغانستان  اسلامي جمهوريت  له خپلو  ګاونډيو هېوادونو  ايران اوپاكستان څخه غوښتنه  كړيده چې  په نوموړو ملكونو  كښې هستوګن  افغان كډوال  په كراره  او تدريجى  توګه راوباسي،  دغه ټكى په اولسى جرګه كښې د قومونو، قبا ئيلو او هېوادته د راستنيدونكو كډوالو دكميسون په غونډه كښې دافغانستان  دبهرنيو چارو وزارت استازى څرګنداوپه ډاګه كړ ده وويل چې  اوس مهال په ايران كښې  900 زره اوپه پاكستان كښې له دى زيات افغان كډوال  ژوند كوي  ده زياته كړه چې  افغانستان په رسمي توګه  له ايران څخه غوښتي دي چې  خپل هېواد ته دافغاني  كډوالو راستنول  پړاو په پړاو تر سره كړي او هر كال له 200 زره كډوالو څخه زيات را ونه باسى خو ايرانى چارواكودغيرقانوني  افغان كډوالو  دراايستلو  دغه پروسه  دهيواد تودوالي  تر مهاله ځنډ ولي  ده د ( نووستى)  دخبرى  اژانس  د رپوټ  له مخي دافغانستان  دبهرنيو چارو وزارت  استازى داهم ويلى  دى چې  له پاكستان سره هم  ورته موافقه لاسليك شوى ده وويل  چي  اوس مهال دري ميليونه افغاني  كډوال په پاكستان كښې  ميشت دى   ده زياته كړه د28  كالو راهيسي  په افغانستان كى د وګړو شميرنه نده شوى خو بيا هم  ملګرى ملتونه وائى  چى  افغانستان اوس مهال  25  يا 26 مليونه نفوس لري.